تاند (پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۰مه) د افغانستان مشهورې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې د امریکا په سنډیاګو کې د سپتمبر په ۱۳مه خپل ترسره کېدونکی کنسرټ وځنډاوه.
نغمې ویلي، چې داکار یې د کونړ د زلزلې قربانیانو او ویر ته په درناوي کړی دی.
هغې زیاته کړې: « هېوادوال په ویر او ماتم کې دي نو زه نشم کولی په داسې حالاتو کې سندرې ووایم».
نغمې ویلي، د کنسرټ لپاره یې د را روانې اکتوبر میاشتې اتلسمه نېټه ټاکلې ده.
نغمه داسې مهال په امریکا کې خپل کنسرټ ځنډوي چې، د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ زلزلې تر ۲۵۰۰ ډېر مړه او شاوخوا ۴ زره کسان یې ژوبل کړل.
د یادې زلزلې له زرګونه کسان چې ماشومان او مېرمنې هم په کې شامل دي بې سرپناه او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو هم محروم شوي، آن خوراکي توکو ته هم حیران دي.
موږ افغانان عجيب شانته خلک يو کله چي چاته يو ناورين لکه په کونړ کي چي ورپيښ شي بيا نو حپله خواخوږي ورسره ښکاره کوو،. دا خواخوږي دد بي وزله په د اوسني حالت کي هيڅ په درد نه خوري زلزله ځپلي خلک اوس ډوډی ، درمل ،کاليوته شيدن اړتيا لري ، که داميرمن سندرغاړ ي په رښتيا هم په د بي وزله ماشومانو، ښځو سپینګيرو او سپين سرو دومره ځوريږي نو دا اوس ئي وخت ده مهرباني نو دا کانسرت یی بايد اوس ورکړی او دد کانسرت درامدئی د بي وزلو ته وکړی وای.
که چيرته ميرمن نغمه نيت لري چي دد کانسرت درامد کنړ ته واستوي نو سرله مخه بښنه غواړم.