یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان لا هم د افغان سوداګرو مېوو او سیزیو ته اجازه نه...

پاکستان لا هم د افغان سوداګرو مېوو او سیزیو ته اجازه نه ورکوي، سوداګر د بالمثله اقدام غوښتنه کوي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۵ مه) پاکستان لا هم افغان سوداګرو ته اجازه نه ده ورکړې چې د تورخم له لارې خپلې مېوې او سبزیانې پاکستان ته صادرې کړي.

پاکستان دا لار د روان سپټمبر په ۶ مه بنده کړه او کابو لس ورځې وروسته یې افغانستان ته د خپلو صادراتي مالونو لپاره پرانیسته.

افغان سوداګر وايي چې پاکستاني چارواکي د افغانستان د صادراتي مالونو لپاره نوې – نوې پلمې جوړوي او له دې کبله دوی تراوسه پورې ۵۰ میلیون ډالره تاوان کړی دی.

پرون یو شمېر افغان سوداګرو د ننګرهار له والي ملا محمدنعیم اخوند سره په کتنه کې وویل چې د پاکستان له لوري د تورخم لارې د لسو ورځو بندېدو له امله دوی تر ۵۰ میلیون ډالره ډېر تاوان کړی دی.

دوی شکایت وکړ چې د پاکستان په مالونو بار د ورځې ۳۰۰ لاریو ته اجازه ورکول کېږي چې افغانستان ته راواوړي خو په مقابل کې یې د افغانانو یوازې ۳۰ لارۍ پرېښودل کېږي چې هغې خوا ته واوړي.

دوی له افغانستان سره په سوداګري راکړه ورکړه کې د پاکستان اقدامات لویه بې انصافي وبلله.

له دې جلا یو شمېر نورو افغان سوداګرو غوښتنه کړې چې د افغانستان حکومت باید د پاکستان په وړاندې بالمثله اقدام وکړي.

د دوی په وینا، افغانستان دې اجازه نه ورکوي چې د پاکستان لارۍ تر منځنۍ اسیا پورې خپل مال یوسي.

د ننګرهار والي ته افغان سوداګرو ته وویل چې د دوی په کانتینرونو کې بار مېوو او سیریجاتو ته دې له تورخم څخه د تېرېدو ژر اجازه ورکړل شي کنې خوسا کېږي.

پاکستان د تورخم دروازې له پرانیستلو وروسته د سفټا په نوم د یوه سرټیفکیټ غوښتنه وکړه، خو اوس بیا وايي چې له افغانستانه د دوی لور ته وروړل کېدونکي انګور د افغانستان نه دي.

“افغان سوداګر وايي: د پاکستان د ګمرک مسوولان وايي چې په افغانستان کې تور او سور رنګ انګور بيخي نه ‌شته، دا تور او سور انګور د تاجکستان دي. له درو ورځو راهیسې په انګور بار کانتینرونه ولاړ دي او انګور په خرابیدو دي.»

پاکستان دا لار د سپټمبر په شپږمه په تورخم کې له یوې لنډې نښتې وروسته بنده کړه. د تورخم نښته څو ساعته وروسته له دې وشوه چې سلګونو پاکستاني طالبانو په چترال کې د پاکستان د پوځ دوې پوستې ونیولې، لسګونه سرتیري یې اسیر یا ووژل.

وروسته د پاکستان پوځ ته یوې نژدې ورځپاڼې، ایکسپریس تریبیون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو شخړو اصلي دلیل د ټي ټي پي له لوري په پاکستان کې د بریدونوزیاتوالی وښود.

3 COMMENTS

  1. اوس د سپی بچیان په کابل کی قدرت لری او جرعت نلری چی بلمثله عمل وکړی د سپیو ښځی پاکستانیانو هلته ګرو کړی دی چی ځان وخوزوی ښځی هلته غیې

  2. ښه ، چې د ټالب ښځه پاکستان ته ګرو ناسته وي ، هغه به څنګه بالمثله عمل وکړي ؟
    او بل څوک وایی چې کرنیل هبټ د افغانستان سړی دی ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب