پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبشعرد فدا محمد صميميار درې نوي شعرونه – پکتيکا

د فدا محمد صميميار درې نوي شعرونه – پکتيکا

غزل

ګرانې خوړين مې شو دا زړه چې ته يې ورکړې

زه نور نه کوم واده چې ته يې ورکړې!

له ژړا نه د هرچا سترګې خوږيږي

خو زما مات شو باڼه چې ته يې ورکړې

رضايت په شرعيت کې لومړی شرط دی

نه يې مني دا پښتانه چې ته  يې ورکړې

په دې وجه يوې پېغلې ځان په دار کړ

ځورېدله لکه ته چې ته يې ورکړې

يوه ځوان په ګيليټي ټوپک ځان وويشت

هغه دای وو لکه زه چې ته يې ورکړې

وس مې نشته لاس مې چپ پسې نيولي

رب دې يې وباسي ليمه چې ته يې ورکړی

کاينات په نظر اور راته ښکاريږي

خدايزده اوس شومه په څه چې ته يې ورکړې

صميميار نور د دنيا له ژونده تنګ يم

بس قيامت دی تر دې ښه چې ته يې ورکړې

غزل

نه انکار کړم نه تفسير په فلسفه کې

يم سلا بلا راګير په فلسفه کې

تورې زلفې دې چاپه راباندې تاوو شي

سرو لبانو کړم اسير په فلسفه کې

که پينځه زره قدمه شاته لاړ شې

موږ کمان لرو هم تير په فلسفه کې

په مسلم زړه مې کفار باڼه لګيږي

دلته بيا رادرومي وير په فلسفه کې

له وطن مې د دوزخ انځور جوړيږي

که چا وڅېړه تبخير په فلسفه کې

ستا له سپين مخ د جنت ښکلا راښکاري

که پر ما راغی تاثير په فلسفه کې

که زما د زړه له درده څوک خبر شي

بس هغه به وي امير په فلسفه کې

چې د مينې باب يې  لولم نه ختميږي

صميميار دې کړ فقير په فلسفه کې

غزل

ستا د سپين رخسار شعاوې سره اورونه

ياره سوځي مې اعضاوې سره اورونه

په ماشه دې ګوته مه ږده لاس دې مات شه

هميشه وي ستا خطاوې سره اورونه

د زړګي وطن مې وران شو جوړ يې نه کړ

داستا شونډې سرې بلاوې سره اورونه

بې موجبه دې اشنا پکې کباب کړم

سرې سکروټې قضاياوې سره اورونه

د پلالې اور تر درمنده رسيږي

بړبوکۍ راوړې ګياوې سره اورونه

وخ بيا ټکې د پښتون په کاله لويږي

ترې راووتې ژړاوې سره اورونه

خپل اعمال مو تر دې حد رارسېدلي

چې اوس نه وژني دعاوې سره اورونه

1 COMMENT

  1. ولله چې رښتيا ووايم تاند صيب که افغانستان ستاسو په څېر نور با احساسه ځوانان ولري نو انشاالله چې ډېر زر به جوړ او ودان شي ، او راغلو د صميميار صیب شعرونو ته ډېر په زړه پورې اوښکلي وو تل دې ژوندی وي!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب