پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+پښتو قومي نصاب او د ماشومانو نظمونه

پښتو قومي نصاب او د ماشومانو نظمونه

پروفیسر ډاکټر محمدزبېر حسرت
(د اول نه تر پينځم جماعت)
پښتو يوه زړه ژبه ده چې د زرګونو کالونو راهسې د دې ځاے د اوسېدونکو تر مېنځه د ابلاغ د ټولو نه لويه ذريه او وسيله ده ـ زمونږ د پښتو ثقافت او رواياتو اماننداره ده ـ دا ژبه د پښتو شعر او ادب په مرغلرو مړه پټه او غني ده ـ د دې ژبې د ويونکيو خپل د زرګونو کلونو تاريخ ، ثقافت (دود دستور ، رسم او رواج ) روايات او ټولنيز قدرونه دي چې دا ژبه ئې د دني د بدلونونو نه په امن و امان کښې ساتلې ده او په دې عمل کښې زمونږ د ژبې د شاعرانو اديبانو ، پوهانو او دانشورانو ډېر لوے کردار دے چې په خپلو فکرونو او خوږو نغمو ئې ورله سرڅڼه کړې ده ـ
د مورنۍ ژبې د تدريس د اهميت اندازه له دې خبرو په اسانه لګېدے شي چې هر انسان په خپله مورنۍ ژبه کښې په غوره ډول د خپلو خيالاتو احساساتو او جذباتو څرګندونه کولے شي ـ دا د مورنۍ ژبې برکت دے چې يــو بنده پــه خپله ټــولنه کښې ځـــان لــه ځاے پېدا کړي ـ د نورو ژبو په نسبت د مورنۍ ژبې زده کړه هم په اسانه کېدے شي ، هم دغه وجه ده چې اکثر ترقي يافته ملکونه خپلو ماشومانو له په مورنۍ ژبه کښې تعليم ورکوي ـ د مورنۍ ژبې په برکت ماشومان په بحثونو (Reasoning) کښې ډاډه برخه اخستے شي چې په نتيجه کښې ئې عقلي پوهه او دانش (Intellect) وده ومومي ـ د علم د حصول دپاره سوچ (Thinking) د يوې الې کار ورکوي ـ سوچ کول صرف او صرف په مورنۍ ژبه کښې کېدے شي ـ د ذاتي خيالاتو څرګندونه هم د بلې ژبې په نسبت په مورنۍ ژبه کښې په غوره ډول کېږي ـ پښتو ژبه صرف په خېبر پښتونخوا کښې او قبائيلي سيمو اکثر يتي ژبه ده ـ د بلوچستان د نيمې نه زياته برخه کښې پښتو وئيلے شي ـ په ګاونډي ملک افغانستان کښې د دري او فارسۍ سره سره پښتو هم تعليمي او سرکاري ژبه ده چې د مختلفو فنونو او سائنسي مضمونونو لکه د مېډيکل او انجنئيرنګ تعليم په پښتو ژبه کښې ورکولے شي ـ
پښتو ژبه دا وخت د اقوام متحده د ژبو د ترتيب وار لسټ (List) مطابق په درې دېرشم (٣٣) نمبر او په پاکستان کښې په دوېم نمبر لويه اکثريتي ژبه ده ـ د يوې اندازې مطابق د دنيا شپږ پنځوس ملکونه د رېډيو په چېنلونو پښتو خپرونې کوي ـ دا شان د ځينو ملکونو ټي وي چېنلونه هم پښتو خپرونې لري ـ د خېبر پښتونخوا په اکثرو پوهنتونونو کښې د پښتو د بي اېس ، اېم اے ، اېم فل او پي اېچ ډي پروګرامونه شته ـ ددې نه علاوهن د علامه اقبال اوپن يونيورسټي اسلام اباد ، قائد اعظم يونيورسټي اسلام اباد ، نمل اسلام اباد ، بلوچستان يونيورسټي او پنجاب يونيورسټي کښې هم د پښتو ژبې او ادب د درس او تدريس لړۍ جاري دي ـ
د ډېرې مودې راهسې ددې خبرې ضرورت په سختۍ سره محسوسېدۀ چې پښتو ژبه دې په سکولونو او کالجونو کښې د يو لازمي مضمون په حېث شامله کړے شي ـ په قومي آئين کښې د اتلسم ترميم تر مخه د نصاب سازۍ څانګه د وفاق نه صوبې ته راواؤړېده ـ صوبائي حکومت د صوبې علاقائي ژبو له د ودې ورکولو په غرض پښتو ، سرائيکي ، هندکو ، کهوار (چترالي ) او کوهستاني ته د اول نه تر دولسم ټولګي د لازمي مضمون حېثيت ورکړۀ ـ دا د پښتو ژبې دپاره هم يو نېک فال وګرځېدۀ ـ د خېبر پښتونخوا د سېکنډري او اېليمنټري تعليم صوبائي وزارت د لازمي پښتو دپاره د نصاب جوړولو تاريخي کار ته ملا وتړله او ددغه اهم کار ترسره کولو ذمه واري ئې ډي، سي ، ټي ، اي (DCTE) خېبر پښتونخوا اېبټ اباد ته وسپارله ـ دې ډائرېکټرېټ د صوبې ګُټ ګُټ نه د پښتو ژبې د هرې درجې استاذان ، عالمان ، پوهان او د نصاب تکنيکي ماهران راجمع کړل او په مختلفو غونډو کښې ئې پرې کړاؤ وکړۀ چې په نتيجه کښې ئې د نصاب دغه موجوده تاريخي او اهم دستاوېز زمونږ په لاسو کښې دے ـ دا نصاب د تعليم د نيو عصري غوښتنو سره سم په نوي طرز جوړ کړے شوے دے ـ قومي مقصدونه په اووۀ (٧) برخو کښې د مهارتونو (Competencies) په نوم وېشلي شوي دي لکه:
1. اورېدل (Listening)
2. ويل (Speaking)
3. لوستل او غور کول (Reading & Thinking)
4. ليکل (Writing)
5. قاعدې / ګرامر (Grammer)
6. د ژوند د مهارتونو روزنه ( کردار سازي وغېره ) (Development of the skils )
7. سوچه پښتني قدرونه او روايات څرګندول او روزل (Promotion of the Pushto values and Traditions)
په دغو پورتنيو کښې اولني څلور هنرونه لکه اورېدل ، ويل ، لوستل او ليکل د پښتو اختياري نصاپ ٢٠١٠ء کښې هم شامل وو خو وروستني درې پکښې په لازمي ٢٠١٣ء کښې شامل کړے شو ـ دلته دا خبره هم د يادولو وړ ده چې اولني دوه هنرونه ماشوم د کور نه ځان سره راوړي لکه اورېدل او وئيل او باقي دوه لوستل او ليکل په سکول کښې زده کوي ـ د اول نه تر پينځمه کتابونه په دوؤ برخو کښې وېشلے شي لکه
اوله برخه: اول ، دوېم او درېم جماعتونه ( ټولګي )
دوېمه برخه: څلورم او پينځم جماعتونه ( ټولګي )
بيا د دې دواړو برخو د مختلفو درجو مختلف صلاحيتونه يا استعدادونه Competencies ، معيارونه ، پړاوونه ، هدفونه Bencssmark او اېس اېل اوز SLois (Student Learning Com Out) دي ـ
چونکې زمونږ موخه دلته د اول جماعت ( ټولګي ) نه تر پينځم جماعت ( ټولګي) پورې کتابونو کښې د نظمونو برخه ده نو پکار دي چې دغه پورتنيو اهدافو ته د ځان رسولو دپاره په نصابي کتابونو کښې هغې ته رسائي وکړو ـ
د پښتو قومي نصاب ٢٠١٠ء خېبر پښتونخوا ټېکسټ بُک بورډ پېښور د خصوصي هدفونو په سلسله کښې لېکلي دي چې:
’’د پښتو سيمه کښې دې د پښتو تدريس په دې اندازه وي چې پښتانۀ طالبعلمان ددې وړ شي چې :
 د پښتو ژبې د جوړښت وسعت او اهليت نه واقفيت ترلاسه کړي ـ
 د پښتو وئيلو په ټولو غوښتنو ( لهجو ، تلفظ او ادائيګۍ ) پوره پوره عبور حاصل کړے شي ـ
 پښتو ژبه کښې بيان شوي تقريرونه ( نظمونه ) خطبې او د ځينو نورو موادو اورېدو پوره صلاحيت ولري ـ
 د پښتو د مختلفو منظمونو او منثورو اثارو په لوستو د بيان په طرز کښې بېلتون ، ستائينه او کره کتنه وکړے شي ـ
 د خپل مافي الضمير مطابق مطابق په پښتو کښې ليک لوست په غوره ډول وکړے شي ـ
 خپل ذاتي او قامي ژوند کښې پښتو ژبه په عمومي توګه پکار راوستے شي او ددې په ذريعه د موجوده ادبي ذخيرې په لوستو خپل قامي وياړ ، د تهذيب او ثقافت اوچت شعور ، پوهه او د ژوند هنر تر لاسه کړي ـ ‘‘
دغه شان د ’’تدريسي مصدونو ‘‘ يعني(Objectives Instrutional) په ابتدائي درجه (سطح ) کښې ليکلي شوي دي چې:
’’ د پښتو تدريس په ذريعه دې طالب علمان ددې جوګه کړے شي چې :
 د پښتو توريو، بنيادي لفظونو او ساده جملو جوړولو وپېژني ـ
 په پښتو کښې د شويو خبرو په اورېدو د هغې په مفهوم ځان پوهه کړي او عمومي جاج ئې واخستے شي ـ
 د پښتو د امروزه استعمال د ټکيو په استعمالولو خبرې وکړے شي ـ
 د پښتو نظم او نثر په لوستو د شاعر او ليکونکي د بيان او مقصد نه اګاه شي ـ
 د خپل عملي ژوند عام او بنيادي ژبني ضرورتونه د پښتو په مرسته پوره کړے شي ـ ‘‘
زمونږ ددغو دواړو پښتو قومي نصاپونو تر مېنځه څۀ ډېر بدلون نشته خو بس د ټکيو توريو هېر پهېر پکښې شوے دے او د اول نه تر پينځم بلکې د دولسم جماعت پورې د کتابونو مندرجات پکښې راوړے شوي دي خو زمونږه موخه تر پينځم جماعته ده ځکه نو د اول نه تر پينځم جماعته هر کتاب کښې حمد ، نعت او منقبتونه يا مناجات خو ډېر ضروري دي چې ماشومانو کښې د اسلامي قدرونو او شعارونو جذبه او ديني شعور او اګاهي پېدا شي ـ دغه رنګ په نورو منظومو اثارو کښې قدرتي او فطرتي مناظر ، قوم او وطن سره مينه ، د مشاهيرو پېژندل خپل قومي رهبران او اتلان پېژندل ، طنزيه او مزاحيه ( منظومې ) اړونه او دوڼې (منرومې ) او د کورنيو رشتو سره سره د مارغانو او ځناورو نظمونو د شاملېدو هڅه هم کړے شوې ده ـ دا حال منظومې دوڼې يا اړونه هم دي خو دې کښې شک نشته چې د نصاب مندرجات په کتاب کښې ظاهرېږي او د کتاب د مندرجاتو لېب کلاس روم ( د زده کړې کمره ده) چې د درې ګوټيزې دائرې د شکل نه جوړېږي ـ استاد شاګرد او کتاپ دا درې توکي زښت ضرورت په دې دي چې که دې کښې يو هم نۀ وي نو زمونږ دا پورتنۍ يا راروانو کرښو کښې درج ټولې خوارۍ په اباسين لهو کېږي ځکه چې:
’’د نصاب موزونيت عملي تجربه ګاه د جماعت کمره (کلاس روم) وي ـ د جماعت کمرې ته د ماشوم په لاس کښې نصاب صرف د کتاب په شکل کښې ور رسي ـ اوس دا ذمه واري د درسي کتابونو د جوړوونکيو، ليکونکيو ، خورونکيو او د (خېبر پښتونخوا ) د ټېکسټ بک بورډ ده چې هغوي داسې کتابونه جوړ کړي چې د نصاب د اصل روح مطابق وي ـ کتابــونــو ســره سره د استاذانو تربيتي ادارو خپله د استاذانو دا ذمه واري ده چې په داسې انداز ئې تدريس وکړي چې په نصاب کښې د ورکړے شويو مقاصدو پوره پوره حق ادا کړے شي ـ ‘‘
اوس به راشو هغو اخذ کړيو نتيجو يعني (Slois) ته چې د پښتو قومي نصاب (لازمي) د اول نه تر دولسم ټولګي ٢٠١٣ء د راجوړونکيو د خپل علم و فهم او دانش مطابق راجوړ کړي دي او زۀ ترې په اختصار فقط د نظم او د نثر د فرق برخه را اخلم ـ
1) د اول جماعت استعدادونه (Competency) معيار (Standard) او پړاوونو (Benchmark) نه پس اخذ کړے شوې د زده کړې نتيجې (Slo’s) :
1. ’’ د يو رنګ غږ لرونکيو تورو تر مېنځه بېلتون وکړے شي ( ١٠ مخ )
2. د ساده نظم په اورېدو د هغې نه خوند واخستے شي ـ ( ١٢ مخ )
3. د ماشومانو نظمونه په خوږ اواز ( ترنم ) ووئيلے شي ـ ( ١٣ مخ )
4. واړۀ واړۀ نظمونه په اوچت اواز د تحت اللفظ د لوستلو جوګه شي ـ ( ١٧ مخ )
5. نظم په صحيح اهنګ ولوستے شي ـ ( ١٨ مخ )
6. د نورو ماشومانو سره په شريکه نظم په خوږ اواز وئيلے شي ـ ( ٢٣ مخ )
7. د ماشومانو د علاقائي سندرو سره بلد شي ـ ( ٢٥ مخ)
8. د ماشومانو دپاره ليکلي نظم او سندرې نه خوند واخستے شي ـ (٢٥مخ ) ‘‘
2) د دويم جماعت اخذ کړې شوې نتيجې ( Slo’s)
1. ’’ د نظم او نثر په اورېدو د هغې تر مېنځه تميز وکړے شي ـ ( ١٢مخ)
2. د ماشومانو د نظمونو په مفهوم د رسېدو جوګه شي ـ (١٢مخ)
3. د اولس ادب توکي ، متل ، محاوره ، ټپه وغېره واؤري او ورسره بلد شي ـ (١٢مخ)
4. منظوم کلام په آهنګ سره ووئيلے شي ـ (١٤ مخ )
5. نظم د نظم او نثر د نثر په طرز کښې په خوند خوند د لوستو جوګه شي ـ (١٧مخ)
6. د نظم او نثر په لوستلو کښې فرق کولے شي ـ (١٨ مخ )
7. د ماشومانو سندرې قيصې او نظمونه په خوږ اواز په يواځې ځان وئيلې شي ـ (٢٣مخ)
8. د ماشومانو دپاره ليکلي شوې قيصې،نظمونه، سندرې او لوبې واؤرولے شي ـ (٢٥مخ)‘‘
3) د درېم جماعت اخذ کړې شوې نتيجې (Slo’s)
1. ’’د نظم د بنيادي خبرو سره لږ ډېر اشنا شي ـ (١٢مخ)
2. نظم د جذباتي کېفيت مطابق په روانۍ وئيلے شي ـ (١٤مخ)
3. وړې قيصې او نظمونه ډاډه ولوستے شي ـ (١٨ مخ)
4. د ماشومانو د ادب ( قيصې ، لوبې ، سندرې ، واړۀ نظمونه ، لطيفې ، څو اسان اسان اړونه او متلونه ) زده کړي او د اورولو جوګه شي ـ (٢٥مخ ) ‘‘
4) دوېمه برخه : د څلورم جماعت اخذ کړې شوې نتيجې (Slo’s)
1. ’’په تقريرونو ، مکالميو او مباحثو کښې اورېدلي شعرونه ټپې ، محاورې او متلونه ورته ياد پاتې شي ـ (٢٧مخ)
2. د نظم په اورېدو د هغې په مطلب د رسېدو جوګه شي او خوند ترې واخلي ـ (٢٧مخ)
3. زده کړي نظمونه په درست تلفظ او روانۍ وئيلے شي ـ (٢٩ مخ )
4. د ماشومانو وړې اولسي قيصۍ او سندرې په خوند خوند ولوستے شي ـ (٣٤مخ)
5. د ماشومانو د ادب په لوستو ښۀ عادتونه خپل کړے شي ـ (٣٤مخ)
6. د ماشومانو د ادب په لوستو نورو ته هم د لوستو ترغيب ورکړے شي ـ (٣٤مخ)
7. د خپلې خوښې لطيفې، اړونه، متلونه او شعرونه وغېره د ليکلو جوګه شي ـ (٣٦مخ) ‘‘
5) د پينځم جماعت اخذ کړې شوې نتيجې (Slo’s)
1. ’’د خپل عمر سره سم د شعرونو ، متلونو ، اړونو ، محاورو وغېره په مطلب د پوهېدو او ترې نه د خوند اخستو جوګه شي ـ (٢٧مخ)
2. د نظم او نثر مطلب په خپلو ټکوکښې بيانولے شي ـ (٢٩مخ)
3. په ورځپاڼو کښې د ماشومانو د ادبي پاڼې په لوستو د نورو ملګريو سره خبرې اترې هم وکړے شي ـ (٣٤مخ)
4. د ماشومانو د ادب د لوستو سره ئې په خبرو کښې تړون زيات شي ـ (٣٤مخ)
5. په منظوم کلام کښې قافيه او رديف په ګوته کړے شي ) (٣٧مخ)
6. د نظم ، نثر او مصورۍ وغېره نه د خوند اخستو جوګه شي ـ (٤١مخ)
7. د اولسي ادب منظوم او منثور صنفونه وپېژني او مزه ترې واخستے شي ـ (٤١مخ)‘‘
د نصاب د تذکرې نه چې فارغ شو نو داول نه تر پينځم جماعت د پښتو اختياري و لازمي کتابونو په منظوم ادب حمد، نعت ، دعا ، مناجاتو قامي اتلانو وغېره رڼا اچول اصل هدف ته نزدې کېدل دي ـ که په ژور نظر وګورو او خپلو ځانونو کښې دننه ماشومان راوۀ لټوو نو مونږ ته به د خپل نصاب پښتو کتابونو کښې د حمدونو ، نعتونو او داسې نورو ښکلي او ښائسته نظمونو قطار لاس په نامه ودرېږي او مونږ ته به ياد شي چې که د خوشحال خان خټک بابا حمدونه او نعتونه او د رحمان بابا حمدونه او نعتونه زمونږ په کتابونو کښې شامل وو نو بل خوا به د امير حمزه خان شنواري ، سمندر خان سمندر ، ميا سېد رسول رسا، غني خان ، اجمل خټک ، سيد تقويم الحق کاکاخېل ، ډاکټر سيد انوارالحق کاکاخېل ، خيال بخاري (عظيم شاه ) ، فضل حق شېدا ، عبدالخالق خليق ، پروفېسر ډاکټر محمد اعظم اعظم ، پروفېسر محمد افضل رضا او پروفېسر ډاکټر محمد اقبال نسيم خټک مرحومينو منظوم کلامونه هم زمونږ ددغو پښتو کتابونو زينت وو چې زمونږ د ژوند يو لوے مقصد به پکښې پټ پروت وۀ ـ
دلته يوه خبره بايد چې په واضحه توګه وکړے شي او هغه دا چې مونږ د پښتو د پخوانيو کتابونو د نظمونو خبره کوو ـ هغه به د پښتو شاعرانو، اديبانو او قومي پښتنو مشاهيرو دانشورانو راجوړول او کمېټيو ته به وړاندې کېدل چې د چا يا کومې ادارې کتابونه به غوره شو هغه به ټېکسټ بک بورډ منظور او چاپ کړل ـ دغه کتابونو کښې د ماشومانو د ذهني سطحې او نفسياتو مطابق نظمونه شامل وو چې اکثر پکښې د ډاکټر سيد انوارالحق کاکاخېل ، تقويم الحق کاکاخېل او د ادارۀ اشاعت سرحد قيصه خوانۍ پېښور د مالک شاعر اديب او قومي مشر عبدالخالق خليق کتابونه شامل وو ـ ددې باوجود چې باقاعده طور د پښتو نصاب نه وۀ جوړ شوے بلکې د پښتو نصاب تر ٢٠٠٨ء پورې نۀ وۀ ’’د پښتو قومي نصاب‘‘ (اختياري) په ٢٠١٠ء کښې د ټېکسټ بک بورډ حيات اباد پېښور له خوا راجوړ کړے شوے وۀ چې دغه وخت زۀ د پښتو مضمون د ماهر په حېث دغلته ملازم وم ـ او د اسلام اباد د نصابياتو څانګې نه د نظر ثانۍ نه پس منظور شوے وۀ ـ خو لۀ دې وړاندې چې کله د سيد تقويم الحق کاکاخېل په مشرۍ کښې د پښتو ټرانسلېشن پراجېکټ د صاحبزاده امتياز احمد صاحب په کوششونو جوړ شو او خواجه محمد سائل او داور خان داؤد صاحبان ورسره معاونين وو نو د اردو نه به ئې پښتو کښې کتابونه ترجمه کول او پرائمرۍ کښې به ماشومانو ته ښئيلې کېدل ـ او بيا ددغه عمل تر ٩ ـــ ٢٠٠٨ء پورې جاري وو چې د اول نه تر پينځمه د نظمونو ترجمې د نياز محمد عاجز چې په رښتيا عاجز وۀ ځکه چې نۀ شاعر وۀ نۀ اديب خو ټول نظمونه هغه بې سره بې پښتو ترجمه کړي او د ]ي ټي زېډ له خوا د پراجېکټ په طور چاپ شوي وو او سکولونو کښې د لوستو دپاره استولي کېدل ـ مطلب مې د خبرې نۀ دا دے چې پخوا به د ښو ښو شاعراتنو د ښو ښو او غوره نظمونو انتخاب د کورس په کتاپونو کښې شاملولو شو او بيا خبره ترجمو ته لاړه چې ډېره ګډه وډه شوه اوس هم چې کومې ډلې ته کتابونه حواله شي نو هغوي خپل ټيم له د سبقونو او نظمونو تقسيم کار وکړي او د يوې باضابطه منصوبې لاندې کتابونه ليکلي شي چې که نوي شاعران پکښې خپل نظمونه هم شاملوي ولې د معيار نه پرېوتي نۀ وي او د ماشومانو د ذهني سطحې مطابق ليکلي شوي وي ـ
ګوره هسې کردګار دے رب زما
چې صاحب د کُل اختيار دے رب زما
( رحمان بابا ) ( د عبدالرحمان بابا ديوان )
د خداے عرفان مې وشۀ په عرفان د محمدص
پاک دے محمدص پاک دے سبحان د محمدص
( خوشحال بابا ) د خوشحال خان خټک کليات )
تمنا مې په خولۀ راغله شوه دُعا
کړې د شمعې په شان خدايه ژوند زما
( د اقبال ترجمه د راحت زاخېلي )
د امير حمزه خان شنواري نظم چې يو شعر ئې راته اوس هم ياد دے چې :
ويالې رسي سيندونو ته ، سيندونه سمندر ته
اخر خو رسېدۀ دي خو پېدا چې رواني شي
د غني خان نظم ’’مږه ‘‘
اوسې په کندو کښې ياره غل ئې پلار دې غل وۀ
مور دې غلچکۍ وه ستا نيکۀ د بدو مل وۀ
د غني لټون )
د اجمل خټک نظم ’’چينه ‘‘
د لويو غرونو راتېرېږمه راځمه
نظر ځنې پناه شم څرګندېږمه راځمه
دنيا کښې وينم ګورم زما غاړه خالي کېږي
اوبۀ زما اوبۀ دي چې بس هاغه ستا بهېږي
د سپين غر د سره )
د سمندر بابا نظم ’’غم او ښادي‘‘
يوه ورځ زۀ ناست وم کور
شو تر غوږ مې داسې شور
سمندر ووې اخ هۍ
غم ښادي دي ورور او خور
( د څلومر جماعت پښتو پخوانے کتاب )
د فضل حق شېدا نظم ’’خېبر ته ‘‘ ـ
دا چې توره توره ښکاري
دا چې سپوره سپوره ښکاري
چې له هره لوره ښکاري
د هر چا د کوره ښکاري
دا د چا د مخ غازه ده
دا د کوم قبر خازه ده
( اسويلي )
د ميا سېد رسول رسا نظم ’’سائيکله وفاداره ‘‘
سائيکله وفاداره
راځه چې نن دې وستايم د لسو کالو ياره
سائيکله وفاداره
ټلۍ شته نۀ دې لېمپ شته نۀ دې پمپ شته نۀ بريکونه
بې کاره دې پېچونه
چُور چُور په زړۀ رنځور کړې سړے وژنې پاره پاره
سائيکله وفاداره
( د بېديا ګلونه )
دا نظم چې :
هاغه دے پاړو راغے
اوس به ګډوي ماران
پواں پواں بيم غږوي
جوړ پرې د پيسو باران
( د دوېم جماعت پخوانے پښتو کتاب )
يا بطه نومې نظم چې :
بطه يم زۀ بطه يم
زۀ که جوړه شوې په کاغذ باندې غلطه يم
بيا هم په مښوکه پېژندے شم چې زۀ بطه يم
د دوېم جماعت پخوانے کتاب ـ
يا د هوائي جهاز نومې نظم چې :
راغے هوائي جهاز
وګوره هوا کښې ځي
دُهند کښې ځي صفا کښې ځي
راغے هوائي جهاز
وګوره خلا کښې ځي
هر څنګه فضا کښې ځي
د څلورم جماعت پخوانې پښتو کتاب
يا سپوږمۍ نومې نظم چې :
وګوره سپوږمۍ
ورو ورو اوچتېږي
ټول مېدان ئې سپين کړو
هر ځاے پړق رڼا شوه
تکه سپينه لکه پے
هم ځلېږي هم پړقېږي
تمامي جهان ئې سپين کړو
د هر چا طبع صفا شوه
د پينځم جماعت پخوانے پښتو کتاب
دا او دا رنګ نور ډېر نظمونه چې زمونږ دين مذهب ، پښتو ، قام پرستۍ ، رومان او د ماشوموالي جهان سره تړلي دي او هم ددې نظمونو له کبله زمونږ شعري شعور غزونې کړې دي او زمونږ په ذهنونو او زړونو کښې ئې د خيالونو چينې تاندې کړي دي ، ډېر ښکلي او د خپل وخت غوره ، دلچسپ ، اسان ، روان د ماشومانو نفسياتو سره سم د فصاحت او بلاغت نه ډک نظمونه وو چې تر اوسه زمونږ په زړونو او ذهنونو نقش دي او زمونږ دننه ماشوم ئې ژوندے ساتلے دے ـ بلکې يو بل ډېر خوندور نظم چې اوس بيا په نوي کورس کښې د درېم جماعت پښتو لازمي کتاب کښې شامل کړے شوے دے دلته ئې پوره رانقل کووم او ستاسو نه د بخښنې سره اجازت اخلم:
نظم دادے :
نازو نازو راشه
ام به درله درکړم
ما سره پُخلا شه
مم به درله درکړم
ددې بېت نه وړاندې پخواني پښتو کتاب کښې دا درې بېتونه هم شامل وو چې اوسني کتاب کښې ترې حذف کړے شوي دي ـ
ځه چې ورشو ښار ته
هلته دي څيزونه
تاله به ترې خوښ کړم
نوي لوے بازار ته
زيړ او شنۀ امونه
زړۀ به درله يخ کم
بيا چې لاړ شو کور ته
ام مې ډېر خوړلي دي
هلته يو جينۍ وه
مخ ئې وۀ تک تور
لاس ئې وۀ خيرن
ما ورته کتل
بيا مې راغله خوا له
دې وې کور مې نشته
ام مې ورله ورکړو
دا شوه په خندا
حال به وايو مور ته
هم مې ډېر ژړلي دي
لويه ئې پېپنۍ وه
سر ئې وۀ راخور
غاښ ئې وۀ خيچن
دې راته خندل
لاس ئې راکړو ماله
پلار او مور مې نشته
مم مې ورله ورکړو
ما سره پُخلا
پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت
ګورنمنټ ډګري کالج نمبر٢ مردان
28 – -8 – 2021
کوز تهکال ــ پېښور ښار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب