تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۲۹مه】د طالبانو مشر ملا هیبت الله آخوندزاده په یوه نوي فرمان کې ویلي، چې د کوژدې یا د نجلۍ د ورکړې پر وخت دې د نجلۍ سرپرست یا ولي له هغې سره مشوره وکړي او مثبت نظر دې ترې واخلي.
په فرمان کې همدارنګه راغلي چې د نجلۍ ولي نجلۍ د هغه له رضایت پرته جبراً چاته نه شي ورکولای او نه یې ورسره نکاح تړلی شي.
دا فرمان داسې مهال صادرېږي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق – یونسف وایي هر کال د نړۍ په کچه نږدې ۱۲ ملیونه نجونې د هغوی له رضایت پرته په اجباري ډول ودېږي.
ځينې راپورونه ښيي چې د دوحې تړون په نتیجه کې، پر افغانستان د طالبانو له تسلط وروسته د بې روزګارۍ او د نجونو د تعلیم بندیدو له امله د جبري ودونو کچه لوړه شوې ده.
په ځینو مواردو کې په کې طالب چارواکي او جنګیالي هم ښکېل بلل شوي دي.
د طالبانو مشر په دې فرمان کې همدارنګه د غږ، ډزو کولو او په زور د نجلۍ په نامه کولو مراسم هم منع کړي دي.
په فرمان کې راغلي چې که کومه نجلۍ د هغه له رضایت پرته په جبري ډول نکاح کېږي، د طالبانو حکومت ته شکایت کولای شي.
افرین دا خو ښه انساني او اسلامي فرمان ده. 👍
په ټوله اسلامي نړۍ کي لوی اسلامي او معقول انساني فرمان او اقدام همدا دی چی دَوئ(ام.ارت) صادر کړي او دَ عملي کولو په تمه يي يو.
زه د ت.البانو ډیر مخالف او منتقد یم خو په فرمان يي ستایم او مننه ترې کوم.
دوی که هر څومره بد دي خو نیک او انساني اعمال يي بايد وستايل شي.
د لا نورو انساني او هیله بښونکو کارونو په هیله ورته د بریالیتوبونو دعا کوم.
د فرمان صدور یوه خبره ده او د فرمان د اجراء څارنه بله خبره ده.
ګومان نه کوم چی طالبی حکومت پدې برخه کی د پام وړ اقدام تر سره کړی، بله دا چی ملا هیبتولا ( چی شتون ئی په شک کی دی ) ډیر فرمانونه صادر کړی دی چی یو ئی لا هم د چارواکو د پام وړ نه دی ګرځیدلی ( نه دی اجراء شوی) چی البته د وزیرانو او رئیسانو د انتصاب فرمانونه ئی عملی شویدی.
بناً
پورته فرمان یوه غولوونکې سناریو ده او بس.