یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهصدیق پتمن د خوست والي وټاکل شو

صدیق پتمن د خوست والي وټاکل شو

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۶) د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال محمد صديق پتمن د خوست د والي په توګه وټاکل شو.

د سیمه‌ ييزو اورګانونو ادارې نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د ۸۰۶ شمېرې حکم په اساس، محمد صديق پتمن د خوست د نوي والي په توګه وټاکل شو.

ښاغلی پتمن د حامد کرزي د حکومت په مهال د اوږدې مودې لپاره د پوهنې وزارت تدريسي مرستيال و او د ۲۰۱۴ م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د اشرف غني د انتخاباتي ټیم یو له مهمو فعالانو څخه و خو د ولسمشرۍ له انتخاباتو او د ولسمشر غني له غوره کېدو وروسته ښاغلي پتمن له ښاغلي غني سره لار بېله کړه. د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې یو وار بیا د ولسمشر غني ټیم ته راواوښت.

د خوست د اوسني والي حلیم فدايي د نوې دندې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویل شوي.

حلیم فدايي د میدان وردک په شمول په څو ولایتونو کې د والي په توګه دنده اجرا کړې ده.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې له ښاغلي فدايي د خدمت په خاطر مننه کړې ده.

خوست په وروستیو دوو لسیزو کې د پام وړ پرمختګ کړی او په نسبي ډول یې امنیت هم ښه دی.

په وروستیو ورځو کې له پاکستان سره د غلام خان بندر لار پرانیستل شوه چې د خوست د اقتصادي ودې لپاره مهمه لار ګڼل کېږي ځکه چې د کابل او کراچۍ ترمنځ د سپین بولدک او تورخم په پرتله نژدې ده.

په همدې حال کې د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې په وړاندې او د ولسمشر په منظورۍ محمدداوود کلکاني د سمنګان د والي په توګه ګومارل شوی دی.

تر ده وړاندې عبدالطیف ابراهیمي د سمنګان والي و. ابراهیمي د ولسي جرګې د پخواني ريیس ورور دی.

همدا راز عبدالغفور ملکزی د نورستان، رحمت الله یارمل د لغمان او ستر جنرال تاج محمد جاهد د بغلان والیان ټاکل شوي دي.

1 COMMENT

  1. ددی خبر په اوریدو سره مخترم محمد صیدیق پتمن صاحب ته مبارکی وایم۰
    دخوست درانده پشتانه خلک د میلمه قدر کولو کشی خاص نوم لری۰
    خدای دی وکړی چه پتمن صاحب خپله وظیفه په یو نیک فال ونیسی۰
    مننه رازمحمد کامه وال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب