یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپه جینیوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د پاکستان د پوځ...

په جینیوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د پاکستان د پوځ پر ضد لاریون وکړ

تاند (سې شنبه، د میزان ۴ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) پلویانو د سویس په جینیوا کې د یوه لاریون په ترڅ کې د پاکستان پوځ د تروریزم په ملاتړ او د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن کړ.

په دې لاریون کې، چې د جینیوا له جهیل یا ډنډه پیل شو او په دغه ښار کې د ملګروملتو تر دفتره یې دوام وکړ، د پاکستان او افغانستان ګڼ شمېر پښتنو ګډون کړی و.

لاریونوالو د پاکستان د پوځ خلاف شعارونه ورکول او هغه یې د ترهګرو په وسیله د پښتنو په ټولوژنې تورن کړ.

د لاریون یو شمېر افغان برخوالو په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پولیسو او حکومت ناوړه چلند وغانده، ویې ویل چې دوی له افغان کډوالو سره له هیڅ راز بې رحمۍ ډډه نه کوي.

د ملګروملتو پر اساس، په وروستیو کې پاکستان سلګونه افغان کډوال په لویو ښارونو کې نیولي او ځورولي دي.

افغان کډوال وايي چې له قانوني اسنادو سره سره یې نیسي او یا پیسې ورڅخه غواړي.

د بشري حقونو د سرغړونې په اړه د جینیوا په لاریون کې د پاکستان د بشري حقونو فعال فضل الرحمان اپریدي وویل، پښتانه په پاکستان کې له سخت وخت سره مخامخ دي.

لاریونوالو د پاکستان پوځ د پښتنو د سیاسي فعالانو په برمته کولو، شکنجه کولو او وژلو تورن کړ.

په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ منتظم ملک بازي وویل، :«په پاکستان کې نه یوازې پښتانه، بلکې حتي بلوڅ، سندیان، کشمیریان او نور ټول قومونه ناراضه دي.»

ده وویل د پاکستان پوځ تروریزم او ویره خپروي او دا هغه څه دي چې ټول پښتانه یې په خپله خاوره کې تجربه کوي.

ښاغلي بازي (اې این آی) اژانس ته وویل چې د پاکستان د پوځ له لاسه تروریزم تر ۷۰ زره د ډېرو پښتنو ژوند اخیستی دی او لږترلږه ۲ لکه کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د فرانسې استازي هاشم اتمانخېل وویل:«فعالان دلته راټول شوي چې دا پیغام په زغرده ورکړي چې پښتانه امن غوښتونکي دي.

«تاسو وینئ چې موږ دلته د ملګروملتو مخته یوو. موږ ملګروملتو ته په ښکاره دا پیغام ورکوو چې پښتانه ډېر سوله ییز خلک دي. پښتانه له تروریزم سره هیڅ تړاو نه لري او دا د پاکستان پوځ دی چې د تروریزم ملاتړ کوي.»

په داسې حال کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په شمول اکثره پښتانه ملتپال د پاکستان پوځ د ترهګرو په ملاتړ او د پښتنو په خاوره کې د ناامنۍ په رامنځته کولو تورنوي، د پاکستان پوځ وايي چې د ضرب عضب په ترڅ کې یې په قبایلي سیمو کې تروریزم ختم کړ او اوس بیا د ترهګرۍ له یوې نوې څپې سره مخامخ دی.

د پاکستان پوځ افغانستان ملامتوي او وايي چې ترهګر په افغانستان کې خوندي پناهځایونه لري. خو افغان طالبان بیا د پاکستان ادعا ردوي او وايي چې پاکستان د خپلو ستونزو په حل کولو کې پاتې راغلی دی.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    یوازینی موومنټ یا غورځنګ چې د لراو بر پشتون/افغان له بشري حقونو دفاع کوي او له ۲۰۱۴ را په دیخوا ېې د باچا خان په پل قدم ایښی او داخل او خارج ( په ځانګړي ډول یوروپ ) کې سوله ایزه لاریونونه کوي، پي .ټي.اِم ( پشتون تحفظ موومنټ)= پښتون ساتنې حرکت یا غورځنګ دی. د ځوان ډ.منظور پشتین صاحب د زعامت لاندې ، په زغرده د پنجابستان له پټو لوبو پرده لرې کوي!
    البته پښتونخوا-بلوچستان کې ځيڼې پارټۍ ګانې هم کله کله یو غږ راباسي مګر ،لکه عمرانخان، بیرته د څارګرو او فوج سره جوړ جاړيته رسیږي او زور ې له خلکو وځي.
    پوکسټاین(پنج اب ..) لکه د اسراییل د انګریز کرلې سرطاني دانه ده چې ،اوس نو هرېخواته متاستاز(انتشار)کوي،تهاجم کوي ،ژوندئ حجرې وژني ؛ ابلیسي ماکارانه تکتیکونه لکه د ضرب غضب او انګریزی قانون په رواجولو د ۲۰۰ ملیونو پښتنو،بلوڅانو، بلتیستانو، کشمیریانو او سندهیانو سرماېې او بیخ مایی غصب کړي دي او لا هم دوام ورکوي.
    خو د الله تعالی وهلو ته ګورئ چې په نړیواله کچه بد نامه او کچه ، منافق او کورپټ یا مفسد یو ریاست په سترګو کتل کیږي.یوازینۍ چاره ې بیخجن آپریشن دی چې لکه د بنګالیانو ورته سبق ورکړل شي.
    ان شا الله ، پنجابستان او ازراییل به لکه دوه د کینسر غوټې یا دانې د انسانیت او اسلامیت له نقشې عملیات کړل شي ،اما و لاکن ؛:
    یو بل امان الله خان او داوود خان؛؛ او یو بل جمال ناصر او قذافي میدان ته دانګل پکار دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب