پنجشنبه, مې 15, 2025
Home+لکه بد خوب / لنډه کیسه / لیکواله: اسیه صادق

لکه بد خوب / لنډه کیسه / لیکواله: اسیه صادق

لکه بد خوب

حسنا د چايو پيالې ټولې کړې له کوټې ووته. مور یې ورپسې وکتل، ويې ويل:

-وه سړيه تر اوسه لا شپاړس کلنه ده، څه ته بيړه لرې؟ 

عبدالقادر ګل بشرې ته بد بد وکتل، ویې ويل:

-وه ښځې! ته دې پر خپل ځای کېنه. زه په خپل کار ښه پوهېږم. ته یې مور یې ځکه وړه درته ښکاري. 

د ګل بشرې په سترګو کې اوښکې وګډېدې، ویې ويل:

-ښه دا به ومنم چې وړه نه ده، خو ته خو يو ځل پوښتنه وکړه چې دا څه رقم خلک دي، څنګه هلک دی؟ بې له پوښتنې څوک خېښي نه کوي. 

عبدالقادر موسک شو، ویې ويل: 

-ته څه خبره یې چې دا خلک څومره ځمکې او جایدادونه لري؟ هسې خبرې کوې، هم به زموږ ورځ ورسره جوړه شي هم به مو لور خوشاله وي.

حسنا د خپلې مور او پلار خبرې د وره له شا اورېدلې، په مخ یې اوښکې روانې وې.

ځان بې‌پناه ورته ښکاره شو. په تمه وه چې پلار به یې د دې لپاره څه پریکړه کوي او څه به کېږي.

– په همدې فکرونو کې د انګړ خواته روانه شوه، د چنار تنکۍ ونه خزان وهلې وه دې ورته وکتل. لاس یې پرې تکيه کړ، تر څنګ یې کېناسته. پورته یې د ونې ژېړو پاڼو ته وکتل. په زړه کې یې ډېرې چيغې او ډېرې خبرې وې، خو خوله یې چوپ وه.

د کوټې لخوا ورغږ شو:

-وه نجلۍ!! حسنا! چېرې دې ځان له کاره پټ کړی؟ چابکه راشه.

حسنا پاڅېده، د کوټې خواته یې درانه ګامونه واخیستل. تر ماښامه یې د خپل راتلونکي په اړه فکرونه کول. بېګاه هم په همدې فکرونو کې خوب يوړه.

سهار یې چې سترګې وغړولې، يوه شېبه یې داسې احساس کړه لکه بد خوب یې چې ليدلی وي. خو پوه شوه چې خوب نه دی بلکې په ريښتيا دا بايد پردي کور ته لاړه شي. 

پاڅېده، په بيړه بيړه یې له مور سره د کور په کارونو کې مرسته وکړه، د مېلمنو لپاره یې چمتوالی ونيوه. 

کله چې مېلمانه راورسېدل، د حسنا پلار چای ورته کېښود. دا په بله کوټه کې يوې خواته غلې کېناسته. لا هم هرڅه لکه خوب داسې ورته ښکارېدل‌. له بلې کوټې د نارينه وو د خندا غږونه راتلل. حسنا ته داسې ښکارېدل لکه په دې پورې چې خاندي.

مېلمانه څو ساعته وروسته ووتل، دسمال یې یووړ. 

د حسنا مور په وره کې ولاړه وه، سترګې یې له اوښکو ډکې وې. د حسنا ماشومتوب یی سترګو ته ولاړ و.

موده وروسته د واده تيارۍ ونيول شوې. خلک راوغوښتل شول. 

د حسنا واده ته ډیر خلک راغلي وو، شوماشور و، سندرې ویل کیدې. خو د حسنا زړه له غم نه ډک و.

پلار یې په کوټه کې له خیښانو سره ناست وو، په موسکه خوله یې وويل:

-خان صاحب چای درواخلی سړیږي.

خان صاحب د شنه چای پیاله پورته کړله او خپل خبرو ته یی دوام ورکړ.

شپه شوه حسنا په سپين کميس کې په کوټه کې غلې ناسته  وه، له کړکۍ د سپوږمۍ  رڼا کوټې ته رالوېدلې وه. دروازه خلاصه شوه او د حسنا خاوند رشيد کوټې ته دننه شو. سترګې یې سرې وې. حسنا ته یې وویل:

-پورته شه چلم مې راواخله.

حسنا پورته وکتل د راشید وحشتناکه څېره یې ولیدله، زړه یې ولړزېده. ورو یې وویل:

-نه.

راشید په نه خبره حسنا په څپېړه ووهله. د لاس بنګړي یې ټول ورمات کړل.

د دې لاس او پښې لړزېدل. پوه شوه چې رشيد په حال نه دی. د حسنا ساه بنده بنده کېده. له کړکۍ یې اسمان ته وکتل. سپوږمۍ پوره نه وه ګرده شوې. شېبه وروسته ورېځو پناه کړه. 

پای،

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب