دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeمیرمنپه ورځني ژوند کې له ښځو سره توپیر

په ورځني ژوند کې له ښځو سره توپیر

ترتیب او ټولونه: ملالۍ بشبر-

د ورځني تبعيض په اړه د ښځو په ګروپ کې بحث وشو او لاندينۍ تبصيرې مو ستاسي د لوستو لپاره راټولي کړي.

د مارچ مياشتې په ۲۷مه ملالۍ بشير داسي ليکلي:

(د يو چا د جنس له کبله له هغه سره د تبعيض او تعصب چلند کولو ته سکسيزم يا په اسانه ټکو کې جنسي تبعيض وايو. ډېری وختونه زموږ شا او خوا د جنسي تبعيض خبرې او چلند کيږي خو موږ ورسره دومره اموخته شوي يو چې کله کله مو ورته هيڅ پام نه کيږي چې زموږ مور، پلار، ورور يا آن موږ پخپله داسي کار يا خبره وکړو چې ښه سم دم سيکسسټ وي. زه به يو څو بيلګې درسره شريکې کړم.

يوه افغان سړي ويل چې زه د کيک باکسنګ صنف ته ولاړم. اول خو مې فکر وکړ چې دا خو زور غواړي بيا مې له ځان سره وويل چې آن ښځې کيک باکسنګ کوي نو زه يې ولي ونکړای شم. افغانې ښځې چې، دغه سکسسټ کامنټ ته يې هيڅ پام نشو، ورته وويل: دا خو دې ورزش ته د ځان هڅولو لپارهښه فکر کړی.
تاسو هره ورځ له کوم ډول سکسزم سره مخامخ کيږئ؟
(#‎EveryDaySexism

لعل پوره اميرزۍ:

ډیره ښه خبره. ټولنه خو لا پریږده زه حتی خپل کور کې له داسې چلند او تبعیض سره مخ شوې یم. زما وریرونه ډیر شوخ دي. چې یوه نجلې ده نور هلکان دي؛ نو تل دا هلکان شوخ دي یوه ورځ مې وریرې شوخې وکړه مجلس کې نو ټولو داسې بدبد کتل مور مې وویل خیر ده ماشومه ده ټول شوخ دي دې وخت کې مې ورور وویل چې هغه خو هلکان دي شوخی یې بده نه لګیږي دا خو انجلې ده بده ښکاری ټول غلې شول. زړه کې مې راتیره شوه چې ښه د ماشومانو لوبو او شوخی کې هم هلک او انجلې شته.

ملالۍ بشير:

د کوچنيانو تر لوبو د يوې بلې ښځې چې ښه دنده هم لري، سکسست خبره راپياد شوه. له دې مې هم ډيري داسي خبرې اورېدلي. يوې ښځې شکايت کاوه چې زوی يې ډوډۍ نه خوري. دې ورته ويل چې فلانی بچه است فکرش در بازي و اکتفيتي می باشه ازو خاطر نان صحيح نه می خوره. ايا داسي کومه کوچنۍ نجلۍ شته چې فکر يې په بازي و اکتيفيتي کې نه وي بند؟ ايا دغه هلک ښايي کومه روغتيايي ستونزه لرله؟

لعل پوره اميرزۍ:

دا خبرې بیخې ډیری دی. زما په نظر هر هلک او هره انجلې چې ماشوم یا ماشومه وې نو لوبو ته لیواله وي خو دا چې هلکان بی باک ورته خوشی وی ممانعت او محدودیت نه وي خو انجونو ته وي.

پاکيزه ارزو:

نن مې همکارې راته وویل،
چې داکترې له معاینې وروسته راته وویل راتلونکی ماشوم دې لور ده۰ ویلې د ژوند ملګرې رنګ مې تک سور شو بد یې راته وکتل نیم ساعت چوپ و بیا یې راته وویل چې لور مې هېڅ نه خوښېږي۰ کورته چې راغی خپلې مور ته یې بار بار ویل لور ده۰
د همکارې د ژوند ملګری مې د ماستري تر کچې زده کړې کړي نه پوهېږم باسواد او بې سواد مو یو ډول د لور له پیدایښت سره حساسیت لري۰ ولې؟

توتکۍ الوت:
یوه ماښام مې مور ته وویل چاکلیټ نشته؟ ویل نا. څو شېبې وروسته مې د واړه ورور په لاس کې و.
غوسه راغله مور ته مې ویل ده له کومه کړ؟ ویل ستا په مخ دانې پيدا کوي. مال شاید د ده هم کړي. وسل خیر دی، دی هلک دی بد نه ښکاري.
دا جلکۍ یې یاید هېڅ ظاهري او باطني عیب یا خال هم ونلري د زوند په هر شېبه کې مې تر ټولو راته ستونزمن و.
ښځې هم انسانان دي، غلطي کوي، عیب به لري، ظاهرا به ښې نه ښکاري دا په دې مانا نه ده چې بدې باید ښکاره شي.
زموږ کلیوالې لا وايي چې سړی چا دیوال ته درولی؟
یا دا چې د سړي عیب، عیب نه دی.

