شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد تېرې شپې د زلزلې مرکز په پغمان کې و

د تېرې شپې د زلزلې مرکز په پغمان کې و

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۷) د امریکا د جیالوجیکي سروې اداره وايي چې د کابل د تېرې شپې (دوشنبې) د زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۶ درجې و.

تېره شپه په ۸ بجې او ۳۶ دقیقې دې زلزلې پلازمېنې کابل او د هیواد یو شمېر نورو سیمو ته سخت ټکانونه ورکړل.

په پیل کې ځینو خلکو فکر کاوه چې چاودنه شوې ده.

سره له دې چې د زلزلې ټکانونه شدید ول خو د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د افغانستان له هیڅ ځایه د مرګ ژوبلو او د پام وړ تاوانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

د امریکا د جیالوجیکي سروې اداره وايي چې د زلزلې مرکز د کابل ولایت په پغمان ولسوالي کې تر مځکې اووه نیم کیلومتره لاندې و.

دا له ډېرې مودې وروسته لومړی ځل و چې زلزلې له پغمانه سرچینه اخیستې. تر دې وړاندې د افغانستان او سیمې د اکثرو زلزلو مرکز د هندوکش غرونو په لړۍ کې په بدخشان ولایت کې و.

هندوکش د زلزلو لوی مرکز ګڼل کېږي.

د ۲۰۱۸ م کال په مې میاشت کې یوې زلزلې، چې مرکز یې په بدخشان کې و او ۶ اعشاریه ۲ ریښتره شدت یې درلود، د افغانستان د شمال په ګډون اسلام اباد او د تاجکستان دوشنبې هم ولړزول.

خو د ۲۰۱۵ م کال د اکتوبر زلزلې، چې شدت یې ۷ اعشاریه ۵ درجې و، په افغانستان او پاکستان کې نژدې ۴۰۰ تنه مړه کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب