تاند ( شنبه د تلې ـ میزان ۲۶مه) د افغانستان کرکټ بورډ د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ کې د کرکټ د لوبغاړو د وژل له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړې ده، چې دغه لوبغاړي له یوې دوستانه لوبې وروسته ماښام د پاکستاني رژیم د یوه ناځوانمردانه برید ښکار شوي دي.
کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې: ” په دې زړهبوږنوونکې پېښه کې د ارګون ولسوالۍ د کبیر، صبغت الله او هارون په نوم د درې لوبغاړو ګډون ۸ تنه شهی دان شوي، او ۷ تنه نور هېوادوال ټپيان شوی دی.”
خبرپاڼه کاږي چې، دغه لوبغاړي نن ماسپښین په یوه سیمه ییزه لوبه کې د ګډون په موخه د پکتیکا ولایت مرکز شرنې ته راغلي و، چې له لوبې وروسته بېرته ارګون ولسوالۍ ته ستانه شوي او هلته د دمې لپاره په یوځای راټول شوي و، د یاد برید ښکار شوي دي.
د دغه پېښې په غبرګون کې کرکټ بورډ په پاکستان کې کېدونکې د افغانستان ، سريلانکا او پاکستان ترمنځ له پاکستان سره کېدونکې سیالۍ لغوه کړې.
افغانستان کرکټ بورډ لیکلي: ” افغانستان کرکټ بورډ د دغه برید په غبرګون کې، او د قربانیانو د درناوي په موخه، د پاکستان پر وړاندې راتلونکې شل اوریزې سیالۍ، چې ټاکل شوې وه د نومبر میاشتې په وروستیو کې ترسره شي، لغو کوي او په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې د نه ګډون پرېکړه کوي.”