ملالۍ بشير:

زموږ په ټولنه کې چې زړې ښځې پر کومې ښځې پېرزوينه کوي ورته وايي، د اووو زامنو مور شې. دا خو پريږده چې د کوچني د زېږولو حق بايد ښځه هم ولري چې هغه ښځه څو ځلې کوچنی زېږول غواړي، يو واري؟ دوه واري؟ هيڅ نه؟ دا يې هم هيڅ فکر ته نه تيريږي چې د يوې ښځې به لور خوښه وي. يقين وکړئ،داسي ښځې شته چې زوی يې نه خوښيږي.

توتکۍ الوت:

وه بله خبره چې ما ځوروي دا ده:
که یوه ښځه نشې مور کېدلی سړی بل واده وکړي.
خو که یو سړی نسي پلار کېدلی ښځه د عمر تر پایه ورته ناسته وي. ولې؟

لعل پوره اميرزۍ:

توتکۍ تا ښه خبر وکړه باید یو بل ته وفادار وي خو دلته د اسلام له نظره خبره مطرح ده چې اسلام یو سړی ته تر څلورو ښځو حق ورکړی چې ژوندې وي خو ښځو ته نه. نو کله چې د ښځو ماشوم ونشی سړی دا حق لری داسلام له نظره چې بله نکاح وکړی تر څو محمدی نسل زیات شي خو کله چې دسړي اولاد نشی نو شزه نشې کوی بې له طلاق بل خاوند وکړی داسې د اجتماع بدوالی پکی پروت دی.
په هرحال دا خو معلومداره خبره ده چې سړیان وفا نلری متعهد ندی خو شزی وفاداره مهربان او متعهدی دی.

توتکۍ الوت:

نو طلاق خو جایز دی. موږ طلاق ولې بد بولو؟

اسلام د څلورو ښځو لپاره شرایط هم ټاکلي. مثلا پيغمبر ع هېڅکله د اولاد زیږدو ته بله واده ونکړ. او نه هم کوم اولاړ ترې پاتې شو. هر څه په دین کې ننویستل یوه بهانه ده.
دوهم، دریم او څلورم واده خپل شرطونه لري.
بل که میړه دوهم واده کوي ښځه کولی شي طلاق واخلي. خو موږ طلاق ته په نهایت سپک نظر ګورو خو دا شرعي عمل دی

لعل پوره اميرزۍ:
ډیره ښه پوښتنه. توتکۍ خور ما خو تر نن دا ندی اوریدلی چی ددی لپاره چې سړی اولاد نشی ښځی طلاق اخیستی حتی د رسالت وخت کې نو دا خبره نشته او نه څوک دی کار ته احاره ورکوی که ور هم کړی بیرته همدا مهربان ښځه نمنی او غواړی ټول ژوند خاوند ته وفاداره واوسی نور والله اعلم.

توتکۍ الوت:

مخکې خو ښځو فیسبوک هم نه کاراوه اوس یې کاروي. لول
لازمه نه ده څه چې پخوا ښځو نه دي کړي نورې دې اوس ونکړي.

ملالۍ بشير:

ما هم لوستلي چې د اولاد نه کېدل د بل واده لپاره پلمه نشي کېدای، البته په اسلام کې. خو دا چې موږ د کوم مکتب پلوي کوو دا په هغه پوري تړاو لري. ځينو به اسلام کې سيغه هم جايزه کړې ده نو د هغه مکتب مننونکي دا کار کوي.

لعل پوره اميرزۍ:

توتکی بالکل دا خبر منم خو اصلی مشکل مو داده چې مونږ سر نه پورته کوو که ندرتا کوم څوک سر پورته کړی یو کس وی بیرته چپ شی وایی ظلم کول او ظلم زغمل دواړه ګناه دی.

خوږه:
زه چې کله کرکټ ته ګورم، نو ډېره احساساتي کېږم. بیا چې کله چغې یا چکې ووهم نو کور کې راته وایي:
ته ولې کرکټ ته داسې خوشحاله یې؟ ښځې مې نه لیدې او کرکټ مې نه لیدو.
دا خبرې موږ کې بېخي ډېرې دي او اکثره وخت د ښځو له خوا وي.

پاکيزه آرزو:

تر ټولو بده خبره چې کېږي هغه دا ده، چې نارینه کله په غیرت کې راشي بیا وایي دا کار حتمن کوم څه ښځه خو نه یم چې وډار شم یا که دا کار و نه کړ زه بنګړي اچوم۰ ما داسې ډېر لېدلي چې په جګړو کې ځیني ښځې یا نارینه کله مقابل جانب ورته کمزوری ښکاره شي یا داسې کوم کار وکړي چې نرمي په کې وي بیا ښځې توب پیغور ورکوي۰ یا ښځې خپل ټیکری نر ته ورغوزار کړي د کمزوری پیغور ورکوي۰ ښځه دې کمزوری علامه ګڼل کېږي چې تر ټولو تبعیض دی۰ بده یې لا دا وایي پلانکی لکه ښځه داسې ژاړي ژړا په نر او ښځې پورې اړه نه لري همداسې نورې بېلګې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب