Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او قزاقستان د ۱۳۳میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې وکړې

افغانستان او قزاقستان د ۱۳۳میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې وکړې

تاند (پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۰مه) د طالبانو ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته شوې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغې ناستې په څنډه کې د افغانستان خصوصي سکټور او قزاقستان غذایي محصولاتو ملي شرکت ترمنځ د ۱۳۳میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې وشوې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر بیا یاده ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ټینګښت باندې ټینګار کړی.

هغه ویلي هوډ لري چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

خبرپاڼه کاږي چې، ټاکل شوې افغانستان نږدې راتلونکي کې له قزاقستان څخه ۶۰۰ټنه اوړه، غنم، سویا او نور توکي وپېري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...