هوا: باد، کبر، غرور…
حوا: ام البشر، د انسانانو مور، د ادم عليه السلام مېرمن.
دواړه ښځينه نومونه دي او دوې- دوې څپې لري.
په «هـ او ح» کي ئې فرق دی.
د خاورو، خاورو خيانتونو باوجود ندرته!
ته او خدای ساه نو د دې ځمکي په هوا ارزي
نظم الدين ندرت
د ازادۍ له زندګۍ واخله مزې اجمله!
د هغې غم لکه کوتره کړه هوا ته خوشې
اجمل ښکلی
ستا زړه به بيا درېږي، بيا به تاوانېږي په ما
هميمه لږه که هوا شي باراني، پوهېږمه
هميم جلالزی
غنم، غنم خوږه ده، بنت ادم خوږه ده
هو، د حوا پر خالق ايمان، ايمان خوږ دی
پيرمحمد کاروان
د کوم شکست، د کومي هيلي په ارمان مرمه
ای د حوا لوري! ته چېرته يې قربان مرمه
هدايت الرحمن ډاډ
نازکي ته يې غوټۍ ګوته په خوله ده
د حوا لور په هوا باندې ماتېږي
تاج ولي صنم