ته په دې نرواکه نړۍ کې د خپلې مینې، مهربانۍ او خواخوږۍ له امله دومره ځورول شوې یې، چې غواړي اروا دې وزرونه وغوړوي او هغې فضا ته کډه شي، چېرته چې ستا غږ د چوپتیا په ګوټ کې راځوړند نه وي.
ته که هر څومره د درد، مینې او خواخوږۍ نارې ووهې، که هر څومره په زغرده وپوښتې: «ولې مې څوک غږ نه اورئ؟» بیا یې هم نه اوري.
نه ځکه چې ستا درد کوچنی دی، نه ځکه چې ستا خبرې بېارزښته دي؛ بلکې ځکه چې ته ښځه یې. په دې نرواکه نړۍ کې ان د فریاد حق هم نه لرې.
ته غږ لرې، خو څوک یې د اورېدو نشته؛ درد لرې، خو څوک یې احساسول نه غواړي. هو، ته په هغه فضا کې اوسې، چېرته چې څوک ستا غږ اورېدل نه غواړي!
ستا چوپتیا د بې دردې نړۍ پر تندي هغه نښه ده، چيرته چې ښځې ته د یوه بشپړ انسان په سترګه نه ګوري.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه:٢٠٢٦ کال د اکتوبر ٢٤مه