پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهولسمشرۍ ماڼۍ: سپیدار تر اوسه خپل وزیران ارګ ته نه دي معرفي...

ولسمشرۍ ماڼۍ: سپیدار تر اوسه خپل وزیران ارګ ته نه دي معرفي کړي

‎ خبریاله: عاقله اسد(دوشنبه،د سرطان ۱۶) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، سپیدار ماڼۍ تر اوسه وزیران ورمعرفي کړې نه دي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن (دوشنبه) په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د سپیدار ماڼۍ د وزارتونو د کاندیدۍ لپاره د کاندیدانو لست تراوسه ولسمشرۍ ماڼۍ ته نه دی رسېدلی؛ له همدې امله د کابینې د غړو معرفي ځنډلې ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل چې لیست ممکن د ملي شورا له دوبنۍ رخصتیو وروسته بشپړ شي. له قانون سره سم، د افغانستان د ملي شورا غړي د اسد له لومړۍ څخه د ۴۵ ورځو لپاره د اوړي رخصتي لري څو خپلو اړوندو ولایتونو ته لاړ شي او له خپلو موکلانو سره د هغوی پر ستونزو او غوښتنو خبرې وکړي.

له دې وړاندې، وکیلانو په حکومت غږ وکړ چې ژر تر ژره د کابینې وزیران ور وپیژني ترڅو د باور رایې ترلاسه کړي، او هم د ادارو او وزارتونو د سرپرستانو په اړه موجودې اندیښنې پای ته ورسوي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد میرزا کټوازي څو ورځې وړاندې وویل چې ولسمشر او د ملي پخلاینې شورا رییس د کافي وخت له لرلو سره سره تر دې دمه نه و توانیدلي چې خپل وړاندیز شوي وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي.

د سیاسي هوکړې له مخې، د عبدالله ته د ۱۱ وزارتونو څوکۍ  په پام کې نیول شوي چې کاندیدان ورته معرفي کړي. عبدالله باید دا ۱۱ څوکۍ د خپلو متحدینو په منځ کې وویشي.

خو داسې ښکاري چې د عبدالله په ټیم کې د چوکیو د وېش پر سر اختلاف دی. او هغوی ته ستونزه له دې کبله هم پیدا شوې چې باید لږترلږه دوو وزارتونو ته ښځینه کاندیدانې معرفي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب