کتاب: وړانګه وړانګه لمر
لیکوال: واصف علي واصف
ژباړه: رحمت شاه فراز
پنځمه برخه
د الله تعالی قول دی، چې د مور او پلار په وړاندې اف هم مه کوئ. رټئ یې مه، په نرمه ژبه ورسره خبرې وکړئ. په زړبودي کې يې داسې خدمت وکړئ، چې په ماشومتوب کې يې ستاسو خدمت کړی وو ــــــــ نن ورځ دغه حکم ستاسو لپاره دی، سبا به همدا حکم ستاسو د اولاد لپاره وي.
زموږ عقیده یوه ده او زموږ اړتیا بله. فکر مو د یوه محفل دی او زموږ محفل د یوه بل فکر دی. که زموږ ملګری، په عقیده کې را خپل نه وي، نو څوک به له چاسره وفا کوي او څوک به له چا نه ګیله کوي. د عقیدې تر انتخاب وروسته د ژوند انداز او ملګرو انتخاب هم اړین دی. له روژې پرته روژه ماتی او د روژې په شتون کې په حرامو شیانو روژه ماتی د ګمراهي دلیلونه دي. له اسلام سره ټوکې دي. اسلامي ډرامه او د ډرامې اسلام؛ له الله وېره پکار ده. څوک پوهېږي، چې کله به څه کېږي!!
دا د الله تعالی دعوه ده، چې وما ارسلنک الا رحمة للعلمین. هغه خپل حبیب د جهانونو لپاره رحمت را استولی دی. دا باید په یاد ولرو.
که د حساب په ورځې د خپلو اعمالو د کمښت له امله او له کبریايي جلاله وېره او لړزه درباندې راشي، نو دا مو باید یاد وي، چې د الله د حبیب یوازې نوم هم د شفاعت وسیله ګرځېدلی شي.
اوس مې د ګناهونو له حسابونو نه را تېر شه
اوس مې واسطه ستا د محبوب ص درته راوړې ده
زموږ ټول خصوصیات موږ بریالیتوب ته نه شي رسولی. په هر انسان کې یو خاص صفت وي، چې که وده ورکول شي، نو انسان پرې بریالیتوب ته رسېدلی شي او هماغه صفت د الله د رضا د ترلاسي ذریعه وي. همدا وجه ده، چې یو چا څنګه او یو چا څنګه، څه او څه وکړل. ځینې خلک یوازې په عبادت زور کوي او ځینې خلک یوازې په خدمتِ خلق. ځینې حضرات شپې په ویښه تېروي. ځینې دروېشان یوازې سفرونه کوي. چا شاعري د ابلاغ وسیله ګرځولې. چا په نثر کې خبره کړې. څوک په اشارو خبرې کوي او ځینې خلک له مودو راهیسې غلي دي او په دې خاموشي کې د خبرو اترو جمال را پیدا کوي. هر سړی هر کار نه شي کولی. دا د خدای ورکړه ده. څوک طالب، څوک مطلوب، څوک ښوونکی څوک شاګرد، څوک شیخ څوک مرید، څوک هدف ښود، څوک د لارې ښوونکی، څوک سیاح، بلکې ځینې خو جهان ګرد، څوک مکاني او څوک لامکاني، څوک ناز، څوک نیاز او څوک بیا د بې نیازه نیاز، څوک د جهانونو فخر، څوک د لامکانونو شاهین، څوک د حق بازو او باطل شکن، څوک د نیاز سجده، څوک صاحب الرسول، څوک نائب الرسول، څوک غوث الثقلین، څوک قدوة السالکین، څوک زبدة العارفین، څوک د نړۍ لپاره د برکتونو خزانه، څوک ظلِ نورِ الهي، څوک زبد الانبیاء، څوک محبوب الهي، لنډه دا چې ځینې یو څه دي، ځینې بل څه. د هر یوه انداز بېل بېل، ورکړه بېله، د ښوونې روزنې طریقه بېله؛ یو ځای د قوالي نغمې دي، بلې خوا سماع ته حرام ویل کېږي. په اصل کې ټول رښتیا وايي. خو اوس د بشپړ فیل د لیدو وخت دی. نو غوره همدا ده، چې د کلیمې په وحدت، د نبي کریم ص په مبارک ذات له بشپړ ایمان سره په یوه ستر وحدت کې را ټول شو. د لارې خوندونه بېل دي، خو مدعا او هدف یو دی. یوازې شریعت څرګنده او بشپړه لاره ده. په ګډه مو که سفر پیل کړ، قوم به پیشرفت وکړي.
قرآن هم هماغه، شریعت هم هماغه، د خدای حبیب ص هم هماغه. لمر، سپوږمۍ او ستوري هماغه، زوکړه او مړینه هم هماغه، خو ژوند هغه نه دی، ټولنه بدله ده. غور وکړئ، چې څه شی بدل شوي دي. اوس سکون او خوشالي په څه ډول ترلاسه شي. په دې زمانې کې، د دې زمانې انسان ته په دې ژوند کې د کتابونو لوستلو خبره نه ده، د غور خبره ده. ژوند د کفري تهذیب په لور رهي دی. پایله يې څنګه اسلامي شونې ده. ماشومانو ته په ښوونځیو کې انګریزي ور زده کوئ او تمه ترې څه کوئ. د تضاداتو په ژوند کې سکون ناشونی دی.
د انسان زړه ماتوونکی، د الله لټون نه شي کړای.
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خبره د یو بل چا خبرې ته لوړاوی ورکول داسې دی، لکه شرک.
انسان چې څومره خواري د عیب په پټولو کوي، په همدومره خواري هغه عیب له منځه وړلی شي.
د مرشد یوازې خبره هم رشد (کامیابي) ده. له مرشد سره اړیکه «علم» دی. د مرشد خوشالي بریا ده، د مرشد له خفګانه ـــــــ باید ځان وژغورو.
د مرشد په خبره داسې یقین وکړئ، لکه یو معصوم ماشوم چې د خپل مور او پلار په خبره یقین کوي. د بې باوري په دې دور کې د باور لاسته راتلل تر کرامته کم نه دی.
د نورو نیمګړتیا، ستاسو ښېګڼه نه شي کېدلی.
که سکون غواړئ، د نورو سکون مه ور بربادوئ. که له خدایه بښنه غواړئ، خلکو ته بښنه وکړئ. که د خدای احسان غواړئ، په خلکو احسان وکړئ. که خلاصون غواړئ، نو د ټولو خلاصون وغواړئ.
چې سترګه زړه وګرځي، نو بیا زړه سترګه شي.
د طریقت په لاره کې طالب چې کوم شخصیت خپل رهبر، شیخ، ګرو، مرشد، پیر یا هادي ګڼي، د هغه حکم ته دې بې چون و چرا په خوشالۍ غاړه کېږدي. یوه لاره هم له رهبر پرته نه شي لنډېدلی. د شیخ صبحت د علم ذریعه ده، د عمل تګلاره ده او د نجات وسیله ده.
سیف الله، یدالله، عبدالله، بیت الله، رسول الله، ولی الله، غیرالله، ماسوا الله، حدود الله، په دې ټولو پوهېږو. د وجه الله په اړه مو څه نظر دی؟
هېڅ داسې شی باید ونه وکارول شي، چې د انسان ذهن له نارمل حالته په بله اړوي. له مخدره او نشه يي توکو پرهېز د بدني او روحاني روغتیا لپاره اړین دی.
کښتۍ چې په ډوبېدو شي، نو پکې ناستو خلکو ته خدای پخپله ور یاد شي.
غم د عروج سبب هم دی او د زوال سبب هم.
موږ پیسې د دې لپاره ګټو، چې ژوند وکړو او ژوند د دې لپاره کوو، چې پیسې وګټو.
ژوند په خپل ذات کې د ژوند هدف نه دی. د ژوند هدف خو حیاتِ جاویدان دی.
موږ په سر بوج بار کړی، د نورو ــــــــــــ او چې لږ لرې ولاړ شو، ټول بوج ښکته وغورځوو او پټه خوله په نامعلومه دنیا کې ورک شو.
له توبې وروسته د ګناه یاد هم ګناه ده.
ژوند خدای در کړی دی، د خدای لپاره يې وکاروئ. شتمني خدای درکړې، د خدای په لاره کې يې وکاروئ.
زده کوونکي د هېواد وارثان وي.
د دنیا مینه تیاره ده، د اخرت مینه رڼا. تیارې فنا لري، نور بقا. له فنا څخه د بقا د لارې لپاره له خدایه فضل وغواړئ. د خدای فضل د الله د حبیب ص په مینه کې دی.
د بدن په یوه برخه کې چې درد وي، ټول بدن ورسره رنځېږي. د فکر یوه برخه چې ټپي شي، ټول فکر ورسره پراګنده شي. د ایمان یوه برخه که کمزوري شوه، ټول ایمان به ورسره کمزوری شي. روغتیا د ټول بدن د روغتیا نوم دی، ایمان د بشپړ ایمان نوم دی.
تر ټولو ښکلی انسان هغه وي، چې په لومړي ځل لیدو يې په زړه کې ووايې: « دغه سړی مې تر اول ځل نه، اول هم لیدلی دی.»
که د حرام مال ګټونکی بخیل هم شي، نو په غبرګ عذاب اخته دی.
تر علم مخکې زمانه د جهالت دور بلل کېږي.
د چا احسان خپل حق مه ګڼئ.
په نړۍ کې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم دروند ذات یوازینی ذات دی، چې تل ورته د نعتونو ډالۍ وړاندې شوې ده. په نړۍ کې د هېڅ انسان دومره تعریف نه دی شوی او نه به وشي. الله، د الله پرښتې، د الله بندګان ټول یوازې تعریف بیانوي، د الله د حبیب ص!
سبحان الله ما احسنک
توبه چې قبوله شي، بیا هغه ګناه هېڅ کله له سړي نه کېږي.
لطیف روحونه په مجلس کې لطافت پیدا کوي او کثیف روحونه، کثافت.
که خواهش دې غلط وي، نو د خواهش حسرت، د خواهش تر پوره کېدو ډېر غوره دی.
ګناه د یوه بد د ترسره کېدو نوم دی. داسې وخت هم راځي، چې انسان د هغو ارادو په نه پوره کېدو هم شکرونه کوي، چې غلطې وې.
د الله او د الله د حبیب صلی الله علیه وسلم مینه د ژوند او د ژوند تر هر بلې مینې باید غوره وګڼل شي.
د نعمت شکر دا دی، چې د هغه چا په خدمت کې وکارول شي، چې دغه نعمت ورسره نشته.
هغه انسان دروغجن دی، چې د رښتیا ویلو پر مهال غلی وي یا داسې خبره وکړي، چې ابهام وزېږوي.
د اسمان زرګونو ستورو ته په یوه وخت کتونکې سترګه، خپل ځان نه شي لیدلی. شیخ هغه هینداره ده، چې موږ ته خپل ځان را پېژني. د دې امکان هم شته، چې کوم شي ته چې موږ نن خوشاله یو، زموږ لپاره د مصیبت سبب وي او په کوم شي چې نن افسوس کوو، سبا ورځ زموږ لپاره د نېکمرغۍ سبب وي. شیخ زموږ د خوښې او ناخوښې اصلاح کوي او د دین لاره د مینې په مټ پر موږ اسانوي. مرشد له ارشاد پرته هم زموږ اصلاح کولی شي.
په ژوند کې زموږ نومونه او جامې مختلفې وي. شتمن، نېستمن، کشر، مشر، افسر، ماتحت، ډاکټر، انجینر، استاد، شاګرد، او داسې نور. خو له مرګه وروسته زموږ د ټولو یو نوم شي: «مړی».
انسان چې په کوم کیفیت او عقیده ومري، له هماغه سره به بېرته را پورته کېږي. دعا کوئ، چې د تلو په وخت کې مو کلیمه په نصیب شي.
همدا ژوند دنیوي دی، همدا دیني او همدا روحاني. زموږ فکر چې بدل شي، د ژوند نوم مو هم ورسره بدل شي.
اضطراب په اصل کې د هغه فرق نوم دی، چې زموږ د خواهشاتو او زموږ د حاصل ترمنځ پاتې وي. زموږ چې تمې پوره نه شي، په اضطراب اخته شو. خواهشات او توقعات باید اصلاح شي.
موږ، ژوند د فرعون غواړو او عاقبت د موسی ع.
ښکلا ته نږدېکت د انسان حال او خیال دواړه ور بدلوي.
له صاحبِ حال سره تعلق، له انسانه صاحبِ حال جوړوي.
هغه شخص خدای نه مني، چې د خدای حکم نه مني.
اسلام د مسلمانانو د وحدت کیسه ده. که مسلمانان یو نه شول، نو د اسلام له دینه به وویستل شي. د مسلمانانو منظم اتحاد د اسلام عروج دی.
انسان د خپل ملکیت، ملکیت ګرځېدلی دی. انسان د خپل ځان په حفاظت، حفاظت کې نامحفوظ شي. خطره د انسان له خپل درونه ده. تنفس له دننه خرابی کوي.
د خدای تر راضي کولو له مخه دا تحقیق ارومرو وکړئ، چې خدای درنه ناراضه هم دی که نه. هغه څوک ارومرو راضي کړئ، چې د خدای د ناراضه کېدو خبر درکوي.
د نېکي نوم اخیستل هم نېکي ده. نېکه خبره اورېدل هم نېکي ده. نېک مقام ته کتل هم نېکي ده. له نېک انسان سره لیدل هم نېکي ده. د نېکو خلکو تذکره هم نېکي ده. نېک فکر هم نېکي ده. نېک علم هم نېکي ده. نېک عمل خو خیر هسې هم نېکي ده.
یوه له بله وپوښتل: «وروه، له راتلونکو حالاتو خبر یې؟» بل ځواب ورکړ: «لا خو له تېرو حالاتو نه یم وزګار شوی.»
زوی چې ناروغ شي، نو د دعا غوښتلو سلیقه پخپله د مور زده شي.
شکر وکړئ، نعمتونه به مو خوندي شي. سترخوان مو پراخه کړئ، رزق به مو زیات شي. سجده وکړئ، تقرب به ومومئ. درناوی وکړئ، درناوی به ومومئ. صدقه ورکړئ، مصیبتونه به مو لرې شي. توبه وکړئ، ګناهونه به مو وبښل شي.
د مرید خپل صداقت او عقیدت، دی تر خپله هدفه رسوي. که منزل يې په برخه شي، نو د شیخ په کمال کې څه شک؟ که مرید هدف ته ونه رسېده، نو د شیخ د کامل بودن یا نه بودن څه یادونه؟ نېکمرغه مرید په هر حال کې د خپل شیخ منندوی وي او بدمرغه تل د خپلو نیمګړتیاوو لپاره خپل شیخ مسؤل نیسي.