پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+څراغ/ اجمل پسرلی

څراغ/ اجمل پسرلی

د کاږه واږه خوړ څنګ ته د لویدلي دیوال نخښې یونیم ځای ورکې شوې دي. نه پوهیږم چې د کومو وختونو به وي خو د خوړ ډډ ته د دنګو ونو د پنډو پنډو ډډو له ګونځو ښکارې چې په دې سیمه زمانې اوښتي دي.

د دیوال له دې یوې لږ پاتې برخې سره یو لویدلی قبر دی، پلاستیکي کڅوړې، یوه شکیدلې جرابه ، د یوې نانځکې تن او یو موټ ویښته پراته دي…

د نم بوی دی، د سرو خښتو بیخونه سپین رنګه چڼاسن ښکاري، مني سپیره کړي ازغي شاوخوا دریدلي دي…

 د دیوال له شا راتیر شوم. د جګو ونو لور ته ورروان شوم. له لرې مې احساسوله چې لمر د ونو له سرونو پورته کیږي، پورته کیږي…

  د یوې ونې لاندې کښیناستم. له هغه ځایه دا د دیوال لوری داسې ښکاریده لکه یو غار، لکه یو متروک ځای، خو پناهځای. زړه مې وشو چې ورشم:

«خو دغه دی ترې راغلې»

د زړې ونې پر ډډ مې لاس تیر کړ ځای ځای یې پوټکی اوښتی و او د ښویه سپین لرګي مینځ ته یې ویینې ورننوتې وې. د لرګي دوړه لاندې پرته وه. د خوړ پورې غاړه د کلي خواته یوڅراغ بل شو. داسې کمزوری ښکاریده لکه د لوګي وهلې شیشې ترشا د لمپې لمبه.

د زاړه دیوال لوری تیاره شو:

هاغه سر پرې کړې نانځکه به له چا پاتې وي؟

جرابه به د چا له پښې ختلې وي؟

 دا دیوال چا جوړ کړی؟

ویښته د چا شکیدلې؟

دا قبر به د چا وي؟

په څانګو کې څرپ څروپ شو لکه څه شی چې ونې ته ختلی وي. راولټیدم، شاته مې د دیوال خواته وکتل. څو ګامه مې واخیستل بیا مې د دیوال خواته سترګې واړولې.. لږ چټک شوم د شمال شپیلکی شو. د کلي په خوا  د څراغ لور ته روان شوم، داسې احساس مې کاوه لکه شمال چې دا ډیوه له ما لرې کوي، لرې کوي… او زه د شمال په لور د شمال غوندې ورروان وم…

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب