Homeخبرونهد سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې جګپوړي چارواکي تهران ته تللي

د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې جګپوړي چارواکي تهران ته تللي

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۴ مه) د رویټرز خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي مرستیال، علي باقري، تهران ته د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د جګپوړو چارواکو د سفر خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې د دغه سفر هدف په تهران کې د ګډې غونډې جوړول او «سیمه‌ییزه همغږي» ده.

علي باقري د ایران له دولتي تلوېزیون سره په خبرو کې وویل، چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو د ادارې مشر ابراهیم کالین تهران ته سفر کړی او د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له منشي محسن رضايي سره یې په یوه غونډه کې ګډون کړی دی.

په داسې حال کې چې د ایران دولتي خبري اژانسونو د دوشنبې په ماسپښین، د لړم په څلورمه، تهران ته د عاصم منیر د رسېدو خبر ورکړی، یوه سعودي چارواکي هم پر اېکس ټولنیزې شبکې ویلي، چې د دې سفر موخه د سیمې د کړکېچونو کمول دي.

رویټرز تر دې مخکې د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د درېیو هېوادونو د چارواکو د سفر هدف د سیمه‌ییزې همغږۍ په اړه خبرې دي.

سعودي عربستان، پاکستان او ترکیه د «مکې» په نوم د دفاعي تړون غړي دي. دغه تړون شاوخوا دوه نیمې میاشتې مخکې د یادو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په سعودي عربستان کې لاسلیک شوی و.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، رائد قرملي، پر اېکس لیکلي، چې د دې پلاوي مشري د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان کوي. نوموړی به د سیمه‌ییزو کړکېچونو د دیپلوماتیک حل په اړه د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او محسن رضايي سره خبرې وکړي.

علي باقري ویلي، چې عاصم منیر د تېرې اوونۍ په ترڅ کې تهران ته د خپل سفر او له محسن رضايي سره د لیدنې پر مهال، د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د لوړپوړو چارواکو د ګډ سفر او له ایراني چارواکو سره د غونډې جوړولو پرېکړه ورسره شریکه کړې وه.

د ایران دغه امنیتي چارواکي ادعا کړې چې یاد هېوادونه کولی شي د هغه څه په برخه کې د ایران له تجربو ګټه واخلي چې نوموړي د «ملي امنیت ټینګول» بللي دي. د هغه په وینا، دا کار به د سیمې د هېوادونو ترمنځ د خپلواکه او سیمه‌ییز امنیت د رامنځته کولو لپاره اغېزناک ګام وي.

عاصم منیر تېره اوونۍ تهران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران له لوړپوړو چارواکو، د دغه هېواد له ولسمشر مسعود پزشکیان او د پارلمان له مشر محمدباقر قالیباف سره هم لیدلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

وچه پاڼه| آرين تسل

وړه او شنه پاڼه غلې وه. تر څنګ یې لویې پاڼې ته وکتل او ویې ویل: — ولې خفه یې؟ غټې پاڼې ځان راټول کړ؛ داسې...