جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهم.م. ۹ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي

م.م. ۹ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي

تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۰ مه) ملګرو ملتو د افغانستان د ورځ تر بلې پراخېدونکي بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې تر ۹ میلیونه زیات خلک، چې د دې هېواد نژدې ‌څلورمه برخه جوړوي، له سختې غذایي ناامنۍ سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک، د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د موجودو سرچینو په لرلو سره، دغه سازمان کولی شي په هره میاشت کې تر یو میلیون لږ کسان تر پوښښ لاندې راولي.

هغه خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې بشري ناورین هره ورځ لا پسې خرابېږي.

د خوړو نړېوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ کچه تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي او تر ۴.۷ میلیونو زیات ماشومان او ښځې به بېړنۍ درملنې ته اړتیا ولري.

د سرمنشي د ویاند په وینا، د دې وضعیت اساسي لامل د اتو نړېوالو بنسټونو له‌خوا د غذایي مرستو سخت کموالی دی.

دوجاریک وویل چې د بېړنیو غذایي مرستو د وړاندې کولو او د اړو خلکو د ملاتړ لپاره په راتلونکي ژمي کې ملګري ملتونه په بیړنۍ توګه ۵۶۸ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

هغه همداراز د کونړ د وروستۍ زلزله‌ځپلې سیمې د حالت په اړه وویل چې دې زلزلې د افغانستاند ختیځ  پر زیانمنو کورنیو دوه‌چنده فشار راوستی. نوموړي زیاته کړه چې په کونړ کې د مقوي بسکویټو او نورو ضروري توکو په وېش سره د اړتیاوو یوه برخه پوره شوې او د بشري عملیاتو د ملاتړ لپاره خیمې درول شوې دي، خو د سرچینو د محدودیت له امله مرستې یوازې یوې برخې ته رسېدلې دي.

ملګري ملتونه پرله پسې د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو د سخت کمېښت په اړه خبرداری ورکوي.

له هغه وروسته چې ډونالډ ټرمپ بیا د افغانستان ولسمشر شوی، د افغانستان په ګډون د نړۍ لپاره د امریکا مرستې کمې شوي دي دا په داسي حال کې ده چې امریکا تر ټولو ستر مرسته کوونکی هیواد دی.

د امریکا د مرستو ځنډېدا د طالبانو پر رژیم هم سخت فشار راوړی دی. امریکا د کونړ له زلزله‌ځپلو سره هم مرسته ونه کړه. دا په داسې حال کې ده چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان تر ټولو لوی مالي ملاتړی و. دغه هېواد د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم له افغانستان سره شاوخوا ۳.۵ میلیارده ډالره سره مرسته کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب