افغانستان د نړۍ یو له هغو، د ګوتو په شمېر، هیوادونو څخه دی چي د څوکلونو راهیسي د لوږي او بېکارۍ له سخت بحران سره مخامخ دی. د ملګرو ملتونو وروستۍ احصایې ښيي چي د افغانستان نیژدې ۱۶ میلیونه انسانان د بحران د سطحي له لوږي سره مخامخ دي. په میلویونونو افغانان د قحطۍ سطحي ته نیژدې ژوند کوي او ۲۲،۹ میلیونه انسانان یې د ملګرو ملتونو مرستو ته اړ دي او له دغو مرستو پرته ژوند نه سي کولای. ۱۳،۳۵ فیصده خلک یې بېکاره او په سلو کي ۶۹ تنه یې په غیر مسلکي کارونو لګیا دي او د ورځي له مزدورۍ څخه یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي.
افغانستان یوازي له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ پوري، پر کابل باندي د مجاهیدنو د چپاو او د هغوی ترمنځ دداخلي جنګونو او تباهیو په وخت کي تر دغه له سختو حالاتو سره مخامخ سوی وو. نور نو دې هیواد په خپل تاریخ کي تر دغه اوسني حالت سخت او ناوړه شرایط نه وه لیدلي. په یوه هیواد کي چي تقریباً ۲۳ میلیونه انسانان یې د ملګرو ملتونو په خیرات ژوند کوي او په میلیونونو انسانان یې نه پوهیږي چي سبا به ډوډۍ ولري او که به له اولادونو سره یو ځای شامه ویده سي؛ که حکومت موجود وي او د خپلو خلکو او خپل خالق په مقابل کي د مسوولیت احساس ورسره وي نو تر هرڅه مخکي د لوږي د بحران د مخنیوي لپاره هلي ځلي کوي. خو په افغانستان کي؟
د طالبانو د ډلي مشر فیصله کړې ده چي د کندهار د زړې فرقې پر ۶۷۵ جریبه ځمکه به د ۳۸ میلیارډو افغانیو، چي څه باندي ۶۰۰ میلیونه ډالر کیږي، په لګښت مدرسې، لیلیې، کتابتون، جمنازیوم او یو لوی جومات جوړوي چي په یوه وخت کي به د ۲۵ زره لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت ولري.
موږ ټول مسلمانان یو او ټول د جومات د جوړېدلو په ضرورت پوهیږو او ټول د جومات تقدس ته عقیده لرو. خو دا په کوم کتاب کي راغلي دي چي د افغانستان خلک دي له لوږي مري، بېکاره دي وي او چي د چا په وس کیږي ټول دي، د یوې ګولې ډوډۍ او مزدورۍ د پیدا کولو لپاره له هیواد څخه په تېښته کي وي خو ملا هبت الله دي د میلیارډونو افغانیو په لګښت مدرسه او جومات آبادوي؟ او دا جومات هم په داسي ښار کي جوړیږي چي هیڅ جومات یې له بل جومات څخه تر ۱۵ دقیقې پیاده مزل څخه زیاته فاصله نه لري.
افغانستان ښايي په نړۍ کي یوازینی هیواد وي چي د خپلو متقاعدینو پر تنخوا یې سترګي پټي کړي او د قدرت د نیولو راهیسي یې په دې پنځو کالو کي د څه باندي ۲ میلیونه مامورینو، صاحب منصبانو، پولیسو، معلمینو او استادانو د تقاعد تنخوا، چي د هغوی د ژوند کولو یوازینۍ وسیله ده، ورڅخه غصب کړی ده. ملا هبت الله چي د شیخ القرآن او شیخ الحدیث تر څنګ په لس هاوو نور القاب لري او نوم یې په څلورو کرښو کي نه ځاییږي، په دې نه پوهیږي چي د متقاعدینو د تنخوا غصبول حرام او د متقاعدینو د بې ډوډۍ او بې درملو ماشومانو په حق کي ظلم دی؟
په داسي حال کي چي هیواد د لوږي له بحران سره مخامخ وي ۳۸ میلیارډه ډالر په جومات او مدرسو لګول ملي خیانت او د خپلو اولسونو په مقابل کي څرګند جنایت دی.
۳۸ میلیارډه افغانۍ د هبت الله شخصي مال دی؟ دا هغه پیسې دي چي د امریکا، ملګرو ملتونو او عربی هیوادونو له خیرات او د تجارتي مالونو او د خلکو د ځمکو او جایدادونو له مالیاتو څخه ترلاسه سوي دي. دا ټولي پیسې د ملت مال دی او د دې پیسو یوه افغانۍ بېځایه لګول خیانت دی.
په دې څه باندي ۶۰۰ میلیونه ډالرو لږترلږه ۵۰ وړې او لویی کارخانې او فابریکی جوړېدلای سوای چي لږترلږه ۵۰ زرو کورنیو ته به یې ډوډۍ ورکولای او هیوا د به یې تر یوې اندازې د ګاونډیانو له احتیاج څخه ژغورلی وای.
زه د هغو په اصطلاح منورینو پر حال افسوس کوم چي لا هم د غاصبو طالبانو ملاتړ کوي چي له تعلیم او ښځو سره له دښمنۍ پرته بل هیڅ کمال نه لري او د خپل قدرت ټول وخت یې د شهوت سړولو، ګېډو ډکولو، بنګلو جوړولو او غصبولو، رشوت خوړلو او فساد ته ورکړی دی.
ملا هبت الله باید په دې پوه سي چي له هغه وخته چي د افغانستان خښته ایښودله سوې ده تر نني ورځي پوري هیڅ خاین بې سزا لیدلو نه دی پاته سوی او له دې عمومي حکم څخه به نه دی او نه د ده ورسره ملګري طالبان خلاص سي.