شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهازبکستان له امریکا سره پوځي همکاري زیاتوي

ازبکستان له امریکا سره پوځي همکاري زیاتوي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۵ مه) د ازبکستان دفاع وزیر پرون (سې شنبې) وویل، تاشکند له امریکا سره خپلې پوځي همکارۍ زیاتوي.

ده دا خبره د سنټکام یا د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان سره له کتنې وروسته وکړه.

ازبکستان کابو لس کاله پخوا د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیتي تړون له ټولنې ووت. خو له دې سره سره یې د دفاعي صنایعو په شمول له روسیې سره په بیلابیلو برخو کې همکاریو ته دوام ورکړ.

ازبکستان په عین حال کې له لوېدیځو هیوادونو سره همکاري کوي. دې هیواد په نیویارک او واشنګټن کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له حملو وروسته له امریکا سره په افغانستان کې همکاري وکړه.

خو کتونکي وايي چې پر اوکراین د روسیې یرغل نه یوازې ازبکستان بلکې د پخواني شوروي اتحاد نور جمهوریتونه له یوې خوا د روسیې پر پوځي وړتیا شکمن کړي او له بلې خوا یې پر دغه هیواد د دوی اعتماد کم کړی دی. دوی فکر کوي چې روسیه ممکن د پخواني شوروي اتحاد پر هر پخواني جمهوریت برید خپل حق وبولي.

په ورته وخت کې دوی ته اوس د روسیې پوځي ټکالوژي هغسي پرمختللې نه ښکاري چې دوی فکر کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب