شنبه, اپریل 20, 2024
Homeکلتورخاطرهد منیژې ژړا/ محمد نعمان دوست

د منیژې ژړا/ محمد نعمان دوست

 د یکشنبې سهار وختي د لغمان په نیت له کوره ووتم. نهه بجې باید خپل کلي ته رسیدلی وای. د جنازې لمونځ په همدې وخت ادا کیده. تره مې وفات شوی و. دا ډیر نیکمرغه انسان و. د وژنو او جګړو په دې وطن کې یې تر سپین ږیري توبه ژوند ملګری و. د ده بله نیکمرغي دا وه چې د یوه عادي کلیوال په توګه یې ساه ورکړه.

نه ورپورې د جاسوس نوم پورې شو او نه د ترهګر. درېیمه نیکمرغي یې هم د هیرولو نه ده. هغه په ځوانۍ کې ماشین کار و، د ننګرهار کانال کې یې ډېرې خولې تویه کړې، د همدې خولو برکت و چې د ننګرهار اقلیم بدل شو، باغونه اباد شول خو افسوس چې د دغو باغونو تباهۍ پسې اوس د وطن نامردو سوداګرو را اخیستې ده. متوفي، له ځوانۍ وروسته بزګر شو. غنم یې وکرل، جوار یې وکرل، شولې یې وه کرلې، خلکو ته یې غذا چمتو کړه.

تر اخره یې لاس د چا په وینو سور نشو او نه یې د وطن د ورانولو د پیغور تور او ناولی خاپ تر ټنډې ورسیده. واړه موټر ته پورته شوم. شیبه وروسته په تور پوړوني کې پیچلې زړه میرمن له خپلې لمسۍ سره را غله. هغه په مخکې سیټ کې کښیناسته او نور د موټر ټایرونه په حرکت راغلل. موټر مخ پر وړاندې حرکت شروع کړ او زما ذهن شاته روان شو: هغه وختونه را یاد شول چې بوډۍ ښځو به هم حتی خپل ولایت کې بې محرمه سفر نشو کولای، موټر کې به پردې ځوړندې شوې، خاوند به خپله میرمن او زوی به خپله مور نه لیدله. خو عجیبه داده چې دا ستر پالونکي اوس په ماینونو او ځانمرګو بریدونو د میرمنو پرې شوي بربنډ هډونه په نامحرمو خلکو ګوري، پر سړک د میرمنو او نارینه وو غوښې ګډې وډې پرتې وي او… شاته سیټ کې ما سره ناست دوه کسان خپلو کې ملګري وو، د دوی مجلس ښه ګرم روان و، هر یوه د خپلې خبرې د قوت لپاره مثالونه ورکول. یوه ویل: اوس زموږ ټول اختیار له موټر چلونکي سره دی. که دی بې احتیاطي وکړي هم موږ له منځه وړي او هم موټر.

هغه پسې اضافه کړه: د کور مشر هم د موټروان حیثیت لري، که هغه خپل کور او کورنۍ سره پام ونه کړي، نو د کورنۍ وضعه خرابیږي. دې خبرو په فکر کې کړم. ټول وطن راته یو پراخه کور ښکاره شو او د دې کور بې ثباتي او د خلکو بد بختي راته د هیواد د مشرانو د بې احتیاطۍ او غفلت له کبله ښکاره شوه. د تیر ګړیو پله ته ورسیدو.دې پله لاندې د الیشنګ سیند ستومانه او په نه زړه روان وي، له هرې ډبرې غیږه تاوه کړي ګوندې معطل شي، خو د حالاتو جبر یې تصمیم خراب کړي، ستړی ستړی د کابل سیند سره یوځای شي او هغه یې له خپلې جنازې سره یو ځای د افغانستان له موجوده حدودو واړوي. د تیرګړیو په سیمه کې سړک په دوه برخو ویشل شوی: یوه لاره مهترلام بابا زیارت ته تللې. ځینې خلک دا پیغمبر ګڼي او ځینې وایي چې ولي او نیک بنده و.او بله لاره د لغمان مرکز ته تللې ده. دلته د سړک ښي لاس ته پولیس تالاشي ته ولاړ وي. زموږ د سورلۍ موټر هم تالاشي ته ورو شو او له دې سره یو پولیس چې اوږه کې یې کلاشینکوف ټالۍ وهلې، د تالاشۍ لپاره راغی.

په مخکې سيټ کې د ناستې ماشومې یو دم حالات ګډوډ شول. کوښښ یې کاوه چې د خپلې نیا پوړني لاندې ځان پټ کړي،ځان یې پټ کړ خو ژړا یې له ټکري بیرون را ووته. هغې په سلګیو کې وویل: ټوپک دی ور سره وژني مې. نیا یې ډېر عذرونه ورته وکړل، موټروان او موږ هم ورته ویل چې پولیس دی، څه درته نه وايي.

خو هغې نه منله. هغې ته هر ټوپک په لاس وګړی خپل قاتل ښکاریده. نجلۍ سلګیو پسې اخیستې وه او ان تر ښاره غلې نشوه. نیا یې ویل: روغه جوړه وه. په هغه ورځ چې جلال اباد کې انتحاري وشوه، دا هلته نږدې وه. د خپلو همزولو ټوټه ټوټه بدنونه یې ولیدل او اوس یې دا حال دی. دې حملې نږدې یو درجن ماشومان ووژل، دا ټول یې د جومات مخې ته ووژل، د دوی په وینو یې د خدای د کور دیوالونه رنګ کړل او دا رنګ دومره قوي و چې تر ډیره به د منیژې او د هغې د سلګونو نورو همزولو په ذهن کې دیره وي.

محمد نعمان دوست، جلال اباد د وږي ۲۶مه، ۱۳۹۲ (ګرداب ورځپاڼه، د وږي ۳۰مه)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب