تاند (پنجشنبه، د لړم/ قوس ۷ مه) په چین کې د شتمنو کسانو شمېر بېساري کچې ته رسېدلی او د مصنوعي ځیرکتیا د شرکت «ډیپسیک» بنسټګر لیانګ وِنفېنګ په لومړي ځل د دغه هېواد د لسو شتمنو کسانو په نوملړ کې شامل شوی دی.
د «هورون» څېړنیز بنسټ په کلني نوملړ کې، چې د سېشنبې په ورځ د لړم په پنځمه خپور شوی، راغلي چې په چین کې د هغو کسانو شمېر چې شتمني یې له پنځو میلیارد یوانو، یعنې شاوخوا ۷۵۰ میلیون ډالرو، زیاته ده، ۱۵۲۹ تنو ته رسېدلی دی.
تر دې مخکې په ۲۰۲۱ کال کې د دغو کسانو شمېر ۱۴۶۰ تنو ته رسېدلی و، چې تر دې دمه تر ټولو لوړه شمېره وه.
د ډیپسیک بنسټګر لیانګ وِنفېنګ د اټکل شوې ۴۱ میلیارد او ۷۰۰ میلیون ډالرو شتمنۍ په لرلو په لومړي ځل د شتمنو کسانو په نوملړ کې شامل شوی او اووم مقام یې خپل کړی دی.
تېر کال د ډیپسیک د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختللي ماډل وړاندې کېدو د دغه شرکت د بنسټګر د شتمنۍ په زیاتېدو کې مهم رول درلود. د دغه ماډل وړتیاوو امریکايي سیالان له ننګونې سره مخ کړل او د امریکا د ټکنالوژۍ د ځینو شرکتونو د ونډو بیې یې راټیټې کړې.
د نوملړ په سر کې د «بایټډنس» شرکت بنسټګر جانګ ییمینګ دی. نوموړی چې د ټیکټاک مالک دی، شتمني یې ۹۹ میلیارد او ۷۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې، چې د هورون په نوملړ کې نوی ریکارډ دی.
د هورون راپور ښيي چې د چین ډېری نوي شتمن شوي کسان د مصنوعي ځیرکتیا، د کمپیوټري چیپونو د جوړولو او روباټونو د تولید په برخو کې فعالیت کوي.
د دغه هېواد د لومړیو ۱۰۰ شتمنو کسانو له ډلې ۶۰ سلنه خپله شتمني په هغو صنعتونو کې ترلاسه کړې چې د «چین ۲۰۲۵» ستراتیژیک پروګرام له ملاتړ برخمن دي.
د هورون بنسټ لوړپوړي څېړونکي، روپرت هوګېوېر، دا بدلون د چین د « د اقتصاد د چټکې ودې نښه بللې ده. د هغه په وینا، په دغه اقتصاد کې د ټکنالوژۍ د برخې د فعالانو شتمني په چټکۍ زیاتېږي، خو په دودیزو اقتصادي برخو کې شتمني مخ پر کمېدو ده.
د راپورونو له مخې، ډیپسیک هم د ۱۰۰ میلیارد یوانو، چې شاوخوا ۱۴ میلیارد ډالره کېږي، د پانګونې د راجلبولو په درشل کې دی. که دا پانګونه ترلاسه کړي، د دغه شرکت ارزښت ښايي شاوخوا ۵۰۰ میلیارد یوانو ته ورسېږي.