شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهد ټي ټي پي امیر، د پاکستاني علماوو په وژنو کې لاس...

د ټي ټي پي امیر، د پاکستاني علماوو په وژنو کې لاس لرل رد کړل

تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۲۹ مه) د پاکستاني طالبانو مشر مفتي نور ولي محسود د پاکستاني علماوو په وژلو کې د خپلې ډلې د لاس لرلو تور رد کړ، ویې ویل چې د دغو بریدونو تر شا هماغه خلک دي، چې پخوا یې علما له “مجاهدینو” سره د خواخوږۍ له امله وژلي دي.

مفتي نور ولي محسود دا څرګندونې نن، د مارچ ۱۹، ۲۰۲۵، په یوه ویډیویي پیغام کې وکړې، چې په اردو ژبه وو او له پښتو ژباړې سره خپور شوی دی.

ده دا پیغام وروسته له دې خپور کړ چې په وروستیو کې په پښتونخوا کې د دیني علماوو قتلونه زیات شوي او په دې لړ کې وروستی ترور د مفتي شاکر و چې تراوسه پورې یې د وژلو تور کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستاني پوځ پر ضد د جهاد اعلان

نور ولي محسود ادعا وکړه چې دوی خپل جهاد د علماوو د فتوا پر اساس پیل کړی، ځکه چې پاکستاني پوځ د الله د احکامو سرغړونه کوي، او زیاته یې کړه:«دې ظالم پوځ زموږ ملت له څو لسیزو راهیسې یرغمل کړی دی.»

د هغه په وینا، د دوی جهاد د دې لپاره دی چې د پاکستان ټول قومونه خپل حقونه ترلاسه کړي، او دوی د دې هدف لپاره شپه او ورځ قربانۍ ورکوي.

له ولس څخه د ملاتړ غوښتنه

مفتي نور ولي محسود د پاکستان له ولسه وغوښتل چې د دوی د ګډ دښمن پر ضد د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ وکړي.

د دوی هدف یوازې پوځ دی، سیاسي او مذهبي ګوندونه نه دي.

هغه وویل چې د دوی هدف پوځي طبقه ده، چې د پاکستان د خلکو دین، مال، ژوند، عزت، او ملي منابع یې غصب کړي دي.  «موږ له سیاسي او مذهبي ګوندونو، اشخاصو، او ملي مشرانو سره ستونزه نه لرو، زموږ هدف یوازې پوځ او استخباراتي ادارې دي،»

د TTP مشر وویل چې د پاکستاني پوځ یوه ډله په مختلفو لارو هڅه کوي چې د مجاهدینو، علماوو، او مذهبي ګوندونو ترمنځ فاصله رامنځته کړي.

«له همدې امله، دوی په وروستیو کې د علماوو په نښه کول پیل کړي، عامه ځایونه او بازارونه بمباروي، د بې‌ګناه خلکو کورونه ورانوي، او د مجاهدینو د کورنیو غړي نیسي او ځوروي.»

هغه ادعا وکړه چې پاکستاني پوځ غواړي دا وحشتونه پر مجاهدینو وتپي، خو اوس ولس پوهېدلی چې د دې ټولو تر شا پوځ دی.

د پاکستاني علماوو وژنه او تورونه

مفتي نور ولي محسود وویل چې د علماوو قاتلان، په ځانګړي ډول د حمید الحق قاتلان، هماغه کسان دي چې وړاندې یې مولانا سمیع الحق او شیخ نصیب خان شهیدان کړي وو.

«دا ډېره لویه بې‌انصافي او ظلم دی چې د دغو علماوو وژنه مجاهدینو ته منسوب شي.

د پاکستاني پوځ سرتېرو ته پیغام

هغه د پاکستاني امنیتي ځواکونو کارکوونکو ته په خطاب کې وویل، «تاسو باید فکر وکړئ چې د چا لپاره استعمالېږئ او د چا په ګټه جنګېږئ.»

«ایا تاسو پخوا د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد د لومړۍ کرښې جنګیالي نه و؟»

او «اوس چې شل کاله وروسته اسلامي امارت بیا واک ته رسېدلی، ایا همدا پاکستاني دولتي ادارې د هغوی پر ضد مشکلات نه جوړوي؟»

د پاکستاني پوځ ظلمونه

مفتي نور ولي محسود د پاکستاني پوځ د عملیاتو یادونه وکړه، چې پکې یې افغان کډوال، پښتانه، بلوڅان، او د سیاسي او مذهبي ګوندونو غړي وژلي دي.

هغه له پاکستاني امنیتي سرتېرو وغوښتل چې له خپلو دندو استعفا ورکړي او د پوځ د ظلمونو برخه نه شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...