شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+نورمحمد لاهو او د شعر په هنداره کې یې څو انځورونه

نورمحمد لاهو او د شعر په هنداره کې یې څو انځورونه

پوهندوی آصف بهاند

نورمحمد لاهو

او د شعر په هنداره کې یې څو انځورونه

نورمحمد لاهو د ښو شعري انځورونو او شعري ترکیبونو

خزانه ده، دا چې کله او څنگه دی دا انځورونه او

ښکلي ترکیبونه د خپلو مخاطبینود نندارې لپاره

وړاندې کوي، دا یوازې په ده پورې اړه لري.

(آصف بهاند)

زما د فرهنگي کارونو ډېره سلنه د نوي نسل د سمې روزنې په موخه ترسره کېـږي. همدې هدف ته د رسېدو په موخه مې تل هڅه کړې ده چې د بېلابېلو مقالو د لیکلو، لکچرونو وړاندې کولو، کتاب لیکلو او په محفلونو کې د خبرو کولو له لارې خپل کار ترسره کړم. په دې لړ کې زما د پالیسۍ یوه برخه دا ده چې د اوسني فرهنگي بهیر ځینې داسې څېرې د مثال په ډول وټاکم او د هغوی پر فرهنكي ژوند، کارونو او لاسته راوړنو باندې څه ولیکم، چې په ریښتیا سره یې سړی د یوې ښې بېلگې په ډول د لوستونکو او نوي نسل په مخکې اېښودای شي. هغه فرهنگي څېرې چې زه باید څه پرې ولیکم، په هغو کې یو د ځانگړي شعري سبک خاوند نورمحمد لاهو دی. زه به په دې مقاله کې د ده د ژوند او فرهنگي کارونو ته اشاره وکړم او د هغه ترڅنگه به د لاهو یوشمېر نوي شعري ترکیبونه او نوي شعري انځورونه په نښه کړم.

مخکې تر دې چې د ده د فرهنگي شخصیت د بطلابېلو اړخونو په باب څه ووایم، لومړی د ده بیوگرافي:

کله مې چې د نورمحمد لاهر په بیوگرافۍ پسې ویکیپېدیا ته سرورښکاره کړ، هلته مې هم یو څه ومیندل چې زه یې ځینې برخې رااخلم:

«نورمحمد لاهو

نور محمد لاهو د پښتو ژبې يو نامتو شاعر دی. چې په ۱۳۴۹ لمریز کال کې يې د کابل په دهمزنګ سيمه کې نړۍ ته سترګې وغړولې. د نوموړي شعري استعداد او وړتيا د دې لامل شوی چې په نړيواله کچه ډېر پښتانه ځان ته راجلب کړي. نوموړی ځان ته د ځانګړي سبک او جلا لاری خاوند شاعر دی. يو شمېر پښتانه کره کتونکيو لکه؛ ارواښاد اسحاق ننګيال، سعيد شاه سعود، استاد اسدالله غضنفر، صديق الله بدر او نورو لیکوالو د تمثیلي او د اشياوو د شاعر لقب ورکړی، دا ځکه چې د نوموړي ګڼ شمېر شعرونه د اشياوو سره خبرې دي. داسې خبرې دي چې په افغانستان کې د ډېرو لږو شاعرانو ورته پام شوی.

لاهو په 2010 زېږديز کال کې د هېواد د ناامنيو له کبله هېواد پرېښودلو ته اړ شو، او اروپايي هېواد ته کډوال شو. هغه دا مهال اروپا کې د خپلې کورنۍ سره اوسېږي.

شخصي ژوند:

نور محمد لاهو د ارواښاد محمد الله خان زوی، په ۱۳۴۹ لمریز کال په کابل کې نړۍ ته سترگې غړولي دي. لوړې زده کړې یې په کابل پوهنتون او سویس کې پای ته رسولي. لاهو په پښتو او دري لیکنې کوي په انګلیسی او الماني ژبو هم پوهیږي. نورمحمد لاهو د اشیاو د شاعر په نامه په خلکو کې شهرت لري. نور محمد لاهو د کره کتونکو له نظره ځان ته د ځانگړي سبک او لارې خاوند شاعر بلل کېږي.

چاپ شوي آثار:

۱- بلال په وینو کې (شعري ټولگه). ښاغلي سید شاه سعود او ارواښاد اسحاق ننگیال پرې سریزې لیکلې دي. دواړو لیکوالو نوموړی د جلا لارې او سبک خاوند شاعر بللی دی،

۲- د شاتو سیند (شعري ټولگه)،

۳- تکې سرې سترگې (لنډې کیسې)،

۴- د غوا دیگی (د ماشومانو لپاره نکلونه)،

ناچاپ اثار يې،

۱- زرو جانه (ناول)،

۲- د غره د سر بادونه (ناول)،

۳- راشه کنه مرم درپسې (ناول)، چاب

۴- اوښکه په لمبو کې (ناول)،

۵- شپې او څراغونه (شعري ټولگه)،

همدارنگه د نور محمد لاهو په لسگونو مقالې د افغانستان د یو شمیر ورځپاڼو او مجلو له لارې خپرې شوې او د دريو سوو په شاوخوا کې یې راډیويي ډرامې لیکلې، چې د سیمه ییزو راډیوگانو له لارې خپرې شوې دي.»

د همدې مقالې د موادو د راټولولو په ترڅ کې مې یو چېرې ولوستل چې د لاهو صاحب پر «بلال په وینو کې» شعري ټولگې باندې ښاغلو اسحق ننگیال او سید شاه سعود د مقدمې په دود څه لیکلي دي. د څېـړنې د اصولو له مخې راته اړینه ښکاره شوه چې د لاهو او د ده د شعر په باب د یادو ښاغلو لیکنې هم وگورم، نو مې لاهو نه مرسته وغوښته، هغه هم د بلال په وینو کې لینک راته راولېـږه چې همدلته مننه ورنه کوم. کله مې چې د کتاب پي‌دي‌اف بڼه ولوستله، ډېر څه مې د خپلې مقالې لپاره ورنه ترلاسه کړل او د همدې کتاب په پای کې د لاهو صاحب بیوگرافي هم په مخه راغله چې د ښاغلي محمداسماعیل یون په قلم لیکل شوې ده، ما یې عکس واخیست او دلته یې تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کوم:

لاهو د خپل فرهنگي ژوند په اوږدو کې، په څو لارو گودرونو کامیابه سفرونه کړي دي؛ د همدې په وجه حق لري چې د څو بعدي فرهنگي شخصیت خطاب ورته وشي: 

۱ ــ په هنري نثر (لنډه کیسه، ناول) کې د اثارو خاوند لیکوال لاهو،

۲ ــ شاعر لاهو.

۳ ــ ژونالست لاهو،

۴ ــ ډرامه لیکونکی لاهو،

۵ ــ انځورگر لاهو.

لاهو د خپلو فرهنگي فعالیتونو په لړ کې گڼشمېر اثار خپلو مخاطبینو ته وړاندې کړي دي چې په میډیا کې یې د دغو اثارو نومونه ډېر یاد شوي دي:

ــ تکې سرې سترگې (لنډې کېسې)،

ــ بلال په وینو کې (شعرونه)،

ــ د شاتو سیند (شعرونه)،

ــ د غوادیگی (د ماشومانو لپاره نکلونه)،

ــ زروجانه (ناول)،

ــ د سنځلو د گلونو فصل (ناول)،

ــ د غره د سر بادونه (ناول)،

ــ راشه کنه مرم درپسې (ناول)،

ــ اوښکه په لمبو کې (ناول)،

ــ شپې او څراغونه (شعري ټولگه)،

اوس به د لاهو د څو بعدي فرهنگي شخصیت پر هر اړخ باندې خبرې وکړم او د توان په اندازه به یې بېلگې هم وړاندې کړم:

۱ ــ په هنري نثر (لنډه کیسه، ناول) کې د اثارو خاوند لیکوال لاهو:

لاهو په هنري نثر (لنډه لیسه او ناول) کې ښې تجربې لري، په دواړو برخو کې یې جلا ــ جلا خوندورې بېلگې خپلو لوستونکو ته وړاندې کړې دي، دا یې د څو ناولونو نومونه دي:

ــ زروجانه،

ــ د سنځلو د گلونو فصل،

ــ ــ د غره د سر بادونه،

ــ راشه کنه مرم درپسې،

ــ اوښکه په لمبو کې.

