دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهکابل کې د بېګانۍ جګړې پای؛ مجاهد ېې جزییات خپاره کړل

کابل کې د بېګانۍ جګړې پای؛ مجاهد ېې جزییات خپاره کړل

تاند (پنجشنبه، د سرطان شپاړسمه) د کابل په شمالي څنډه ۳۱۵ سيمه کې بېګانۍ جګړه له څو ساعته دوام وروسته د شپې ناوخته پای ته ورسېده.

‏د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په دې جګړه کې چې د داعش ډلې خلاف تر سره شوه، د داعشیانو پر یو پټنځای عملیات ترسره شوي دي.

د هغه په وينا، دا عمليات او جګړه د ۲ داعشیانو په وژلو او ۴ نورو په نیولو سره پای ته ورسیدل.

د هغه د معلوماتو له مخې،په دې عملیاتو کې ګڼ چاودیدونکي توکي او نور تخریبي وسائل له منځه وړل شوي.

مجاهد‌ زیاتوي:«دغو جنایتکارانو په کابل کې د تخریبي اعمالو اراده درلوده چې په نطفه کول خنثی شول.»

داعش ډلې د نور کله په شان په دې اړه هم څه نه دي ويلي.

ځایي خلکو تېره شپه په دې سيمه کې د طالبانو او په سيمه کې د شته وسله والو کسانو تر منځ د درنې جګړې خبر ورکړی.

دا په داسې حال کې ده،چې طالبانو بیا _بيا د داعش ډلې د ځپلو او له منځه وړلو خبره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب