د ژمي اوږدې شپې د كيسو شپې وې، دود داسې و چې له ماښام وروسته به ډېر ماشومان د سلطان كاكا په كوټه ورننوتلو او له هغه نه به مو د كيسې ويلو غوښتنه كوله. هغه به ځنډ كاوه خو اخير به راضي شو چې كيسه پيل كړي. هغه به په ډېر خوند كيسه كوله، د تېرو زمانو كيسې به يې ويلې. خلكو به متل كاوه، ويل به يې چې قرآن خو هر څوك وايي؛ خو خوله د ملا شاه گل غواړي، مطلب دا چې كيسه به هر چا ويله؛ خو د كاكا سلطان په ريتم او اهنگ چا نه شوای ويلې. هغه چې به په كيسه پيل وكړ، تا به ويل چې ادم خان خپله هم دى دى. خشكيار هم د ده همزولي و او فتح خان او كرمي سره هم كاكا سلطان په يوه كوڅه كې لوبې كولې. د ماشومانو او كورنيو په راټولېدو سره به هر يو خپله غوښتنه تكراروله. يو بل ويل: «كاكا نن د ماموني او شېرعلم كيسه وکه.» بل به ويل، نه د خشكيار او شاترينې كيسه وكه، او بل به ويل: «مړه پرېږده، كاكا ارومرو د فتح خان او كرمي كيسه کوي.»
يوه شپه همداسې سلا وشوه چې كاكا سلطان د فتح خان او كرمي كيسه وكړي. هغه په ټولو ناستو لويانو او ماشومانو غږ وكړ، هلكو ستاسو ټولو خوښه ده چې د فتح خان او كرمي كيسه درته وكړم. ټول به په يوه غږ ويل: «كاكا شروع كه هو، همدا كيسه وكه.»
نو بيا به سلطان كاكا غاړه صافه كړه او ويل به يې زه به درته كيسه وكم. تاسو ورته ښه غوږ شئ.
هغه به په يو جگ غږ ناره كړه:
«كرميه، كرميه! ډمه ته د بدو ناوړې. پادشاهي لارې وهي، تومت به راوړې.»
نو بيا به هغه پيل وكړه، نه و نه و يو باچا و!
باچا ته خداى ډېر زور او توان وركړی و؛ خو تاسې ته دې وويل شي چې دې باچا اولاد نه درلود. زوى يې نه درلود چې د هغه باچايي پرې راټينگه كړي؛ نو هغه و چې تل به په اندېښنه كې و، وزير ته يې وویل، وزير هم ورته كوډگر او جادوگر حاضر كړل. كوډي او تاويزونه يې وكړل، دمونه او اوراد يې وويل، حلواگاني او نذرانې يې دم كړې؛ خو مه دې شه په دې كارونو. هېڅ شي او هېڅ كار اثر ونه كړ. د هغو كوډو او تاويزونو هم اثر ونه كړ؛ خو د ورځو نه يوه ورځ وه چې يو هيبتناكه ملنگ چې كند او كچكول يې څنگ ته پروت و، اوږدې څڼې يې په اوږو راځوړندې وې، اوږده قبا يې تر بجلكو رسېدله. په دروازه كې هل كوي او خیر غواړي.
د باچا له قصر نه د باچا يو ښايسته وينزه له يوې كاسې غنمو سره دروازى ته راځي. ورته وای ملنگ بابا دا دې شكرانه!
ملنگ ورته گوري، غنم بوى كوي، په خوله غږ نه كوي، اخير دومره ورته وايي:
«زه ستا د شكرانو وږي ملنگ نه يم، ورشه بې بې ته وایه چې ارمان دې وايه چې په خوبونو كې دې كتلم اوس درته په ويښه راغلم. وایه، مراد دي چې حاصل كړمه مراد ستا، په بركت د وليانو، پيغمبرانو او د ځمكې او اسمانونو د جوړوونكې او رغوونكي چې د دولس كالو غرقې بېړې يې له سمندره راوويستې. لمر سهار راخېژوي او ماښام يې ډوبوي او بيا سهار له بله ځايه راپورته كېږي، وايه امر دې، سوال دې قبلېږي، سوال د صادقانو متقيانو په امر؟»
وينزه بېرته د باچا ښځې ته ورځي او دا كيسه ورته كوي، هغه حيرانېږي وایې:«عجبه ده؟» را بهر كېږي او پخپله ملنگ ته راځي، ملنگ وايي: «زه خبر يم چې ارمان لري په زړه كې. هم د شپو او هم د ورځې خبردار له اندېښنو يم. وایه سوال دې چې قبول شي په درگاه كې، رب به وكا خپل رحمونه رحمتونه هم به حال شي په مراد ستا.»
بې بې وويل: «څو كاله كېږي چې واده شوې يم؛ خو زما زوى نه كېږي. د باچا باچايي ته غم وړې يم باچا هم دلگېر دى.»
ملنگ وركړله، لكړه وينزې ته. ویل، ورشه په انگړ كې د مڼې ونې ته يې گوزار كړه، چې مڼې ترې نه راتوې شوې ما ته يې راوړه. وينزې دا كار وكړ. له وني مڼې راتوې شوې او له هغو يې هم د باچا مېرمنې او هم وينزې ته وركړي، ويل:«دا وخورئ په قدرت د رب به وشي ستاسو كور كې ماشومان. هم به جوړه پادشاهي كړې او هم به وران كاندې روزگار د بادشاهي د ميرڅمنو. هم به ټينگه بادشاهي كړي خو هغه چې حلالي له پلاره نه وي هم به وپلوري هر څه په بازارونو د جهان. يو به ساتي پادشايې ستا د سلطان او بل به پلوري بادشاهي د خپل سلطان. غم مو ليري شه له كوره نور به نه وايم داستان.»
هغو دا كار وكړ، ملنگ له دروازې رخصت شو. غنم يې وانه اخيستل، كند او كچكول يې غاړې ته واچول، په لويه لاره روان شو، بي بي او اوينزې ورته له ورايه ليدل چې په نيمايي لار كې ملنگ په بړبوكي بدل شو، لوگي شو او اسمان ته وخوت.
دواړه د تعجب او حيرانۍ په څپو كې ډوبې شوې، سلطان چې كيسه تر دې ځایه وويله، بيا يې د كرمي ناره بيا تازه كړه.
كرميه، كرميه! ډمه ته له بدو ناوړي، بادشاهي لارې وهي، تومت به راوړې.
په دې نارې سره به ټول چوپ شول، ماشومان به هم د ميندو په غېږو كې له سنگېدو لاس پر سر شول؛ خو يوازې د سلطان كاكا قلقله به وه چې د كوټې په فضا كې به تاوېده.
بيا د يكه زار غږ كوي وايي: «كرميه چې غم نه وې ته غم راوړې. كه به زما په دوعا كېږي كرميه پر لم غوټه سپرو واوړې.»
كاكا ويل، د تقدير كارونه گوره زما وروره، چې كال تېر شو هم باچا د زوی دادا شو او هم د وينځې غېږه ډكه له اولاد شوه. وينځه چې د باچا خدمتگاره وه او بې نكاح ښځه يې وه، هم اميداواره او د زوي مور شوه، باچا په خپل زوی د فتح نوم كېښود او د وينزې په زوې يې د كرم خان نوم كېښود، ورځې شپي لكه د سترگو رپ كې تېرې شوې. دواړه زلمي شول. په شونډو يې لاس راښكود اوازونه يې ډډ شول؛ خو دواړه د دوه بېلو لارو كسان شول.
فتح خان د خلكو او د پلار د رعيت غمخور و، او كرمي خو به څه درته وايم چې چېرته به بد كار و، هغه به يې كاوه، هر مازديگر به زخمي كورته راتلو، زمانه بدله شوه. وختونه واوښتل، خلكو به ويل هر زمان او هر وخت هم كرمي لري او هم فتح خان.
***
د سلطان كاكا كيسو به په شپو شپو دوام كاوه. موږ چې به سهار كوڅو ته راووتلو؛ نو زموږ په ډله كې به يو د خير او له نورو سره د جوړجاړي او د نېكو خصالو خاوند فتح خان شو؛ خو هغه چې به پوره بدمعاش، غل، د لارو لوټمار و او د خلكو د زورولو اتل وو نو هغه ته به مو كرمي ويل. د كرمي كركټر داسې هغه څه و چې ارزښتونه يې نه پېژندل، د اخلاقو په لار نه و تېر شوى او نه د دود دستور تابع و؛ نو داسې يو كس به د كرمي رول درلود. ځينو به د ټوكو په خاطر هم دا كركټر ځان ته غوره كاوه، د كرمي كركټر به د نورو جيبونه شكول. د نورو مال او حق به يې خوړ؛ خو پخپله به هم په هېڅ دود دستور پاي بند نه وو.
خو سلطان كاكا به كله د كيسې په منځ او پاى كې ويل: «گورې چې له ياده مو ونه وځي، له ادمه تر دې دمه دا د خداې امر دې چې ځيني به فتح خانان وي او ځینې به كرميان وي. كرمي چې د بي نكاح ښځې او د كنيزي زوى و مور يې نه پېژندله؛ نو هغه چې مور نه پېژني، په اسانه پرې سودا هم كول شي.»
سلطان كاكا به ويل: «كيسه رانه اوږديزي، كله چې كرمي او فتح خان دواړو له ملكه بهر ودانگل او د گوارو په كلا كې دېره شول، فتح خان به هره ورځ د مغلو له لښكرو سره په جگړو بوخت و، هره ورځ به يې قرباني وركولې؛ خو كرمې به له فتح خانه پټ په پټه سازشونه كول، د مغلو په دسترخوان به يې ځان مړاوه، هغو ته به يې د فتح خان د لښكرو او مېړونو په باب رپوټونه وركول.»
هماغه وو چې فتح خان په جنگ كې ماتي وخوړه، فتح خان له مغلو سره بندي شو. په زنځيرونو وتړل شو، كړاوونه وركړل شول، لاسونه اوهډونه يې په سرو سيخانو وداغل شول، لوږه او بې خوبي وركړل شوه او دا هم ورته وويل شول چې نور به د وطن او د پلار د باچا يې نوم په خوله نه اخلي.
خو له بلې خوا كرمی سرې سترگې گرځېده، كله به يې د مغلو بيرغ په اوږو و او كله به يې د مغلو سندره په شونډو او خوله سپره وه، هغه ته دا مهمه نه وه چې د خپل قوم د بړیڅو د قوم درنه ووايي؛ بلكې هغه ته د دونيا متاع او سود اهميت درلود؛ نو ځكه يې خپله كنيزه مور په څو ټنگو په مغلو وپلورله.
بيا به سلطان كاكا د كيسې په منځ منځ كې غږ او ناره كړه:
«لاس يې وتړئ، ځوانانو نوكرانو
فتح خان د باچاهانو گناهكار دى.»
د قسمت كارونه گوره چې فتح خان ته به هر وخت ويل كېدل چې ته ډېر پياوړې او زرور اتل يې، له تا سره د خپل قوم او خلكو عزت او قدر شته؛ خو ته بايد دا هېر كړې، دا ځكه چې اوس زموږ راج دى او زموږ په راج كې دا مهمه نه ده. مهمه دا ده چې له هر څه نه زموږ په گټه تېر شي؛ خو كرمي له دې ټولو ناخوالو سره سره بيا هم په بازارونو او ماركيټونو سر وو، يوه بنجاره ته كښېناست او له هغه سره يې په پټه سودا وكړه، خپله كنيزه مور يې چې له ځانه سره گرځوله، په يوه تور بنجاره وپلورله؛ خو دا مهال په دې لټه كې و چې فتح خان خو غرب و غوراب دى؛ نو راځه د رابياگلې كيسه هم ختمه كړه او په ښه بيه يې وپلوره. څه به مو سر خوږوم چې كرمې نو په داسې مستۍ كې و، چې په هېڅ شي اړ نه و؛ نو له يو بل ډېر لوی بنجاره سره يې چې شنې سترگې يې درلودې او سور چمبه مخ يې و، سرخي او سپيدو خورجين به يې څنگ ته پروت و، هغه يې پيدا كړ. پرېكړه يې وكړه، چې ډېرې پيسې او دولت ترې ترلاسه كړي او د رابياگلې واك او اختيار هغو ته وسپاري.