لاهو د لنډو کیسو په لیکلو کې هم خپل بخت ازمیلی دی او ښې تجربې پکې لري چې «تکې سرې سترگې» نومي ټولگه یې ښه نمونه گڼل کېدای شي.

۲ ــ شاعر لاهو:

نورمحمد لاهو د ښو شعري انځورونو او شعري ترکیبونو خزانه ده، دا چې کله او څنگه دی دا انځورونه او ښکلي ترکیبونه د خپلو مخاطبینود نندارې لپاره وړاندې کوي، دا یوازې په ده پورې اړه لري. اوسمهال یې چې په میډیا کې د شعر کومې بېلگې خپرېږي، په خاصه مینه یې لولم. «بلال په وینو کې» شعری ټولگه یې زما له نظره تېره شوې چې ما ځینې بېلگې ورنه رااخیستې دي. پر دې ټولگه باندې د ننگیال صاحب له لیکلې مقدمې نه مې هم نقل قول رااخیستی دی. د «د شاتو سیند» یې بله شعري ټولگه ده چې ما نه ده لیدلې.

لاهو په میډیا کې ژر ــ ژر د خپلو شعرونو بېلگې نه خپروي، په ځنډ سره یې وړاندې کوي؛ خو داسې څه د خپلو مخاطبینو مخې ته ږدي چې په ریښتیا سره نوي وي او له هره اړخه د حساب وړ.

دا د نورمحمد لاهو د شعر د محبوبیت او قوت نښه ده چې کله ـ کله یې هېوادوال په خپلو ښکلو غږونو کې شعرونه زمزمه او دیکلمه کوي.

دلته به یې د څو شعرونو بشپـړ متن راواخلم او بیا به په دې شعرونو کې نوي شعري انځورونه او نوی ترکیبونه په نښه کړم:

اې غاټوله اې ملګریه!

بیا یو لوی سیند راروان دی

په رنجو ککړې چیغې ورسره دي

له بارانه یې زموږه د کور پته ده غلا کړې

اې غاټوله اې ملګریه!

د زړه داغ ته دې تک تور شم

یوه مرسته درنه غواړم که کوی شې

دغه سیند دې په سره جام کې ځایوی شې؟

له تورغږه یې رانجه راټولوی شې

*****

څه نرۍ ـ نرۍ ماشومې خنداګانې

لکه شرنګ د سرو لمنو په اتڼ کې

د حُباب په آیینو کې شوې بندیانې

اې ریدیه !

په وړو ـ وړو سوکانو

د دې سیند دا ښیښه یي او سپین قفس ورماتوی شې؟

دا معصوم ـ معصوم مرغان یې له څپو الوځوی شې؟

ما درونیسئ چې لوېـږم

اخ ـ اخ ـ اخ !

د ړانده سیند تربهانده سینې لاندې

د ګلاب د تازه ملا د ماتیدلو نارو وسوم

*****

د سحر شیرین نیسمه

خوږ د یار د لمدو زلفو په ګبینه

ته کوای شې د ګلونو آدرسونه د دې اس له پوندو پټ کړې؟

غواړم ستا له پستې ژبې نن دروغجن کلمات واورم

*****

بیا یولوی سیند راروان دی

یوه ونه راته وايي: غواړم پښې دې خپلو پښو سره واوبم

له څپو به دې په دې پلمه را پټ کړم .

آ های! چا زموږه پښې خپلو موزو لپاره وړي؟

د سوسن په سپینو پاڼو تور تصویر زما د پښو دي

زما پښو لاندې ښایست د ځوان انار وینه کې ریږدي

او لاسو مې د غنمو جل وهلې ښاپیرۍ ته

لپې لپې لمبې ورکړې

زما پښې دي ړندې شوې

له لاسو مې عقل تللی

اې ډبرو! اې صابرو ایوبانو !

راشئ ـ راشئ سکوت مات کړئ

زما پښو ته سترګې ورکړئ

او د کهف سپینو تیارو کې

دا زما ویده لاسونه نور راویښ کړئ

په پاسني شعر کې مې څو داسې شعري انځورونه په نښه کړي دي چې تر اوسه ما د بل کوم شاعر په شعرونو کې نه دي لیدلي:

ــ د پښو اوبدل (یوه ونه راته وايي: غواړم پښې دې خپلو پښو سره واوبم)،

ــ ړوند سین (د ړانده سیند تربهانده سینې لاندې)،

ــ د اس پوندې (ته کوای شې د ګلونو آدرسونه د دې اس له پوندو پټ کړې؟)،

ــ د گلاب د ماتېدلو غږ (د ګلاب د تازه ملا د ماتیدلو نارو وسوم)،

ــ درواغجن کلمات (غواړم ستا له پستې ژبې نن دروغجن کلمات واورم)،

ــ پښې له نورو پښو سره اودل (… غواړم پښې دې خپلو پښو سره واوبم)،

ــ د غنمو جل وهلې ښاپېرۍ (او لاسو مې د غنمو جل وهلې ښاپیرۍ ته)،

ــ لمبې په لپو اندازه کول (لپې، لپې لمبې ورکړې)،

ــ د پښې ړندېدل (زما پښې دي ړندې شوې)،

ــ پښې بینا کول (زما پښو ته سترګې ورکړئ)،

ــ ویده لاسونه راویښول (دا زما ویده لاسونه نور راویښ کړئ)،

ــ غږ ته رنگ ورکول (له تورغږه یې رانجه راټولوی شې).

دا لاندې د نورمحمد لاهو د تخلیق بله داسې نوې بېلگه ده چې هرڅه په کې نوي دي، لاهو له کلماتو سره لوبې کوي، داسې یې کاروي چې لږ شاعران به یې کارولی شي:

چې ته لاړې

چې ته لاړې

د هر بوټي له کمیسه لکه وړانګه شین رنګ والوت

ګلابونو غریبی نه ، خپل ښایست په یوه څاڅکي باران خرڅ کړ

د کړکې پر آیینې مې ستا په ګوتو د سپرلي لیکلی نوم

راته د زخم په څير درد کا

څوم کال شو

دې ګردجنې آيينې ته باران لاس ور وړی نه دی

*****

ها دردمنه شنه شپيلۍ، چې

ستایادونه یی سینه کې په نوا وو

زما جسم کې دننه، سره لمبه شوه

چې ته لاړې

ستا په تګ سره دنیا هم شوه بې رحمه

یوه سیند هم تر تا وروسته

خپل یوکب خپلې سینې ته بیا پرینښود

چې ته لاړې

دیوالونو نه کړکیو سفر وکړ

زما لپو نه، مرغیو سفر وکړ

له صحرا نه لکه شرم سور رنګ والوت

ترې مَیینو سرو ریدیو سفر وکړ

راشه، راشه

په پستو، پستو پاپیو

نوره ساه درپسې خیژي د هوسیو

دادې ډير فصلونه وشول

هر ډنډر څخه تصویر د خپل ګل هیر دی

راشه، راشه !

