جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهد هادي "اخ" و دردولم/ ګل رحمن رحماني

د هادي “اخ” و دردولم/ ګل رحمن رحماني

د يوه داسې شاعر په شعرونو خبرې کول چې شاعري يې زما له  زما له عمر هم مشره ده،  ګرانه څه چې بيخي  نامناسبه خبره ښکاري، خو د هادي صيب شاعري هم د هغه د شخصيت په څېر  دومره خوږه او مهربانه ده چې  زما په څېر  د ګڼو مينه والو زړونو  له انکار  سربېره هم په خپل جاودګر هنر کې  رانغاړي.

عبدالهادي “هادي” د پښتو اوسني شعر يوه مخکښه څېره ده چې تر اوسه يې پښتو ادب ته څلور شعري ټولګې  ډالۍ کړې او دادي اوس يې د خپلو شعرونو پنځمه  ټولګه(… اخ چې لنډې فاصلې واى) ستاسې په لاس کې ده.

د هادي د شعري مزل محور غزل دى او د غزل پر ټولو معيارونو او ځانګړتياوو پوره غزلونه يې د شاعرۍ د پام وړ برخه ده، خو سپين او ازاد شعرونه يې هم ځکه د ځانګړي يادونې وړ دي چې نوموړي پر کلمو، انځورونو او خيالونو برلاسى شاعر  دى.

راځم د ښاغلي هادې دغه تازه ټولګې  ته. کله چې هادي صيب ددې ټولګې د چاپ تابيا وکړه او له ما سره يې د چاپ موضوع شريکه کړه، نو زما لومړۍ پوښتنه د ټولګې د نوم په اړه وه، هغه راته وليکل(… اخ چې لنډې فاصلى واى) ما ويل که کومه بله خبره کوي، خو پام مې شو چې همدا د ټولګې نوم دى.

د هادي دې “اخ” سخت ودردولم، په پردېس کې ستړى ستومانه هادي را ياد شو، نوموړى د اوږدمهال لپاره په پېښور او کابل کې  زموږ د ادبي بهيرونو فعال او د سر سړى و، غونډې او بنډارونه پرې تاوده وو، خو له تېرو څو کلونو راهيسې له اوو غرونو ور ها خوا د استراليا په سيدني کې له خپلې کورنۍ سره د کډوالۍ شپې تېروي.

د هادي صيب دا شعرونه مې د هغه په ټولنيزه پاڼه وخت پر وخت لوستي وو، خو اوس مې چې دلته يو ځل بيا د ټولګې په بڼه ولوستل، له وطنه يو لري، په وطن مين مساپر انسان مې حس کړ چې د سيدني د رڼاګانو او ښکلا له پنجرو په خپل وطن پسې  چيغې وهي.

د هادي د شعرونو له مطالعې راته د پښتو حبسيه شاعري(حبسيات) د مخکښو شاعرانو خوشحال او د هغه د سترګو تور اشرف خان هجري فريادونه سترګو ته ودرېدل چې ډېر لرې يې د هند په زندانونو کې د خپل وطن په ياد  کړي دي.

د پښتو ژبې ستر اديب خوشحال خان خټک څلورکاله اونهه مياشتې د هند په رنتبهور زندان کې بندي و  او زوى يې اشرف خان هجري بيا د بيجا پور زندان کې  څوارلس کاله بند تېر کړ چې په دې موده کې دواړو خورا زيات حبسيه شعرونه ليکلي دي.

حبسيه شاعري هغه شاعري ته  ويل کېږي چې شاعر  په زندان کې کړې وي، د زندان دردونه، ناخوالې، تکليفونه او د خپل کلي کور ارمانونه يې په کې نغښتي وي. په دري کې تر ټولو ډېر حبسيه شعرونه مسعود سعد سلمان کړې چې د زندان موده يې اتلس کاله کېږي.

په پښتو کې يې لومړى موسس خوشحال خان ګڼل کېږي ، خو د زندان د مودې په لحاظ چې څوک د سعد سلمان سيال بللى شو، هغه د زندانونو شاعر هجري دى چې ١٤ کاله يې د هند په بيجاپور بند تېر کړل او د عمر تر پايه يې د يوه بندي بلبل غوندې په خپل وطن پسې دردونکې نغمې وپنځولې.

د خوشحال خان مشهور اثر(فراقنامه) د همداسې شاعرۍ تر ټولو غوره بېلګې ده چې په زندان کې د يوه بندي حساس انسان له حال او احواله مو خبروي او له خپل وطن سره د يوه بندي بلبل د مينې تريخ داستان بيانوي.

اشرف خان هجري وايي:

قاصدان له روهه نه راځي مدت شو

سلام باد را رسوي منت يې تم دی

يا:

هغه ورځ د هجر غم لره سزا شوم

چې له ياره په ژړا ژړا جدا  شوم

ما هاله د ځان ماتم وکړ په وينو                                                                                                                                         چې اټک و ته مې شا کړه په ژړا شوم

هادي صيب نه هند ته تللى او نه زنداني دى، خو په پردې وطن کې د يوه ازاد طبيعته او شاعر انسان په توګه خوښ او غوړېدلى نه دى، د هغه د مينې او دردونو رېښې له دې خاورې سره غځېدې او په خاوره يې  د ظلم او وحشمت لمبې لا همغسې بلې دي. دى په استراليا کې يوازې دى، خو  هڅه کوي چې ځان خوشحاله وښيي.

زه خو له دې خپلې تنهايۍ سره خوشال يمه                                                                                                                                                             ګوره که د وخت د شرپسندو راته پام نه شي

د هادي صيب په دې ټولګه کې ماته ځکه د هجري په څېر د زنداني شاعر شعرونه سترګو ته ودرېدل چې  نوموړى هم په خپل وطن پسې د بېلتون نارې وهي،  پټ په زړه کې خپل زړه خوري، په وطن پسې خپه دى او ددې ټولګې نږدې ټول شعرونه يې د کډوالۍ او پردې وطن په خاوره پنځېدلي او پالل شوي دي  چې د جدايۍ درد لري او ماته حبسيه شاعري  درد راکوي.

خاوره د وجود مې واخلي بت مې کړي بګوان مې کړي

سل ځلې مې جوړ کړي په شېبه کې بېرته وران مې کړي

دپ د ګونګي غږ يمه له ځانه راوتی نه شم

تاو مې کړي په سرو شونډو او خپور لکه آذان مې کړي

يا :

هادي پرېوځه او ويده شه، که کابل په خوب کې درشي

خوند به واخلې که بهير وي او په ستيج باندې کاروان وي

ما د هادي صيب پخوانۍ شعري ټولګې لوستې او دا شعرونه مې  هم په مينه او له زړه ولوستل، يو توپير چې په کې حس کېدلى شي، هغه د هادي د عمر په زياتېدو، ګڼو لوړو  ژورو ګاللو، کډوالۍ  او د نړۍ د بېلابېلو اوسېدونکو سره د اشنايۍ نه وروسته  په ژوند کې د ډېرو  عالي او ژورو تجربو  له منځه د شعرونو پلټل او پنځول دي.

ددې ټولګې غوښتنه برخه غزلونه دي، ددې  ژونديو تجربو عمق  او ليدلوري يې غزلونه پاخه کړي، سوچه کړي ، د فکري پوخوالي تجربه په کې د غزل د ښکلاييزو پردو نه ځان ښکاره کوي  او د ترنم الهه په کې خاندي.

وخت زما غلام دی زمانه راسره سمه ځي

خلکو راته ګورئ! ميخانه راسره سمه ځي

اخ! د ترنم الهې وخندل پخلا شوله!

ټول سرود، سرود يم ترانه راسره سمه ځي

لکه چې وړاندې مې وويل ددې ټولګې ډېرى برخه غزلونه دي، خو دا ځل  هادي له نوو او ژورو شاعرانه تجربو او خبرو سره ګورو، دا د هغه هنر او کمال دى چې د شين سترګو په هغه ماحول کې يې ځان شاعر ساتلى او پر لفظونو يې خپله پاچاهي نه ده پرېښې، په تورو پسې نه ځي، توري او لفظونه  يې په ځان پسې روان کړي دي.

ددې ټولګې هرغزل ځانګړى نوم لري، د شاعر  پخوانۍ رندانه انداز او شوخ طبيعت اوس هم د هغه د  تاندې ځوانۍ کيسې کوي، د کلماتو سندريزه اوبدنه، موسيقي او شعريت خو هسې هم د هادي د شاعرۍ پخوانۍ ځانګړتياوې دي.

د هادي غزل زما په څېر د هغه د شعر ډېر مينه وال په ځان کې رانغاړي. له دې وړاندې څه نه وايم، نور نو تاسې له وطنه ددې لرې بلبل نغمې خپله واورئ، بس د هغه ورځې په هيله چې دا فاصلې لنډې شي او هادي صيب يو ځل بيا د خپل کلي مالت ادبي بنډارونه برکتي او تاوده کړي.

  پاى

1 COMMENT

  1. تر ما بوډا پورې پر ټولمنلي اوگران هادي ته تر دې هم زما تمه زياته وه، . تېرارمانې( نوستاليژيه
    يا د گران رحماني په نومَونه ٌحبسيهٌ شاعر بلل، تر هرڅه له مخه پر منځپانگه او رواني اکر بکر راچورلي، او هادي زما پر اند ډېرڅه له غزيز تول وتاله بلهاري کړي دي! له ځوان نوښتگر شاعرانه پښته د خپلمنځي سيالۍ او يا نگونې تر څنگ لږ ترلږه له نژدې لاس پر لستوڼې تربورانو سره پر ملي کچ ډېره تمه کېږي په ټوله شاعرانه مينه گران هادي نازوم او لازيات بری او بريا ورته غواړم. ستاسې د گردو زيار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب