تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۵ مه) د امریکا د ملي امنیت او پوځي چارو وېبپاڼې «وار آن د راکس» په یوه شننه کې لیکلي چې د طالبانو پر وړاندې وسلهوال مقاومت، سره له دې چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د فعالیتونو لمن پراخه کړې، لا هم د طالبانو د واکمنۍ لپاره په جدي ګواښ نه دی بدل شوی. د شننې له مخې، د مقاومت ډلو ترمنځ د ګډې رهبرۍ، روښانه سیاسي تګلارې او د جګړې د همغږۍ نشتوالی د دوی د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لوی خنډونه دي.
د شننې لیکوال ویل سیلبر وايي، طالبان د واکمنۍ په شپږم کال کې هم د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې بشپړ واک لري او د پخوا پرتله پیاوړي شوي دي. که څه هم روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی، خو د سیمې یو شمېر هېوادونه له دې ډلې سره عملي اړیکې لري. په همدې حال کې، د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې د نړیوالې پاملرنې له کموالي او د بهرنیو پوځي اډو او څرګند دولتي ملاتړ له نشتوالي سره سره، خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د د وار آن دي راکس ویبپاڼې د لیکنې د لیکوال په باور، په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو ضد ډلو شمېر زیات شوی او د بریدونو کچه او جغرافیایي لمن یې پراخه شوې ده؛ خو تر اوسه نه دي توانېدلي چې د افغانستان کومه ولسوالۍ کې تر خپل واک لاندې راولي.
د مقاومت مهمې ډلې او د هغوی فعالیتونه
د شننې له مخې، د طالبانو ضد مقاومت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له سقوط وروسته پیل شو. په هغه وخت کې د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود او د پخواني حکومت د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح ملاتړ کوونکو ځواکونو هڅه وکړه چې په پنجشېر کې مقاومت ته دوام ورکړي؛ خو طالبان د پخواني حکومت له پرېښودل شویو امریکايي وسلو او تجهیزاتو په کار اخیستو وتوانېدل چې دا لومړنۍ هڅه ماته کړي.
له دې وروسته، د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه د طالبانو ضد مقاومت له مهمو ډلو څخه شوه. دې جبهې په پنجشېر، بغلان، تخار، بدخشان او نورو شمالي ولایتونو کې ځینې بریدونه وکړل. احمد مسعود هم د مقاومت له هغو څېرو څخه دی چې په نړیواله کچه ډېر پېژندل کېږي او په بهرنیو سفرونو کې د طالبانو د مخالفانو استازیتوب کوي.
د شننې له مخې، د مقاومت دوهمه مهمه ډله د یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهه ده. ضیا د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو د لوی درستیز او د تخار د والي په توګه دنده ترسره کړې ده. دې جبهې یوازې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې نه؛ بلکې په نورستان، کونړ، کندهار او هلمند کې هم د بریدونو ادعاوې کړې دي. د لیکوال په اند، دا پراخ جغرافیایي فعالیتونه ښيي چې د دې جبهې د عملیاتو لمن د ملي مقاومت جبهې پرتله پراخه ده.
د مقاومت بله ډله د پخواني افغان پوځ د ۲۱۵ قول اردو د قوماندان، جنرال سمیع سادات، په مشرۍ د افغانستان متحده جبهه ده. دې ډلې د ۲۰۲۶ کال د اګست په لومړۍ نېټه پوځي فعالیتونه پیل کړل او د سپټمبر تر پایه یې د څه باندې ۶۰ چریکي بریدونو ادعا کړې وه. د شننې له مخې، د دغو بریدونو ډېری یې کمینونه او هدفي وژنې وې او په ځانګړې توګه یې د افغانستان پر جنوبي سیمو تمرکز درلود.
پر دغو درېیو ډلو سربېره، د امرالله صالح په مشرۍ د افغانستان زرغون بهیر، د ملي بسیج جبهه، د ملي خپلواکۍ جبهه، د وطنساتونکو جبهه، د افغانستان جمهوري جبهه او د افغانستان د ازادۍ غورځنګ په ګډون ګڼې نورې ډلې هم د طالبانو پر وړاندې د بریدونو ادعاوې کوي.
شننه وايي، که څه هم د دغو کوچنیو ډلو د بریدونو شمېر په انفرادي توګه محدود دی، خو که د دوی بریدونه لکه ]رنګه چې وايي، رښتیا وي او سره رایوځای شي نو د مقاومت د لویو ډلو له بریدونو سره د پرتلې وړ دي. د ملګرو ملتونو د پرلهپسې راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له نوومبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای پورې په افغانستان کې لږ تر لږه ۴۳۸ داسې بریدونه او پېښې ثبت شوې دي چې د مقاومت ډلو له فعالیتونو سره تړاو لري. د شننې لیکوال ټینګار کوي چې د دغو ډلو د ټولو ادعاوو خپلواک تایید ممکن نه دی؛ خو تایید شوې پېښې ښيي چې د مقاومت فعالیتونه یوازې د ټولنیزو رسنیو تر ادعاوو پورې محدود نه دي.
د مقاومت تر ټولو لویه ستونزه؛ د ګډې رهبرۍ نشتوالی
د شننې له مخې، د طالبانو مخالفې ډلې د پښتنو، تاجکانو او هزارهوو مشران لري او د ډېریو مشرانو یې د پخواني حکومت په سیاسي یا پوځي جوړښتونو کې دندې ترسره کړې دي. د دغو ډلو په سیاسي هدفونو کې د ولسواکۍ او بشري حقونو بېرته ټینګښت هم یاد شوی؛ خو سره له دې ګډو موخو، هره ډله په ځان ته فعالیت کوي او د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره ګډه او منسجمه تګلاره نه لري.
لیکوال وايي، د ملي مقاومت جبهې، د افغانستان د ازادۍ جبهې او د افغانستان متحدې جبهې مشران د جګړې په ډګر کې د یو بل له موجودیت سره مخالفت نه لري او ځانونه د یوې ګډې مبارزې ملګري ګڼي. د ملي مقاومت جبهې د افغانستان د ازادۍ جبهې د وروستیو جګړو ستاینه هم کړې ده. د دواړو جبهو استازو د افغانستان لپاره د ولسواکۍ او قانون د واکمنۍ د ټینګښت په موخه د ویانا بهیر په غونډو کې هم ګډون کړی دی.
خو د شننې په باور، یوازې د یو بل منل د ګډې جګړې لپاره بسنه نه کوي. د ډلو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی د دې سبب شوی چې دوی خپل بشري ځواک، مالي امکانات او نورې سرچینې په ګډه ونه کاروي؛ په ځانګړې ډول داسې مهال چې نه د بهرنیو هېوادونو څرګند پوځي ملاتړ لري او نه له افغانستانه بهر خوندي پوځي مرکزونه.
لیکوال د پخواني جمهوري نظام د سقوط تجربه هم یادوي او وايي، هغه مهال چې طالبان پیاوړي کېدل او د ولایتونو مرکزونه یې تر فشار لاندې راوستل، د حکومت چارواکي پر خپلمنځي سیالیو بوخت وو. د شننې پر اساس، د طالبانو د مشرتابه په منځ کې د اختلافاتو په اړه د راپورونو له خپرېدو سره سره، دغه ډله د خپلو مخالفانو پر وړاندې په عمومي توګه متحده پاتې شوې ده.
شننه وړاندیز کوي چې د مقاومت ډلې دې لږ تر لږه د یوه ګډ چتر لاندې سازمان رامنځته کړي، څو د پوځي فعالیتونو تر څنګ د سیاسي همغږۍ او بهرنیو اړیکو لپاره هم ګډ دریځ ولري.
د پخوانیو مجاهدینو تجربه؛ د یووالي او خپلمنځي جګړو درس
د شننې لیکوال د شوروي اتحاد پر وړاندې د جګړې پر مهال د مجاهدینود اوو ډلو اتحاد، چې د «پېښور اووه»ګون ایتلاف په نوم پېژندل کېده، د یوې تاریخي بېلګې په توګه یادوي. د لیکوال په وینا، دغه اتحاد د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د ګډ دریځ په رامنځته کولو او د بهرنیو مرستو په ترلاسه کولو کې مهم رول درلود.
د دغو ډلو له لارې مجاهدینو د پاکستان، امریکا او سعودي عربستان په ملاتړ وسلې او تجهیزات ترلاسه کول. خو دغه اتحاد د ډلو ترمنځ د واک پر سر سیالۍ له منځه یو نه وړې. د بېلګې په توګه، پاکستان د ګلبدین حکمتیار د ډلې ډېر ملاتړ کاوه او دې چارې د نورو ډلو او سیاسي جریانونو ترمنځ نابرابري رامنځته کړې وه.
شننه د ۱۹۸۹ کال هغه پېښه هم یادوي چې د حکمتیار ځواکونو په تخار کې د احمدشاه مسعود د ځواکونو شاوخوا ۳۰ غړي ووژل. د لیکوال په باور، دا ډول خپلمنځي نښتې د هغو خونړیو جګړو نښې وې چې د ډاکترنجیبالله د حکومت له سقوط وروسته یې افغانستان ته زیان ورساوه.
