Homeخبرونهاقتصادي خبرونهقزاقستان د افغانستان له لارې د پاکستان بندرونو ته د رېلګاډي د...

قزاقستان د افغانستان له لارې د پاکستان بندرونو ته د رېلګاډي د نوې لارې پر جوړولو غور کوي

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۴ مه) قزاقستان د ازبکستان او افغانستان له لارې د پاکستان سمندري بندرونو ته د رېلګاډي د یوې نوې لارې پر جوړولو غور کوي. د دې رېللارې هدف دا دی چې قزاقستان د منځنۍ اسیا او د جنوبي اسیا بازارونو او د هند سمندر بندرونو ته ورسېږي او د نړیوالې سوداګرۍ لپاره ترانسپورتي لارې زیاتې کړي.

د قزاقستان ولسمشر، قاسم جومارت توکایف، د دغه هېواد د جمهوریت د ورځې په مراسمو کې د قزاقستان د ترانسپورتي او لوژستیکي مرکز په توګه د خپل هیواد د دریځ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. هغه وویل، چې هوايي ډګرونه، د رېلګاډي تمځایونه، پلونه، سمندري بندرونه او سرحدي زېربناوې جوړېږي او بیارغول کېږي او دا بهیر به دوام وکړي.

په همدې لړ کې، د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۳۰مه، د قزاقستان او ازبکستان د ترانسپورت وزارتونو او د متحده عربي اماراتو د انرژۍ او زېربنا وزارت د «کاسا» په نوم د یوې پروژې په اړه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. په دې پروژه کې قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان ګډون لري.

د هوکړې له مخې، ښکېل لوري غواړي تخنیکي او اقتصادي څېړنې ترسره کړي او د اړتیا وړ رېللارو د زېربناوو د پراختیا امکان وارزوي. د پروژې د تخنیکي، اقتصادي او مالي چارو د څېړلو لپاره د یوې ګډې کاري ډلې پر جوړولو هم غور کېږي.

د وړاندیز شوې طرحې له مخې، قزاقستان او ازبکستان کولی شي له خپلو موجودو رېللارو او د لېږد رالېږد له وړتیاوو ګټه واخلي. متحده عربي امارات هم کولی شي د ترانسپورتي زېربناوو، لوژستیک او د پانګونې د سترو پروژو په پلي کولو کې خپله تجربه له دې پروژې سره شریکه کړي.

خو د کاسا پروژه لا هم د ارزونې په پړاو کې ده او وروستی لګښت او د پلي کېدو مهالوېش یې نه دی ټاکل شوی. د دې پروژې پرمختګ د اقتصادي توجیه، د لېږد لپاره د کافي مالونو موجودیت، د مالي سرچینو برابرولو او د ترانزیت پر شرایطو په هوکړې پورې تړلی دی.

د افغانستان په خاوره کې د لارې امنیت، د ترانسپورټي مقرراتو همغږي او د لارې په اوږدو کې د ټولو هېوادونو ترمنځ د لېږد رالېږد پر شرایطو هوکړه هم د دې پروژې د عملي کېدو لپاره مهم عوامل بلل کېږي.

جنوبي لاره؛ د منځني دهلېز ترڅنګ بله لاره

د جنوبي لارې پراختیا کولی شي د منځني دهلېز بشپړوونکې وي او د قزاقستان د تجارتي ترانسپورت لپاره نورې لارې هم برابرې کړي.

منځنی دهلېز قزاقستان د کسپین سمندرګي او د جنوبي قفقاز له لارې د اروپا له بازارونو سره نښلوي؛ خو د کاسا وړاندیز شوې لاره، چې له ازبکستان، افغانستان او پاکستان څخه تېرېږي، د جنوبي اسیا بازارونو او د هند سمندر بندرونو ته د رسېدو په هدف طرحه شوې ده.

که دواړه لارې جوړې شي، د قزاقستان صادرونکي به وکولی شي د خپلو توکو د لېږد لپاره د مقصد د جغرافیایي موقعیت او سوداګریزو اړتیاوو له مخې مناسبه لاره وټاکي.

په دې توګه، جنوبي لاره کولی شي د قزاقستان د صادراتو لارې متنوع کړي او له اسیايي بازارونو سره د دغه هېواد سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د شهرت لېونیان | نثاراحمد احمدي

لنډیز د انسان د فطرت له غوښتنو څخه یوه هم د ستاینې، منل کېدو او ارزښت لرلو هیله ده؛ خو کله چې دا طبیعي غوښتنه...