Homeخبرونهد پاکستان پوځ وايي په سپټمبر کې یې ۲۱ پوځیان وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي په سپټمبر کې یې ۲۱ پوځیان وژل شوي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۵ مه) پاکستان ادعا کوي چې په روان سپټمبر میاشت کې یې ۲۱ پوځیان وژل شوي او د هغو درو تنو وسله والو مخالفانو په شمول چې پرون (سې شنبې) په خیبر پښتونخوا ایالت کې ووژل شول، ۳۶ وسله وال حمله کوونکي یې وژلي دي.

د ترکیې انادولو خبري اژانس وايي، د پاکستان د پوځ له خبرپاڼې سره سم، پرون د افغانستان پولې ته نژدې د خیبر په تیرا سیمه کې د ټي ټي پي د یوه قوماندان کفایت تور په ګډون ۳ وسله وال ووژل شول.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په روان سپټمبر کې یې د خیبر پښتونخوا کې په ۶ جلا – جلا بریدونو کې ۳۶ سختدریځي وژلي دي.

د پاکستان د پوځ پر اساس، لږترلږه د دوی ۲۱ پوځیان د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د سپټمبر په ۶ مه د پاکستان د پوځ پر اساس په چترال کې د سلګونو وسله والو طالبانو په برید کې څلور پاکستاني پوځیان ووژل شول خو طالبانو بیا د لسګونو پاکستاني پوځیانو د وژلو ادعا وکړه.

پاکستان د طالبانو د اکثرو بریدونو په اړه څه نه وايي او رسنۍ یې هم تر کلک کنټرول او سانسور لاندې ساتلې دي.

د پاکستان پوځ عموماً هغه مهال پر خپلو ځواکونو د ټي ټي پي د حملو یادونه کوي چې د ټي ټي پي غړیو ته یې مرګ ژوبله اړولې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...