نور محمد غفوری
دوهمه برخه
سریزه
په تېره لیکنه کې مو د سیستم له مفهوم سره اشنايي ومونده او دا مو روښانه کړه چې سیستم د بېلابېلو برخو، عناصرو او د هغوی ترمنځ د اړیکو یوه منظمه ټولګه ده. اوس دا پوښتنه مطرح کېږي چې یو سیستم په عملي توګه څنګه کار کوي؟ د هغه بېلابېلې برخې څنګه خپلې دندې ترسره کوي، څنګه له یو بل سره اړیکې نیسي او په ګډه څنګه یوه پایله رامنځته کوي؟
د دې پوښتنې د ځواب له پاره باید سیستم یوازې د برخو د یوې میخانیکي ټولګې په توګه ونه پېژنو، بلکې د هغه جوړښت، د برخو دندې، د اړیکو څرنګوالی، د فعالیت بهیر او د پایلو د ارزونې طریقه هم وڅېړو. په حقیقت کې، د سیستم فعالیت یوازې د هغه د برخو په شتون پورې نه، بلکې د دغو برخو د تنظیم، متقابل تعامل او همغږۍ په څرنګوالي پورې هم تړلی دی.
۱. د سیستم جوړښت او د هغه د برخو (اجزاوو) دندې
هر سیستم له بېلابېلو عناصرو او برخو جوړ وي. په یوه سیستم کې هره برخه د هغه د ماهیت او جوړښت له مخې ځانګړی رول یا دنده لري. د دغو دندو تنظیم، د مسؤلیتونو وېش او د برخو ترمنځ د اړیکو څرنګوالی د سیستم د جوړښت مهم عناصر دي.
د بېلګې په توګه، د انسان په بدن کې زړه د وینې د پمپ کولو، سږي د ګازونو د تبادلې او مغز د ګڼو بدني فعالیتونو د تنظیم دنده لري. دا غړي بېلابېلې دندې ترسره کوي، خو د هغوی فعالیتونه له یو بل سره تړلي دي. د دغو غړو ترمنځ همغږي د بدن د عادي فعالیت او د ژوند د دوام لپاره اړینه ده.
همدا اصل په ښوونیزو ادارو، شرکتونو او سیاسي نظامونو کې هم لیدل کېږي. په یوه ښوونځي کې اداره، ښوونکي، زدهکوونکي او درسي مواد هر یو ځانګړی رول لري. که دندې او مسؤلیتونه روښانه وي او د فعالیتونو ترمنځ همغږي موجوده وي، د ښوونیزو موخو د ترلاسه کولو زمینه برابریږي. برعکس، که دندې مبهمې وي، مسؤلیتونه له یو بل سره ټکر ولري یا د برخو ترمنځ همغږي نه وي، د سیستم فعالیت له ستونزو سره مخ کېدای شي.
له همدې امله، د سیستم د جوړښت د پېژندلو پر مهال باید یوازې دا ونه ګورو چې له کومو برخو جوړ دی؛ بلکې دا هم وڅېړو چې هره برخه څه دنده لري او د ټول سیستم په فعالیت کې څه رول لوبوي.
۲. د برخو ترمنځ اړیکې او متقابل اغېز
د سیستم فعالیت یوازې د هغه د برخو په شتون پورې نه دی تړلی، بلکې د دغو برخو ترمنځ اړیکې او متقابل اغېز هم اساسي اهمیت لري. د سیستم ځانګړې برخې په ډېرو مواردو کې په خپلواکه توګه نه، بلکې د یو بل په تعامل کې خپلې دندې ترسره کوي. له همدې امله، د یوې برخې بدلون یا ستونزه د نورو برخو او په پایله کې د ټول سیستم پر فعالیت اغېز کولای شي.
د بېلګې په توګه، که په یوه ښوونځي کې د ښوونکو شمېر کافي نه وي، درسي مواد له اړتیاوو سره برابر نه وي یا د ادارې او ښوونکو ترمنځ همغږي کمزورې وي، دا ستونزې د زدهکړې پر بهیر اغېز کولای شي. په دې حالت کې، د زدهکوونکو د کمزورو پایلو لامل ښایي یوازې د هغوی وړتیا یا هڅه نه وي، بلکې د سیستم په نورو برخو کې هم ستونزې موجودې وي.
همدا ډول، په یوه سازمان یا سیاسي نظام کې د مسؤلیتونو ناسم وېش، د معلوماتو د لېږد ستونزې او د ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی کولای شي د پرېکړو پلي کېدل له خنډونو سره مخ کړي.
له دې څخه څرګندېږي چې د یوه سیستم د فعالیت د سم درک له پاره باید د هغه برخې جلا جلا وڅېړو، خو تحلیل باید همدلته پای ته ونه رسوو. اړینه ده چې د برخو ترمنځ اړیکې، د هغوی متقابل اغېز او د ټول سیستم پر فعالیت د دغو اړیکو پایلې هم وڅېړو.
۳. د سیستم د فعالیت بهیر
سیستمونه د خپل ماهیت او جوړښت له مخې په بېلابېلو طریقو فعالیت کوي، خو د ډېرو سیستمونو د فعالیت په بهیر کې درې مهم عناصر پېژندلای شو: سرچینې یا معلومات، فعالیتونه او پایلې.
سرچینې هغه امکانات، مواد، انرژي یا معلومات دي چې سیستم یې د فعالیت له پاره ترلاسه کوي. فعالیتونه هغه بهیرونه دي چې د سرچینو د کارولو، تنظیم یا بدلون له لارې ترسره کېږي. پایلې بیا هغه محصولات، خدمتونه، بدلونونه یا اغېزې دي چې د سیستم د فعالیت په پایله کې رامنځته کېږي.
د بېلګې په توګه، یو ښوونځی ښوونکي، زدهکوونکي، درسي مواد، وخت او مالي امکانات د خپلو فعالیتونو له پاره کاروي. د تدریس، تمرین او ارزونې له لارې د زدهکوونکو پوهه او مهارتونه وده کوي. په دې مثال کې سرچینې د سیستم د فعالیت لومړني امکانات دي، تدریس او زدهکړه د فعالیت بهیر جوړوي او ترلاسه شوې پوهه او مهارتونه یې له مهمو پایلو څخه دي.
البته، د یوه سیستم پایلې تل د هغه له لومړنیو موخو سره سمون نه لري. کله ناکله سیستم خپلې موخې ترلاسه کوي، خو ځینې نااټکل شوې پایلې هم رامنځته کوي. له همدې امله، د سیستم د فعالیت ارزونه باید یوازې د ترسره شویو فعالیتونو پر شمېر ونه شي، بلکې د هغو پر پایلو او اغېزو هم ولاړه وي.
سیستمونه همدارنګه له خپل چاپېریال سره په بېلابېلو کچو اړیکې لري. ځینې له چاپېریال څخه سرچینې او معلومات ترلاسه کوي او په بدل کې محصولات، خدمتونه یا نورې پایلې وړاندې کوي. د انساني او سازماني سیستمونو فعالیت هم د اقتصادي شرایطو، ټولنیزو اړتیاوو، قوانینو او نورو بهرنیو عواملو تر اغېز لاندې راتلای شي.
له همدې امله، د سیستم د فعالیت د درک له پاره باید سرچینې، فعالیتونه او پایلې یې وڅېړو او دا هم په پام کې ونیسو چې د هغه چاپېریال څنګه پر فعالیت اغېز کوي.
۴. د پایلو ارزونه او بیرته غبرګون
د یوه سیستم د اغېزمنتیا د ارزونې له پاره یوازې دا کتل بسنه نه کوي چې کوم فعالیتونه ترسره شوي دي؛ بلکې دا هم باید وڅېړل شي چې دغو فعالیتونو څه پایلې لرلې، تر کومه بریده یې ټاکل شوې موخې ترلاسه کړې دي، له کومو ستونزو سره مخ شوي دي او د فعالیت د ښه والي له پاره کومو بدلونونو ته اړتیا ده.
په انګلیسي کې دې بهیر ته Feedback ویل کېږي. په پښتو کې د «بېرتهغبرګون» اصطلاح هم ورته کارول کېدای شي، خو دلته یې معنا یوازې د یوه شخص د خبرې یا کړنې په وړاندې د بل شخص عکسالعمل نه دی. په سیسټمي مفهوم کې بېرتهغبرګون هغو معلوماتو او پایلو ته ویل کېږي چې د سیستم د فعالیت په اړه بېرته ترلاسه کېږي او د سیستم د ارزونې، تنظیم او اصلاح له پاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
د بېلګې په توګه، که د یوه ښوونځي د ازموینو پایلې وښيي چې د زدهکوونکو یوه لویه برخه په یوه مضمون کې کمزورې ده، دا پایلې د ښوونیز سیستم د فعالیت په اړه معلومات برابروي. اداره او ښوونکي کولای شي د تدریس طریقه، درسي مواد، د ښوونکو د تدریس شرایط او د زدهکوونکو د زدهکړې ستونزې وارزوي. که ارزونه څرګنده کړي چې د تدریس په طریقه کې نیمګړتیاوې شته، د هغې د اصلاح له لارې د زدهکړې پایلې ښې کېدای شي.
همدا ډول، په سیاسي او اداري سیستمونو کې د خلکو غوښتنې او نیوکې، د دولتي ادارو راپورونه، د قوانینو د پلي کېدو پایلې او د عامه خدمتونو ارزونه د سیستم د فعالیت په اړه مهم معلومات برابروي. د دغو معلوماتو له لارې معلومېدای شي چې کومې چارې په سمه توګه ترسره کېږي، کومې ستونزې موجودې دي او د خلکو کومې اړتیاوې لا نه دي پوره شوې.
د بېلګې په توګه، که د خلکو شکایتونه وښيي چې په یوه دولتي اداره کې د اسنادو د ترلاسه کولو بهیر ډېر وخت نیسي، اړوندې ادارې کولای شي د دې ځنډ لاملونه وڅېړي. ښایي د کارکوونکو شمېر کم وي، اداري کړنلارې پېچلې وي، د ادارو ترمنځ همغږي کمه وي یا د کار بهیر مناسب تنظیم شوی نه وي. د ستونزې د لامل له پېژندلو وروسته، د کړنلارو ساده کول، د مسؤلیتونو روښانه کول یا د کار د بهیر ښه تنظیمول د حل له ممکنه لارو څخه کېدای شي.
خو د سیستم د فعالیت په اړه د معلوماتو ترلاسه کول په خپله د اصلاح معنا نه لري. د دې له پاره اړینه ده چې معلومات په دقت وارزول شي، د ستونزو اصلي لاملونه وپېژندل شي، د اصلاح اړتیا ومنل شي او د حل مناسبه لاره عملي شي. که معلومات موجود وي، خو د پرېکړې مسؤل کسان یې له پامه وغورځوي، ستونزې په سمه توګه ونه ارزوي یا د حل له پاره اقدام ونه کړي، د سیستم په فعالیت کې ښایي هېڅ مثبت بدلون رامنځته نه شي.
له همدې امله، د یوه سیستم د اغېزمن فعالیت له پاره یوازې د معلوماتو ترلاسه کول بسنه نه کوي؛ بلکې د هغو سمه ارزونه، د پایلو پر بنسټ پرېکړه او د اړینو اقداماتو عملي کول هم مهم دي. کله چې د اصلاحاتو له پلي کېدو وروسته پایلې بیا وارزول شي، سیستم کولای شي معلومه کړي چې بدلونونه یې څومره اغېزمن وو او ایا نورو اقداماتو ته اړتیا شته که نه. په دې توګه، د ارزونې او اصلاح بهیر بیا بیا تکرارېدای شي.
پایله
د یوه سیستم فعالیت د هغه د برخو، دندو، اړیکو او د فعالیتونو د بهیر پر متقابل تړاو ولاړ وي. د سیستم د سمې پېژندنې له پاره یوازې د هغه د جوړښت مطالعه بسنه نه کوي؛ بلکې باید وڅېړو چې برخې یې څنګه خپلې دندې ترسره کوي، څنګه پر یو بل اغېز کوي، سرچینې څنګه په فعالیتونو بدلېږي او د دې فعالیتونو پایلې څنګه ارزول کېږي.
همدارنګه، د سیستم د فعالیت په اړه د معلوماتو ترلاسه کول او د هغو پر بنسټ د اړتیا وړ اصلاحاتو ترسره کول د سیستم د تنظیم او ښه والي مهم عناصر دي. خو د اصلاح بریالیتوب د معلوماتو پر شتون سربېره، د ارزونې پر دقت، د پرېکړو پر کیفیت او د اقداماتو پر عملي کېدو هم تړلی دی.
په لنډه توګه، د یوه سیستم د فعالیت د درک له پاره باید څلور اساسي پوښتنې ځواب کړو: سیستم له کومو برخو جوړ دی؟ دا برخې څنګه له یو بل سره اړیکې لري؟ د دوی د ګډ فعالیت په پایله کې څه رامنځته کېږي؟ او د پایلو د ارزونې له مخې د سیستم فعالیت څنګه تنظیم یا اصلاح کېدای شي؟
ما په تیره لیکنه کې ویلی و چې د سیستم د توضیح په دوهمه برخه کې به د هغه ډولونه څیړو، خو لازمه مې وبلله چې د مقالې په دې برخه کې د سیستم د فعالیت څرنګوالی د هغو د ډولنو له توضیح څخه را مخکې کړم. په راتلونکې لیکنه کې به د سیستمونو بېلابېل ډولونه وڅېړو او د اصلي سیستمونو او فرعي سیستمونو ترمنځ به توپیر روښانه کړو.
۲۳/۱۰/۲۰۲۶م