چې له سره حافظه د بوټو بیرته را ژوندۍ شي

راشه، راشه

چې بې تا دا ټوله ځمکه زخمي ښکاري

د پاسني شعر څو نوي تصویرونه:

ــ د بوټی له کمیسه د شنه رنگ الوتل،

ــ شپېلۍ دننه په بدن کې لمبه کېدل،

ــ له دیوالونو نه د کړکیو سفر کول،

ــ له ډنډر څخه د گل هېرېدل،

ــ د بوټو حافظه.

دا یې بله بېلگه:

ارواح پوه نارې مې اورې؟

یو کارغه هروخت راګوري

زما خوب پورې سرې چیغې ګنډل شوي

ټوله شپه د کور له چته له کوکارو ډکې خولې په ما راڅاڅي

هرسهار مې له بالښته لپې، لپې وینې باسم

ارواح پوه ! زه څنګه وکړم؟

یورنګریز دې

ټوله شپه له تورو شپو نه رنګ رالوشي

دڅراغ سپینه رڼا مې راته تکه توره رنګ کړي

*****

ارواح پوه زه څنګه وکړم؟

چې خنجر چیرته د چا پرسینه خښ شي

د سرو وینو نرۍ لیکه یې زما له سترګو څاڅي

ټوله شپه د خوب پرده کې د یو ځوان په سور تابوت

د یوه پلار تڼاکه شوې اوږه ژاړم

*****

په غلا شوي پیغلتوب پسې د پیغلې له شنو کریـږو

په لویدلیو سرو رنګونو

څنګه رسم کړم سندرې؟

د څاه منځ ته د کوم ړوند اچول شوې سپینې چیغې څنګه وڅکم؟

او د خپلې معشوقې د چاودو شونډو

په سرو وینو ککړ قند

څنګه راواخلم له شیدو سره یې وخورم؟

‎ ‎ *****

د یو ځوان د بوټ له چاکه

پرشیشې رابهیدلی تازه زخم چیرته یوسم؟

پرتندي یې د غُربت په ترخو ګوتو

کیندل شوې تیارې کرښې څنګه پریولم

د هجرت په طلايی او تنګ دوزخ کې

چې یې تبه لږ سړه شي

ورته لپو کې مې یخې شنې هواوې

او د مور د ګونځې مخ خوږې ښکلاوې

له وطنه څنګه راوړم؟

*****

ارواح پوه زه څنګه وکړم؟

لمر په خپله دایره کې بربنډ پروت دی

له تیارو څخه خیرات کې رڼا غواړي

او ګلان هم له سپرلي د ټکي رنګ

په تمه سپينه خوله زنګېـږي

هلته ګورې؟

یوې پیغلې خپل ښایست دوکان ته یووړ

په قفس کې سوزیدلې چیغې اورې؟

دیوال ګورې د خپل یخ سیوري له درده لمبه شوی؟

*****

ارواح پوه نارې مې اورې؟

د غنمو له سره اوره مې د سترګو په کاسو کې

کنګل کور ته

څنګه راوړمه سکروتې؟

څنګه پوه شم چې تیارې دلته د لمرکمیس کې ګرځي

او سپوږمۍ څنګه قانع کړم

چې د شپې پر دیواله راځړیدلی تصویر زه یم

دا ترمخه مې روان وری لیوه دی

*****

څنګه وکړم په یوه سترګه ویده شم

او په بله په ریدي

د ړانده تبر د ګوزار لوري ته ومرم

له زخمونو اوبدل شوې سرې بړستن کې

څنګه جوړې د یار شونډې کړم پرهر نه

څنګه حورې طبیبانې کړمه خیال کې؟

څو وحشي لمدې بازانې مهربانې کړمه خوب کې

څنګه ځان ته جنت وپییم د روح په سوي تار کې

لکه گرد ککړ په وینو په هوا شم د هډوکوله قفسه

دې ډبرو ته له خپل وسپنیز پوښه

لکه چیغه راوتل څنګه ورزده کړم

ارواح پویه !

څنګه پوه کړم دا پسونه په دې راز چې

ترلیوه ډيره له شپون ویره پکار ده

*****

ارواح پوه! نارې مې اورې؟

مودې وشوې چې یو چا زما تابوت دی

د لیوانو په بګۍ پورې تړلی

هلته لیرې دویالې په لمده غاړه

یوې وچې ونې شاخ نه

یو کارغه هروخت راګوري

زما له نظره په پاسني شعر کې نوي انځورونه او ترکیبونه ښه په ماهرانه ډول راوړل شوي دي، بېلگې یې دا دي:

ــ زما خوب پورې سرې چیغې ګنډل شوي،

ــ ټوله شپه له تورو شپو نه رنګ رالوشي،

ــ د تڼاکې شوې اوږې ژړل،

ــ سپینې چیغې،

ــ پرشیشې رابهیدلی تازه زخم چیرته یوسم؟

ــ د غُربت ترخې ګوتې،

ــ د هجرت په طلايی او تنګ دوزخ کې،

ــ بربنډ لمر،

ــ له تیارو څخه خیرات کې رڼا غواړي،

ــ هلته ګورې؟

یوې پیغلې خپل ښایست دوکان ته یووړ،

په قفس کې سوزیدلې چیغې اورې؟

دیوال ګورې د خپل یخ سیوري له درده لمبه شوی؟

ــ د غنمو سور اور،

ــ څنګه پوه شم چې تیارې دلته د لمرکمیس کې ګرځي،

او سپوږمۍ څنګه قانع کړم،

چې د شپې پر دیواله راځړیدلی تصویر زه یم

دا ترمخه مې روان وری لیوه دی،

ــ له زخمونو اوبدل شوې سرې بړستن کې،

ــ د روح په سوي تار کې د جنت پییل،

ــ د هډوکو قفس،

ــ ارواح پویه !

څنګه پوه کړم دا پسونه په دې راز چې

ترلیوه ډيره له شپون ویره پکار ده،

ــ د لیوانو بګۍ.

دا هم د نورمحمد لاهو یو بل له انځورونو ډک شعر:

تباشیري ګلان

ستا د سترګو معلم ما ته

فقط دومره لیک لوست وښود

چې یوازې ښکلی نوم دې لکه ګُل په تباشیر

د ښار په ټولو وچو ونو ولیکای شم

د هر ګل په بَکره پاڼه

ستا د شوندو شیریني او سره رڼا هم اوس لوستای شم

*****

بل مې دا هم درنه زده کړل

تا ته څنګه لکه ونه، په قدم، قدم راشین شم

لکه ډکه له مڼو شیرینه څانګه، د باد غیږ کې

په نڅا، له پاسه ځان در وشیندمه

*****

خدای دې ما ته

د ځنګله په شانې ډير لاسونه راکړي

چې مارغان پرې راته تل ستا د مچکو په لَهجه

تودې سندرې زمزمه کړي

یولوی باغ هم راته راکړي د انارو

چې ته کله په خندا شې

لکه ستا پر نرۍ غاړې مرجانونه،

له سینو یې

لپې، لپې یاقوت باد شي

محبت دې زه د هغه ماشوم ویر کړم

چې سوالګره زخمي مور یې وي روغتون کې

او دی غواړي په مبایل کې یې له غږه شیدې وڅښي

په پاسني شعر کې څو نوې انځورونه:

ــ د سترګو معلم،

ــ د ګل بَکره پاڼه،

ــ د ځنګله لاسونه،

په شاعرۍ کې د لاهو بل مهارت دا دی چې جامدو شیانو ته سا ورکوي او کاروي یې لکه په پاسني شعر دا لاندې بېلگې:

خدای دې ما ته

د ځنګله په شانې ډير لاسونه راکړي

***

او دی غواړي په مبایل کې یې له غږه شیدې وڅښي

د لاهو له ښکالوو ډک داسې بل کلام چې ساری به یې لږ لوستل شوی وي:

زخم چې زما د زړه په تاخ کې

لکه سور څراغ بلېـږي

زړه مې بیا په هغه چا پسې خپه دی

چې شین غږ یې،

شنه سهار کې

د مرغیو د سندرو په څير خوږ دی

پر تنکۍ او نارنجي لمن یې پاڼې د زعفرانو

لکه شنې ـ شنې رنا ګانې، راشنې کیږي

زړه مې بیا په هغه چا پسې خپه دی

چې د مینې د خندا په تازه کړَس یې

د غنم ماشومه ونه، پیغله کیږي

او سپوږمۍ یې تمام عُمر

په باران لامده کمیس لاندې اوسیږي

*****

ای په تور رنګ، اې تور شویه، سپین آسمانه !

زه خبرشوم چې ته هم له هغه زخمه په عذاب یې

چې زما د زړه په تاخ کې لکه سور څراغ بلیږي

لکه څنګه هغې ښکلې !

تا نه، لمر، لکه سِکه! په خپل ورغوي کې پټ کړی

همدغسې یې زما د ژوند غمی هم

خپل ټیکري کې غوټه کړی .

نو آسمانه !

مایې مخ لیدلی نه و پرې عاشق شوم

توتکیو یې په باب

ډيرې کیسې وې راته کړې

*****

نو اې سینده !

ته دې ټولې دنګې چیغې ماته راکړه

نن شپه غواړم ستا په ځای زه کریـږې وکړم

پریږده غم دې نن زما په زخمي ستوني

د چړې په څير په وینو باندې سور شي

نن یو بل شانې ماښام دی

نن یو بل شان مایوسي ده

نن یو چا یوه مرغۍ له ټولو ونو ده، شړلې

زما له نظره د دې شعر نوي او ښکلي انځورونه دا دي:

ــ پر لمن باندې د رڼاگانو راشنه کېدل،

ــ د غنم ماشومه ونه، پیغله کېـږي

ــ د سیند دنگې چیغې.

دا یې هم د شعر یوه بله بېلگه:

ته خپه یې!

لکه زړه د مساپرو د دې ښار ټولې کوڅې دي تنکې شوي

سمندر مې وړه لپه کې ویده شو

غواړم ومرم

سړی څنګه خپله لپه کې ځان ډوب کا؟

څنګه شړکنده باران دی

یوڅوک شته چې زما تخرګ کې

هیره شوې شنه چترۍ مې را په یاد کړي؟

کاشکی هروخت زما لاس کې

کنګل شوې پیالې غږ راته کولی

ته خپه یې

او یاران هم لکه زاڼې په سفر راڅخه تللي

په پښو مې سرې سکروتې لکه زخم راختلي

په لوی پارک کې د دې ښار هم کار روان دی

سړی چیرته او د کومې ونې لاندې ستړی جسم خپل هوار کړي؟

هلته ګوره !

څراغ خپلو لوټل شویو رڼاګانو پسې لاړو

ته لا هم لکه ماشوم نه پخلا کیږې

غرقه شپه ده د شرابو میرات مړی دوکان کولپ دی

وه زما په تیاره ژوند خوشاله یاره !

وایه څومره تیارې وڅښم چې نیشه شم؟

څومره درد زخم ته ورکړم چې ته خوښ شې زه ویده شم

اې چاکلیټه !

جواهرو!

اې ګلابه! غږ مې اورئ؟

تاسو خپله ورله ورشئ که پخلا شي !

ورته وایاست چې د باغ د ویالې غیږ کې

څو شیبو کې زړَه شوې یوه دنګه ځوانه ونه هر وخت ژاړي

او خالي تشو لاسو ته

ستا له شنې خوږې لمنې بیرته خپلې شیرچايی شګوفې غواړي

د پاسني شعر ځینې نوي انځورونه:

ـــ سمندر مې وړه لپه کې ویده شو،

ــ سړی څنګه خپله لپه کې ځان ډوب کا؟

ــ او یاران هم لکه زاڼې په سفر راڅخه تللي،

ــ سړی چیرته او د کومې ونې لاندې ستړی جسم خپل هوار کړي؟

ــ څراغ خپلو لوټل شویو رڼاګانو پسې لاړو.

د شعر په باب یو اصل دا دی چې:

«نظم په لغت کې د مرغلرو پیلو ته وايي او په اصطلاح کې هغه کلام دی چې…»

او د لاهو شاعري چې زه گورم او لولم چې دا حکم صدق ورباندې کوي. لاهو د خپلې شاعرۍ په زرین تار کې ډېره موده وروسته (ښايي هره یوه میاشت) یوه مرغلره وراضافه کوي، داسې مرغلره چې هغه د حساب وړ او قیمتي وي او د دې ارزښت ولري چې د لاهو د شاعرۍ په زرین تار کې وپیل شي. دا لاندې شعر یې د همدې قیمتي او حساب وړ مرغلرو یوه بېلگه ده:

سپین آس

لکه د تالندې په چیغې

د څراغ ماته شیشه کې، رڼا ګانې، لکه پاڼې ورپیږي

دلته کلي کې لاهم زموږ کوترې

د سپین آس له شېشنهاري نه، ډاریږي

هغه آس نه،

چې د پښو له تنکي خرَپه یې یو وخت به

دُرخانیو، د آدم د رباب چیغې اوریدلې

هغه آس نه،

چې سپوږمۍ به یې ډولۍ کې، سروغونچو ته

تر زندانه پورې وړله

او قفس کې پروت ریدي ته یی له غره، یاغي هواوې راوستلې

چې به کلي کې رسوا دوه مینان شول

ده، په مینه به وزرې کولې.

*****

دا دې ډيرفصلونه وشول

چې موڅنګه دغنمو لمدې ملاوې طلايی شي

د غاټولو شونډې سرې، پیغله ځواني شي

نسترن د ویالو غاړو کې، وحشي شي

په رڼا د چا د سترګو، هریو بوټی شرابي شی

یوناڅاپه په بمونو باندې بار یوتک سپین آس یې

شنو لوګیو کې ور ډوبه کرونده کړي

شیرچايی دوړې یې پورته په لمبه کړي

*****

دا دې ډیر فصلونه وشول

چې سپین آس هم نه پوهیږي

چې یې ولې د ځوانۍ د خوږ موسم پرسپين بخمل یې

تور بمونه راشنه کیږي؟

چیرته شنه کرونده ګوري د نرګیسو او پیغلوټو رڼا ګانو

بې اختیاره یې په منځ کې لمبه کیږي

مودې وشوې د باچا پر ژبې کولپ دې زنګ وهلی

نه هم څوک کوي له چا دغه پوښتنه :

چې د کلي ښایسته کوترو ولې

د مارانو پر سینو دي، ځانته ځالې جوړې کړي؟

د لاهو د شعر یوه بله بېلگه او د هغه په باب د نورو فرهنگیانو نظریات:

د ګوتو قفس

نه غواړمه پوه شم

پرآسمان د لاجَوَردو غالۍ څنګه اوبدل شوې؟

غواړم پوه شم

له رڼا دلاجوردو تا ته څنګه کمیس جوړکړم؟

ستا د غاړې خوشبويي

د ګل له شونډو څخه څرنګه څښل کیږي

هلته لیرې د غاټولو د نازکې پردې شا ته

له ټوپکه پټه شوې رڼا ګورې؟

او په ځمکه رالویدلې د سپوږمۍ ماتې ټوټې ته

لږ آسمان څنګه په لپه کې راکوز کړم

*****

زما کار دې سره نشته چې ریدی ولې تک سور دی بِنَفش نه دی

زه یم سوچ کې

څنګه وکړم؟

د ریدي د بدن یخه تازه ګي دې د سروشونډو په وچ فصل

په زرغون رنګ نقاشي کړم

او له فکره داسې ساز لکه باران وڅڅوم

چې کرونده دې د زړه ټوله پرې غنم شي

او د شونډو خوږې کرښې دې له نازه

تکې سرې، سرې ونڅيږي ؟

*****

لومړۍ ونه د نوزیږي کوشني شانتې په کوم ځای کې تولد شوه؟

او بیا ولې د ګلاب په څير ماشومه پاتې نشوه

سرکشي یې ولې وکړه؟

دې پوښتنو باندې نه غواړمه پوه شم

غواړم پوه شمه په دې

د اکاسي* د ګڼې ونې د ګلونو دغه سپین او وحشي بوی ته

د لاس ګوتو نه قفس څنګه جوړیږي؟

آ های… زرکې !