له همدې امله، شننه وايي، که د طالبانو مخالفې ډلې د ګډ تنظیم د جوړولو پرېکړه کوي، باید د سیاسي واک د وېش، د اختلافونو د حل او د هېواد د بېلابېلو قومي او مذهبي ټولنو د ګډون په اړه هم روښانه هوکړه ولري. د لیکوال په اند، د مضشرتابه د یوې ګډې شورا جوړول او د بهرنیو مرستو د وېش لپاره د ګډ میکانیزم رامنځته کول د خپلمنځي شخړو د مخنیوي لپاره مهم دي.
لیکوال وړاندیز کوي چې د مقاومت ډلې دې د تبعید حکومت د جوړولو پر امکان هم غور وکړي، څو د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو او د بېلابېلو ډلو د هڅو د همغږۍ لپاره یوه سیاسي مرجع ولري.
ولې بدخشان د مقاومت لپاره مهم بلل کېږي؟
د شننې یوه مهمه برخه په بدخشان ولایت کې د طالبانو ضد مقاومت پر فعالیتونو راڅرخي. د لیکوال په باور، د مقاومت ډلو په تېرو پنځو کلونو کې تر ډېره پر چریکي بریدونو تمرکز کړی، خو تر اوسه یې د افغانستان په هېڅ سیمه کې خپل واک په دایمي توګه نه دی ټینګ کړی.
د شننې له مخې، په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د ازادۍ جبهې، ملي مقاومت جبهې او د افغانستان متحدې جبهې په بدخشان کې بریدونه کړي دي. د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۱۳مه یې په فیضآباد کې د ښاروال د وژنې مسوولیت پر غاړه اخیستی، او د افغانستان د ازادۍ جبهې په یفتل او زیباک سیمو کې د جګړو راپورونه ورکړي دي.
شننه د ۲۰۲۶ کال د جولای ۱۷مه هم یادوي، چې د وطنساتونکو جبهې د بدخشان د یفتل سفلی ولسوالۍ مرکز د لنډ وخت لپاره نیولی و. د لیکوال په اند، دا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د لنډ وخت لپاره د یوې ولسوالۍ د مرکز د نیول کېدو نادره پېښه وه.
لیکوال وايي، بدخشان د جغرافیایي موقعیت، غرنیو سیمو او لرې پرتو درو له امله د مقاومت ډلو لپاره د فعالیت مناسب چاپېریال برابرولی شي. په دغه ولایت کې محدود سړکونه او ستونزمنې لارې د مرکزي حکومت لپاره د سیمو د بشپړ کنټرول ساتل ستونزمنوي.
د شننې له مخې، بدخشان د مقاومت اوږد تاریخ هم لري. د شمالي ټلوالې ځواکونو د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په بدخشان، پنجشېر او تخار کې اډې لرلې. سربېره پر دې، د کانونو په برخه کې د ځايي خلکو شکایتونه او د طالبانو له خوا د ځینو کانکیندونکو د کار محدودول هم د نارضایتۍ لاملونه بلل شوي دي.
لیکوال د طالبانو په لیکو کې دننه شخړې هم یادوي. د هغه په وینا، د سرو زرو د کانونو پر سر د اختلافاتو له امله د طالبانو د ځینو ډلو ترمنځ نښتې شوې دي. د شننې له نظره، دا ډول اختلافات ښايي په بدخشان کې د طالبانو د واک د ټینګښت پر وړاندې ستونزې زیاتې کړي.
شننه درې عوامل یادوي چې ولې ښايي طالبان په بدخشان کې د مقاومت پر وړاندې د ۲۰۲۱ کال د پنجشېر د جګړې په څېر اسانه بری ترلاسه نه کړي: د مقاومت ډلو پنځه کلنه پوځي تجربه، د سیمې ستونزمنه جغرافیه او د طالبانو د پخوانیو بریاوو له امله د رامنځته شوې رواني برلاسۍ کمېدل.
د بدخشان جغرافیایي موقعیت هم مهم بلل شوی، ځکه چې دغه ولایت له تاجکستان او پاکستان سره ګډه پوله لري او د واخان دهلېز له لارې له چین سره هم نښتی دی. د لیکوال په اند، د طالبانو او د دغو هېوادونو د اړیکو بدلونونه ښايي په راتلونکي کې د مقاومت ډلو لپاره سیاسي فرصتونه رامنځته کړي.
ایا بهرني هېوادونه د مقاومت ملاتړ کولی شي؟
د شننې له مخې، د طالبانو ضد مقاومت لا هم د طالبانو د واکمنۍ د یوه باوري بدیل په توګه نړیوال مشروعیت نه لري. په داسې حال کې چې طالبان له یو شمېر هېوادونو سره اړیکې لري، د روسیې په استثنا نورو هېوادونو د دوی حکومت په په رسمیت نه دی پېژندلی.
لیکوال تاجکستان د هغو هېوادونو له ډلې ګڼي چې ښايي په غیرمستقیم ډول د مقاومت ډلو ملاتړ وکړي. د هغه په وینا، دوشنبه د افغانستان د مخالفانو ځینو څېرو ته پناه ورکړې او د سرحدي امنیت په برخه کې هم له ستونزو سره مخ شوی دی. خو د روسیې او طالبانو د اړیکو د نژدېوالي له امله، شننه دا احتمال کم بولي چې تاجکستان به له غیرمستقیم ملاتړ څخه ورهاخوا ګام پورته کړي.
د ایران په اړه لیکوال وايي، د مقاومت مشران ښايي د اوبو د حقونو او په افغانستان کې د شیعهګانو د وضعیت په څېر موضوعاتو ته په اشارې له تهران سره د اړیکو د پراخولو هڅه وکړي.
خو د شننې په باور، پاکستان ښايي د مقاومت ډلو لپاره تر ټولو مهم احتمالي بهرنی ملاتړ وي. پاکستان له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې له وسلهوالو ډلو سره اړیکې لرلې، خو د طالبانو او اسلاماباد اړیکې د پاکستاني طالبانو او نورو وسلهوالو ډلو په اړه د اختلافونو له امله خرابې شوې دي.
لیکوال یادونه کوي چې طالبانو پر پاکستان تور پورې کړی چې د دوی مخالفو ډلو ته پناه ورکوي او ملاتړ یې کوي. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د طالبانو ضد مقاومت له ځینو مشرانو سره د احتمالي ملاتړ په اړه خبرې کړې دي؛ خو شننه وايي، د دغو اړیکو د څرنګوالي په اړه لا هم بشپړ وضاحت نشته.
د لیکوال په اند، لوېدیځ هېوادونه باید له دې بهیر سره محتاط چلند وکړي او د مقاومت له مشرانو سره خپلې اړیکې وساتي. هغه وړاندیز کوي چې که د مقاومت ډلې سره متحدې شي او په ځینو سیمو کې د واک د ټینګولو وړتیا وښيي، نو لوېدیځ هېوادونه دې له هغوی سره د ښکاره سیاسي اړیکو او احتمالي ملاتړ په اړه غور وکړي.
شننه د دې ملاتړ احتمالي خطرونه هم مني. د لیکوال په باور، پوځي مرستې ښايي افغانستان یو ځل بیا پراخو جګړو ته ټېل وهي او د ملکي وګړو کړاوونه زیات کړي. له همدې امله، هغه د هر ډول راتلونکي ملاتړ لپاره د مقاومت د ډلو ترمنځ یووالی او د هغوی د بري واقعي وړتیا مهم شرطونه ګڼي.
پایله؛ د مقاومت بقا لا بریا نه ده
د «وار آن د راکس» شننه په پای کې وايي، د طالبانو ضد مقاومت په تېرو پنځو کلونو کې، له څرګند بهرني دولتي ملاتړ او خوندي پوځي مرکزونو پرته، خپل شتون ساتلی او د فعالیتونو کچه یې لوړه کړې ده. خو دغه پرمختګونه لا د طالبانو د واکمنۍ لپاره په ګواښ نه دي بدل شوي.
سرچینه: «War on Rocks» وېبپاڼې شننه، د Will Selber لیکنه، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۲۷مه
ویل سیبر د امریکا د هوايي ځواک متقاعد صاحب منصب دی او درې کاله یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې ده.
د سقوط شوي “جمهوریت” وزیران، معينان، والیان، امینه قوماندانان، د پارلمان وکیلان، د فنډونو مدني تاراجګران، جهاتي رهبران د عربو زوړ دلال سیاف په ګډون، يوګله نور ړ پخواني نظام معاشخواره و باجگیران اوس د آی ایس آی په انګړ کې کوړت کوړت کوي. همغوی چې يووخت يې رمباړې وهلې “طالب پنجابي است”.
دوی ډېر ښه کار کړی. په دې کار سره د تير رژيم ماهیت او محتوا خلکو ته ډيره ښه ورپيژني. د طالبانو کار يې بيخي آسانه کړی.