كرمى لا د بنجارې په مخ كې ناست و چې مومن خان پرې راپيښ شو، د مومن خان په ليدو يې رنگ وتښتېد، هغه ترې پوښتنه وكړه، دلته څه كوي؟
خو كرمې ځان ناچاره او ناخبره واچاوه، دا او هغه بهانه يې وكړه. مومن خان ورته وويل: «خبر يم چې مور دى پلورلي ده.»
هغه ټكني شو، ویې ويل تا ته چا وويل؟ دا دروغ ده، مور د پلورولو نه ده.
ــ منكرېږه مه، ما ته هغه تور بنجاره وويل چې كنيزه اوس زما شوه.
خو بيا يې وويل، نو له ما نه خو يې هغوى چې ورسره ده ښه ساتي، زه خو اواره او سرگردانه يم، زه خو يو سپاهي يم. خو مومن خان ورته وايي: «له بدو كارونو لاس واخله. كنه نو عاقبت به دې خراب شي كه فتح خبر شو بيا به دې ايره كړي، كرمى ترخه خندا كوي او مومن خان تري تېرېږي.»
خو له بلې خوا رابياگله همداشان په كلا كې ايساره ساتل كېږي، بيا هم ورته په كراتو وايي نن دي كه سبا دى دا مال د زرغون شاه دى. بېرته به خپل قصر او كلي ته ورستنه شي، فتح خان به هم خلاص شي. د خاني نغاره به دې بيا وډنگېږي.
خو دا هغه څه دي چې نه خو پرې د رابياگلي باور راځي او نه پرې د فتح خان سر خلاصېږي. كرمي لكه څنگه چې د خپلو مرييانو سره په رڼا ورځ خپله كنيزه، مور وپلورله دا وار يې د رابياگلې لپاره هم ډېر مشتريان راپيدا كړل؛ خو په هغو ټولو كې يې په يو شين سترگې بنجاره باندې سترگې ښخي كړي وي او له هغه سره يې سودا پخه كړي وه.
كرمي به ويل: «شين سترگې بنجاره زور لري، ثروت لري. قوت لري، او راج يې په ټوله سيمه چلېږي، نو بايد بيا له هماغه سره سلا وشي.» رابياگله له دې پټې معاملې خبره نه وه يا نه خبرول كېده، فتح خان هم د پيل په غوږونو كې پروت و، شكنجې او كړاوونه يې گالل لوږي او فقر تر دې حده رسولي و چې د خپل واك او اختيار كيسه ترې هم له ياده وتلې وه.
كرمي نه غوښتل، فتح خان له دې كيسې او پټې معاملي خبر شي، ځكه پوهېږي چې كه فتح خان خبر شي؛ نو بيا د هغه د جنون او لېونتوب د ټينگې هېڅوك نه دي، د كنيزې زوى خو به په هماغه ورځ ايره ايره كړي او رابياگله به بيا خپلې ماڼې ته راستنه شي؛ خو نه! داسې نه ده.
فتح خان اوس بي هوشه دى. له خپلو مټو، لاسونو او پښو تړل شوى دى. وس او توان يې ورك دى. كېداى شي نور خپل روح حق ته وسپاري او په قبر يې شناختې ودرېږي چې بيا د كلي نجوني او زلمي پرې اوښكي توى كړي او د گلانو گېډي پري وشيندي.
نو اوس كيسه لاړه بكر ته اوموږ لاړو شكر ته.
د جولاى ۴، ۲۰۲۰
لندن