د ډبرو ژبه څرنګه زده کیږي؟

او د تورو پردو شا نه ښایست څنګه لوستل کیږي

په خاموشه ګونګه ژبه

لکه پروت د یو ګل سیوری په اوبو کې

ښکلی حِس د محبت څنګه لمس کیږي

او په پای کې غواړم غږ کړم:

آ … های غرونو!

د یار غیږ کې سړی څنګه تیږه کیږي؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

* یوه ونه ده تک، سپين ګلان کوي.

په فیسبوک کې د همدې پاسني شعر له پاره په کامنت کې ښاغلي محمدالله مسعود داسې لیکلي وو:

«واه واه لاهو صیب ډېر اوچت او شهکار شعر دی . دومره ښکلا او خواږه پکې راټول شوي دي ، چې سړی ورته حک پک ودرېږي …

زما د تنکي تخیل تنکۍ مرغۍ یې د دې حسینې جزیرې په رنګینیو کې خورې کړې …

بس دا نو داسې شعر دی ، چې قامت ته یې له سره د هنر پټکي ړنګېږي…

زموږ لاهو دې ژوندی وي.»

ما آصف بهاند په مسنجر او کامنت کې داسې ورته ولیکل:

«سلامونه!

مبارکي درته وایم،

په ریښتیا چې د تورو او کلماتو په شاعرانه جادو سره دې جهانونه د «گوتو قفس» کې ځای کړي دي.»

ښاغلی لاهو کله، کله یو نیم غزل هم لیکي او ښه په تول تللی او سنجیده یې لیکي. دا یې یوه بېلگه ده:

غــزل

لکه زخم په سینه کې زما اوسې

لکه درد هره شیبه کې زما اوسې

یوه یخه د اوبو خوږه چینه یې

بیابان کې په غرمه کې زما اوسې

لکه شین لوګی د عودو په هوا کې

لکه ژیړ رنګ په لمبه کې زما اوسې

ته یو ستوری د میزان یې د خوندونو

د انګورو په خوشه کې زما اوسې

ته د ځان په څير یو خوږ طلایی رنګ یې

د غنمو کرونده کې زما اوسې

لکه وُړ وُړ باران په تږو للمو

لکه کریږې ټوله شپه کې زما اوسې

د نورمحمد لاهو نورو څو نویو شعري ترکیبونو ته پام وکړئ:

ــ څو پیړۍ شوې

زما کور کې څراغ نه دی لګیدلی،

ــ څو پیړۍ شوې،

چې سپوږمۍ هم خپلې تاندې دایرې کې

ټولې پیغلې رڼا ګانې بندي کړي

ــ هغه زوړ شرابي لمرهم ماشوم شوی،

ــ کوم ماشوم چې لکه سیند به ټوله شپه چیغې وهلې،

ــ د ونو حافظه (غواړم بیرته حافظه د زړو ونو راژوندۍ کړم)

ــ د زمان دا سپینې زلفې (د زمان دا سپینې زلفې تورې رنګ کړو)

ــ په یوه ساعت کې څو پېړۍ ژوند کول:

د ځوانۍ وروستۍ شیبې دي

زړه مې غواړي دې لنډ سات کې

څو پیړۍ زندګي وکړم

څو پیړۍ په کړَس وخاندم

څو پیړۍ ــ پیړۍ غمونه

لکه زهر له خولې تو کړم

د قرن ارزښتونه تو کول یا غورځول، د لاهو د بغاوت او سرکشۍ یوه لیونۍ بېلگه گڼم:

«… راته ښکاري د ځوانۍ وروستۍ شیبې دي

زړه مې غواړي دې لنډ وخت کې

څو پیړۍ زندګي وکړم

څو پیړۍ په کړَس وخاندم

څو پیړۍ، پیړۍ غمونه

لکه زهر له خولې تو کړم

د ا د قرن تپل شوي ارزښتونه لکه دروغ ټول مسخره کړم

میخانې په بیه واخلم

د رَز پیغلو سره شپې ــ شپې وناڅمه…»

همدې شعر ته ما (آصف بهاند) د فیسبوک په کامنت کې داسې ولیکل:

«لاهو صاحب ډېره مننه، نوي ترکیبونه، نوې انځورونه او نوی بغاوت دې مبارک شه!

د قرن ارزښتونه توکول یا غورځول، د لاهو د بغاوت او سرکشۍ یوه لیونۍ بېلگه گڼم.»

د لاهو د ټولې شاعرۍ تر لوستلو وروسته چیز فهمه لوستونکي پر دې پوهېـږي چې د لاهو په ککره کې د لاهو په زړه کې او د لاهو په ټول وجود کې له خلکو سره مینه، له وطن سره مینه، له انسانیت سره مینه لکه وینه داسې گډه ده او د دې ټولو ترڅنگ لیدل کېـږي چې کومه ورکه مینه یې هم تخنوي او زوروي او دا هرڅه د ده د شعر په اییٔنه کې په راڼه ډول ښکارېـږي.

لاهو له طبیعت او چاپېریال سره د خپلو اصولو له مخې چلند کوي، هر څه یې چې پکار وي، ورنه اخلي یې د خپل ‌ذهن په لابراتوار کې یې لمبوي، د خپلو ځانگړو شاعرانه تصویرنو په خُم کې یې رنگوي، د خپل ځانگړي شاعرانه سبک جامې ور اغوندي او بیا یې د خپل شعر د ستیژ پر سر، د خپلو مخاطبینو نندارې ته راباسي.

اسحاق ننگیال له لاهو سره پر وطن باندې د خونړي سېلاب د راتگ په کال کې، په ځوانیمرگو شېبو کې معرفی شوی دی او یو بل ته یې د ځوانیمرگو شېبو شعرونه اورولي دي. اسحق ننگیال د لاهو د «بلال په وینو کې» شعري ټولگې په مقدمه کې د همدغې پېژندگلوۍ شېبې داسې انځور کړې دی:

«د ۱۳۷۳ ام کال لومړنۍ شپې ورځې وې او د نوي کال همدا تنگې شېبې، هره شېبه د گولیو او راکټونو، د سرپو او اورونو پر لاسونو قتلېدې او د قتل په همدغه موسم کې مې له یو ځوان شاعر سره پېژندگلوي وشوه. هغه ورځ ټول کابل د گولیو او لوگو له زوره ځنگېده او له دې سره ــ سره چې د راکټونو، بمونو او ټوپکو د ټوخیو او چیغو له زوره مو خپل غږ هم نه شو اورېدلی؛ د شعر چرگۍ ته کېناستو او له هغه زلمي شاعر نه مو وغوښتل چې شعرونه راته واوروي، د وینې شعر، د مینې شعر او د مینو د قتل شعر او هغه ورځ مو د عغه شعرونه واورېدل او دا دی تر ننه شعرونه راته اوروي او هره ورځ شعرونه راته اوروي.»

(لاهو نورمحمد، بلال په وینو کې، خپرندوی: خوشحال فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۸ ل کال، د ننگیال د مقدمې لومړی مخ)

د ننگیال په قول لاهو په قصیده او مثنوي کې ښې تجربې کړې دي او ننگیال په خپلو خبرو کې ورنه غوښتي دي چې: د قصیدې او مثنوي پالنه وکړي. (لاهو نورمحمد، بلال په وینو کې، د ننگیال د مقدمې پنځم مخ)

د ننگیال له پاسنیو جملو نه لوستونکي داسې پوهېـږي چې د لاهو شعر به همداسې په انځورونو سمبال  او له ښکلاوو سره به دوام لري او دا دی دا دوام تر نن پورې، تر موږ پورې را رسېدلی دی، نور هم غني شوی او د شعرو انځورونو نوي گلان یې غوړولي دي چې خوشبو یې تر هر لوستونکي پورې رسېدلې ده.

د لاهو صاحب له همدې شعري ټولگې (بلال په وینو کې) نه مې د ده د کلام دغه بېلگه د نمونې په ډول غوره کړه:

د غوښو صندوق

د غوښو له ټوټو نه ښځینه چیغې راځي:

وای ـ وای! چې د پردیو د لاس گوتې مې پر سرو غوښو پرتې دي

د ایمان ماڼۍ مې وژغورئ نړېـږۍ

*****

د غوښو له ټوټو نه ښځینه چیغې راځي

له زړه نه مې لوگي د لوړ اسمان ښکلي خاوند ته په دُعا ځي

نو اې لوړه ستره خدایه!

زه به څنگه د دې غوښو په صندوق کې د دې خوارې خورکۍ

غوښې پېژنمه!؟؟؟

۰۱/۰۲/۱۳۷۵

(لاهو نورمحمد، بلال په وینو کې، خپرندوی: خوشحال فرهنگي ټولنه، ۱۳۷۸ ل کال، ۳۳ ام مخ)

د لاهو شعرونه کله ــ کله انگلیسي ژبې ته هم ژباړل شوي دي، زما له نظره تراوسه انگلیسي ژبې ته د لاهو د ژباړل شوو شعرونو درې بېلگې تېرې شوې دي. دا لاندې یې دوې بېلگې دي چې ښاغلي همایون مسعود او حکمت الله ملیار کاکړ انگلیسي ژبې ته ژباړلي دي، ښایی دا یې یوازینۍ بېلگې نه وي او نورې بیلگې یې هم ژباړل شوې وي. زه یې په نیک فال نیسم او په بهرنیو ژبو د لاهو د اشعارو د ژباړې د ښه پیل په سترگه ورته گورم:

شرمیدلی آسمان

ASHAMED SKY

‎مودې وشوې

For a long time,

‎یو سړی دلته په لار کې

‎په خپل زوړ او په شلیدلي سیوري پروت دی

A man has been laying on his old and torn shadow,

په لاسو کې یې چترۍ ده

In his hands, an umbrella,

ورسره هم څو ګلان

لکه له میندو خپه شوي کوچنیان ناست دي

Beside him, a few melancholic flowers, like upset children with their mothers,

چې باران ورباندې وپاشي خپل څاڅکي

For the rain to splash some drops on them,

خو باران ورباندې نه شي ځان شیندلی

پیړۍ وشوې چې آسمان له شرمه شین دی

تا پلو کې ورنه ټولې وریځې وړي

But the rain can’t splash itself on them,

It’s centeries that the sky is blue because of shame,

Since, within your scarf you took all it’s clouds from under him.

نور محمد لاهو

Noor Mohammed Laho

زړه تاخچه

The Old Niche

ځه چې بیرته هغو تیرو زمانو ته ورستانه شو

Let’s return to those times gone by,

د ا چراغ به داسې بَل همدلته پریږدو

We’ll leave the lamp lit here,

هغو تیرو زمانو ته به خپل ځان دومره نژدې کړو

We will get so close to the olden days,

چې خندا د ماشومتوب مو بیرته واورو

That we hear our childhood laughter again.

++++++++++++++

ځه چې بیرته هغه وخت ته مهاجر شو

Let’s migrate to that time again,

چې لا ستا سپینو کالیو باندې نیل نه و لویدلی

When your white clothes hadn’t blued yet,

شنو بنګړیو دې شرنګ شرنګ خندا وې نه وې لا زده کړې

Still your green bangles hadn’t learned joyous laughter,

په سلام به شرمیدلې

You had been ashamed to greet me,

او خبرې دې په ژبې لکه قند اوبه کیدلې

And the words had melted on your tongue like sugar loaf.

++++++++++

ځه چې بیرته هغه وخت ته ورستانه شو

Let’s return to that time,

ها چې تا نه پیژندلم ! ماته نه به دې کتلې

When you didn’t know me! You wouldn’t look at me,

زما لاس کې به ګلان و راشنه شوي

The flowers were grown in my hands,

خوشبو یانې به دې نه احساسولې

You didn’t feel their essence,

ځه چې لاړ شو

Let’s go,

لکه عطر د سنځلو هغو څانګو باندې بیا بیرته تازه شو

چې ګلان یې پیړۍ وشوې خاورې شوي

and become refreshed like the scent of oleaster on those branches which’s blossoms had dried centuries ago,

ځه چې لاړ شو

Let’s go,

ځه چې لاړ شو

Let’s go,

دا لکړه !

دا عینکې !

دا پرهیز او دا په ملا کاږه عمرونه

د زمان زړه تاخچه کې چیرته هیر کړو

Let’s forget this cane!

These glasses,

This abstinence and these old age-bent backs,

Somewhere in the old niche of time.

نور محمد لاهو

Noor Mohammed Noormohamad Lahoo

۳ ــ ژونالست لاهو:

لاهو د ژورنالیزم په ډگر کې هم وخت تېر کړی دی، ښې تجربې او کارنامې ورنه پاتې دي.

خو لاهو ما (آصف بهاند) ته په خپله ویلي دي چې په ملي رادیو تلویزیون، د هنراوادبیاتو په اداره کې یې هم ژورنالیستي فعالیت کړی دی او هلته یې د بالمقطع لیکوال په ټوگه ژورنالیستي فعالیت ترسره کړی دی.

۴ ــ ډرامه لیکونکی لاهو:

نورمحمد لاهو د ډرامه لیکلو تجربه هم کړې ده. ده د ۲۰۲۳ ام کال د سپتمبر په شپـږمه نېټه یې د تیلیفون له لارې د خپلو لیکلو ډرامو په باب داسې راته وویل:

«څلور سوه رادیویي ډرامې مې «نو‌ا رادیو» ته لیکلې دي، دا رادیو له کابل نه خپرېده، ممثلینو به زما ډرامې په غږیزه بڼه ثبتولې، بیا به محلي رادیوگانو ته لېـږل کېدې او له هغې لارې به خپرېدلې. د ډرامو ډېره برخه د مخدره موادو پر ستونزه باندې لیکل شوې دي.

۵ ــ انځورگر لاهو:

لاهو انځورگري هم کړې ده او ښه په مینه یې کړې ده، خو هر څه یې تباه شوي دي، له ده سره د خپلو رسم کړو تابلوگانو څو عکسونه او ورسره څو داغونه پاتې دي او بس.

د لاهو صاحب د انځورگرۍ په باب مې معلومات نه درلودل، د لاهو د دې هنر په باب مې د همدې مقالې له‌پاره د موادو د راټولولو په ترڅ کې، د نورو فرهنگیانو په لیکنو ترسترگو شو:

«ښه رسام هم دی.»،

بیا مې سودا شوه چې د لاهو د ترسره کړو فرهنگي کارونو په سلسله کې که د ده د دې هنر په باب څه ونه ویل شي، نو کار به نیمگړی پاتې شي؛ نو هماغه و چې بیا مې لاهو صاحب ته داسې ولیکل:

سلامونه!

د بیوگرافۍ ستونزه به زه حل کړم.

له یو بل هنر نه خو دې زه اوس خبر شوم، ستا انځورگري.

ته به لطف وکړې او د خپلې رسامۍ او نقاشۍ په باب به معلومات راته ولیکې:

ــ څه وخت مو د رسامۍ او نقاشۍ هنر ته مخه کړه؟

ــ څومره اثار مو د دې هنر په دایره کې پنځولي دي؟

ــ ایا اوس هم انځورگري کوئ؟

لاهو صاحب بېرته داسې راته ولیکل:

«سلامونه قدرمن استاده!

انځورګري مې له ماشومتوبه خوښیده، له ځانه سره مې نقاشي کوله. بیانو وروسته یو چا مشوره راکړه له یوه انځورګر سره چی سیدشفیع نومیده شاګرد شوم او د اوبو او روغنی رنګ نقاشي مې ترې زده کړه، بیانو د حالاتو د ګډوډیدو په وجه رانه پاتې شوه، ډيرې تابلوګانې او نقاشۍ مې کله چی دارلمان کی مو کور و، د وحدت تنظیم د جنگیالیو د جگړو په وخت کې له منځه لاړې.

بیانو کله چی سویس ته راغلم، بیرته می نقاشي شروع کړه، دلته یی هم بازار سوړ و؛ بیا مې نو بیخي پریښوده. درې څلور کاله کېـږي چی نقاشي می پری ایښې ده.»

کله مې چې د ده د انځورگرۍ یوه بېلگه ورنه وِوښته، ده په ډېرې مربانۍ سره خپلې دوې رسامۍ راته راولېږلې چې زه دزړه له تل نه مننه ترې کوم.

دا هم د نورمحمد لاهو د انځورگرۍ یوه بېلگه:

په دې ډول د انځورگر لاهو د یوه هنر لمن ټوله شوې ده. که په وطن کې حالات ښه وای او لاهو په هماغې مینه سره چې انځورگري یې پیل کړې وه، خپل کار ته دوام ورکړی وای؛ تر اوسه به یې د انځورگرۍ د هنر په دایره څومره اثار پنځولی وای

 د لاهو په باب د ده فرهنگي دوستانو د نظریاتو بېلگې:

ما آصف بهاند د لاهو په باب تر دې مقالې مخکې دوه مطلبه خپاره کړي دي:

ــ یو شعر، یوه خاطره:

په دې مقاله کې ما د ده د دې جملې: «یوڅوک شته چې ما ته مینه په پور راکړي؟« د شعر په ژبه

 یو ځواب ولیکه چې هماغه وخت په میدیا کې خپور شو،

ــ د نعمان دوست له نظره د نور محمد لاهو د شاعرۍ یو اړخ:

د لاهو صاحب په باب زما دا مقاله هم هماغه وخت په میديا خپره شوه.

نذیراحمد نذیر لاهو صاحب په باب خپل نظر داسې لیکلی دی:

«دا نورمحمد لاهو دی

کابل کې زیږدلی دی، همدلته یې پښتو ادبیات لوستي دي. دوه کتابونه بلال په وینو کې او د شاتو سین یې چاپ شوي دي. ویل یې په شپيلۍ کې دعاګانې مې هم چاپيږي خو دا یې د کلونو مخکې ژمنه وه تر اوسه نه دی چاپ شوی.

ښه رسام هم دی.»

د لاهو په باب د نعمان دوست د نظر یوه برخه:

«خبره دا ده چې دنیا ته هر څوک د یوه خاص ماموریت لپاره راځي. زموږ لاهو شاید دې خاکي کُرې ته د دې لپاره راغلی وي چې د، اغیارو په اصطلاح، په دې دوزخي ژبه د جنتونو په څیر ښایسته شاعري وکړي، داسې شاعري چې شعرونه یې په یو ځل لوستلو زړونو کې حک شي. لاهو، عجیبه او بې تکلفه شاعري کوي. د رنګینو خیالاتو لپاره یې الفاظ دومره په کنترول کې دي چې دا (حیض الرجال) هیڅ تکلیف نه ورکوي او د اعوذ (ذال) ترې په (دال) نه بدلیـږي. سختو ترکیباتو پسې ځان نه ستړی کوي. د هغه هره کلمه ساده، عام فهمه او رڼه وي، خو په همدې سادګۍ کې ترې رنګیني څاڅي. ممکن یو علت یې دا وي چې هغه د رنګونو په امتزاج ښه پوهیـږي، ځکه چې نقاش هم دی. نن مې دا خوږ او له اوو غرونو پناه ملګری پر زړه راوه وریده…»

دغه راز نعمان دوست نورمحمد لاهو یو کاریزماتیک شاعر گڼي، دی د لاهو د شاعرۍ په باب د یوې مقالې په ترڅ کې داسې وايي:

«کاریزما، یوازې د قوارې او ظاهري بڼې نه وي؛ د ځینو خلکو خبرې هم دا خاصیت لري او چې څنګه مجلس کې خوله پرانیزي؛ نو غوږونه ورته داسې څک شي لکه پوخ ربابي چې نوې نغمه سُر کړي.

تاسو به ډیر وخت له داسې حالت سره مخ شوي یئ چې د یو چا خبرې، درته خوند درکوي. دا خبرې کله په ژوندۍ او شفاهي بڼه وي او کله په لیکلې بڼه. کله د شعر په ژبه وي او کله د نثر؛ خو پر تاسو د تاثیر جال را خوروي.

یوه له دغه شان شاعرانو زموږ پخوانی یار ښاغلی نور محمد لاهو  دی. د لاهو شعر چې شروع کړې؛ نو پکې لاهو شې او هغه وخت ترې ساحل ته وځې چې شعر خلاص شي. شعر یې خلاص شي خو اثرات یې تر ډيره پاتې وي. لکه په توده هوا کې چې  سړو اوبو کې له لمبا خلاص شې؛ خو بدن دې ورسره تر ډيره د تازه ګۍ احساس کوي.

د لاهو شعر کله داسې وي چې سړی نپوهیږي د ده اصلي مقصد څه دی؛ خو بیا هم خوږ لګیږي. عیناً لکه د مارغانو ژبه چې هره زمزمه یې ذهن ته طراوت او نشاط بخښي.

د ده شعر تلوسه لري. دا تلوسه د کیسې په شکل نه ده چې اوس به څه کیږي، دا تلوسه د الفاظو خوږلني ده. چې هر لفظ لولې، زړه دې وي چې نور کلمات او جملې هم خوله کې وزبیښې او په لا ډيرو خوږو حلق شیرین کړې.

زه، د لاهو له شعرونو سره آن د ( بلال په وینو کې ) له چاپ مخکې اشنا وم. د دې ټولګې چاپ یې بیخي معتاد کړم. بار بار مې ولوسته، بار بار مې ترې خوند واخیست او بار بار یې وژړولم. دې شعرونو کې دومره زور و چې زما کمزورې حافظې هم تر ډيره وساتل او اوس هم یو نیم پکې خوندي دی.

د لاهو تازه شاعري لا پسې خوندوره کیږي، لکه څومره چې رباب زړیږي او ربابي زړیږي هومره یې نغمې پخیږي او هومره یې اغیز زیاتیږي. نه پوهیږم، د لاهو د شاعرۍ د اغیز تر شا به څه پټ وي؟ خو خبره دا ده چې دا سړی له شاعرۍ پرته نقاش هم دی، د رنګونو په امتزاج واقف دی، د رنګونو په اسرارو خبر دی. دې مهارت یې شاعرۍ ته هم لاره کړې، د رنګونو په څیر یې  په الفاظو کې هم ورته نقاشي اسانه کړې ده.

لاهو، ساده غږیږي؛ داسې لکه د ژمي پیتاوي کې چې له کلیوالو سره بانډار کوي؛ خو هره خبره یې نیغه زړه ته ښکته کیږي.

 بله خبره دا ده چې دی  په وچ زور خیالونه نه پنځوي، اول یې ذهن کې ښه پاخه کړي او بیا د الفاظو داسې کالي ور واغوندي چې د خیاطانو په اصطلاح په ناف برابرې وي.

د لاهو، شعرونه لکه د بریالیو کیسو پلاټ (خاکه) تر ډيره په ذهن کې پاتې کیږي، که الفاظ او کلمات یې پاتې نشي؛ نو یو پټ اثر یې خامخا تر ډېره پر ذهن خور وي…»

د امریکا غږ په «بله ډېوه» نومي پروگرام کې د نورمحمد لاهو پر شاعرۍ بحث شوی دی او په پیل کې بارکوال میاخیل داسې لیکلي دي:

«نور محمد لاهو د پښتو په اوسنیو شاعرانو کې یو له هغو ګوتو په شمېر شاعرانو دی چې شعر یې له نورو شاعرانو جلا رنګ او د شعر ټول خواږه لري. دی تر ډېره نثري او ازاد نظمونه لیکي او تر اوسه یې درې شعري‌ ټولګې چاپ دي…»

استاد رحماني لاهو ته داسې ښکلی شعر ډالۍ کړی دی:

نور محمد لاهو ته!

لاهو شعر دې د خیالونو زرین ټال دی

د ښکلا د شنو غونډیو په سر زانګي

چې سهار شي د یوه خوږ نسیم کوربه وي

چې ماښام شي ښاپېرۍ ورته را دانګي

*****

لاهو شعر دې د رنګونو سرچینه ده

تصویرونه او خوبونه ترې بهېږي

د وړو وړو شېبو ناز یې اخیستی

له خپل زړه له خپلې خاورې زرغونېږي

*****

لاهو شعر دې د رازونو نندارتون دی

سل یې ورونه څه کم زر یې دریڅې دي

طبیعت په کې له هرې خوا موسکی دی

خاطرې دي، اندېښني دي او کیسې دي

*****

لاهو شعر دې د ارواوو په صحرا کې

د انسان د سرګردانه وجدان خوب دی

مبلغ د پاکې مینې دی، فرمایي:

محبت خو یو سپېڅلی لېونتوب دی

*****

لاهو شعر دې لکه ځل د سپینو ستورو

د پښتو د دنګ قامت شور او ښکلا ده

په لمن کې یې”د شاتو سیند”*روان دی

د لټون او ریاضت بېله دنیا ده

۱۴۰۰، د لیندۍ ۷ مه. کابل

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

* د لاهو صاحب شعري ټولګه

ښاغلي حمیدالله همیم د لاهو صاحب په شعر کې یو څو ترکیبونه په نښه کړي دي، په لاندې ډول:

«خوږ استاذ نورمحمد لاهو او پښتو ترکيب :

په دې نه غږېږم چې ترکيب څه؟ څنګه او څو ډوله دی

تنها د قدرمن استاذ په خوږو شعرونو کې ترکيبونه راسره ولولئ:

۱-پېغله نڅا

۲-لمدې چيغې

۳-دبادسوړ موزيک

۴-داور تودې ګوتې

۵-دايرو حافظه

۶-ژوبله تڼی

۷-داوبو لمبې

۸-بې حسه رڼا

۹-سپينه تودوخه

۱۰-تنکی چيغې

۱۱-بې سيوري ساړه

۱۲-دمينې څادر

۱۳-په رنجو ککړې چيغې

۱۴-ماشومه خندا

۱۵-تور غږ

۱۶-واړه سوکان

۱۷-دسيند ښيښه يې قفس

۱۸-معصوم مرغه

۱۹-ړوند سيند

۲۰-بهانده سينه

۲۱-دګلاب تازه ملا

۲۲-دلمدو زلفو ګبين

۲۳-کنګل اورونه

۲۴-جل وهلې ښاپېری

۲۵-لپې لپې لمبې

۲۶-شيرچايې سيوری

۲۷-ړندې پښې

۲۸-خوږه تودوخه

۲۹-وحشي اوبه

۳۰-ويده لاس»

په پای کې د نورمحمد لاهد د شعر دوې نورې بېلگې:

د عسکر خوب

عسکر سر د خپل ټوپک په شپیلۍ ایښی

بیا د خوب په کرونده کې یې

پاخه غنم شنه شوي

عسکر بیا د خپل کاله د بام د پاسه

دا څو ورځې د کارغانو دورې شمیري

هلته لیرې یوکس ناست دی

خپل لستوڼي یې شکولي

خړوي لګیا دی ډنډ زموږ د وینو

طلايي کبان یې ډيردي نښه کړي

*****

عسکر سر د خپل ټوپک په شپلۍ ایښی

د خپل زوی د ناکامۍ پارچه یې سترګو کې تاویـږي

د میرمنې د دوا نسخه یې باد ترې پټه کړې؟

باد په خپلو سویو کریغو یې

د مور زګیروي ورژباړي

موریې بیا په جای نماز ده

په دعا، دعا خوب وړې

*****

عسکرخوب کې

جنازه بیا د کوترو ولمانځله

یوغټ څاڅکې یې له سترګو نه راورغړېد او مات شو

د ټوپک تورې شپیلۍ باندې دمه شو

شیبه نه وه لا وتلې عسکر ورو په څنګ راورغښت

له ټټره یې د وینو لارې، لارې لیکې راغلې

یوڅو کرښې یې پر ځمکه لیکه، لیکه راوکښلې

تورې شپې يې له حیا په خپل ټیکرې کې

دغه کرښې کړې راټولې .

*****

دادی ډيرکلونه تیر شول

یوې دنګې ښایسته لوړې ماڼۍ کې

چی لاهم د دې عسکر په نوم جامونه پورته کېـږي

هیچا هم له بله ونه کړه پوښتنه:

چې هغه شپه عسکر څه پر زمکه وکښل؟

دا د نورمحمد لاهو د کلام هغه وروستۍ بېلگه ده چې د ۲۰۲۳ ام کال د سپتمبر پر لسمه نېټه خپور شو او ما هم د ده د کلام د وروستۍ نمونې په ډول دلته راواخیست:

د څپو وحشي ویر

بیړۍ !

زه نور ستړی شوی یم سفر نه

لکه وچه، ژیړه پاڼه د یو باد ترخه لمن کې .

نن مې ته بوځه کوم ځای ته چې دې زړه وي

زه نن نه غواړمه لار درته وښایم

*****

بیړۍ!

غواړم د دې تور توپان د سویو چیغو منځ کې

لکه بوره د مړه زوی سرته له ډيرې ژړا وروسته شم بیهوشه

د څپو له دې تک سپین او له وحشي ویر سره یو ځای

همدا هسې بې پروا په مخه درومه

نن له مانه د چا پته

او د کور لاره مه غواړه!

*****

اې د سیند د غاړې بوټیه !

زموږ دواړو تقدیر یو دی

زما ستړې ـ ستړې مټې

ستا د شنو لاسو په څیر

د اوبو وړیو په چیغارو زخمي کیږي

زه او ته د مرستې نه یو

غبرګ لاسونه مو ماتیږي

که له مینې څخه تښتو

زندګي بې مانا کیږي

نو بیړۍ!

دا د سیند د غاړې بوټی هم راواخله

*****

نو بیړۍ !

ستړی شوی یم سفر نه

غواړم خپل جسم ته ستون شم

تیاره راوله اې خدایه

لمر مې ګوتو کې د زخم غوندې درد کا

رڼاګانې مې پښو لاندې ماتیـږي

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب