تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۲۹ مه) د ناسا دوه فضانوردان، چې په نړیوال فضایي تمځي کې ګیر پاتې وو، بالاخره د سپېس ایکس د ژغورنې کپسول له لارې د سې شنبې په ورځ، د کب ۲۸ بېرته ځمکې ته راستانه شول.
دوی نهه میاشتې پخوا په بوئینګ سټارلاینر ستوربیړۍ کې د یوې اونۍ فضایي سفر لپاره فضايي تمڅي ته تللي وو خو ستوربیړۍ یې له تخنیکي ستونزې سره مخامخ شوه.
امریکايي ستورمزلي بوچ ویلمور او سوني ویلیامز له نړیوال فضایي تمځي څخه تر ځمکې پع ۱۷ ساعتونو کې بیرته راورسیدل.
دا بېرته ستنېدا، د یوه اوږده، له بېباورۍ ډک او تخنیکي ستونزو سره مخامخ مأموریت پای و. دې موضوع د سټارلاینر په اړه شکونه پیدا کړل.
د ستورمزلو راستنېدا
دوی له دوو نورو فضانوردانو سره د سې شنبې په سهار د ځمکې له اتومسفیره راتېرل شول او د حرارتي ډال (سپر) او پراشوتونو په وسیله، په ساعت کې په ۱۷ زره مایله سرعت ځمکې ته راستانه شول. له ښکته کېدو وروسته، ناسا دوی د جانسن فضایي مرکز ته انتقال کړل، چې د څو ورځو لپاره طبي معاینات ترسره کړي، او بیا خپلو کورونو ته ستانه شي.
د ناسا او سپېس ایکس ګډ مأموریت
ناسا او سپېس ایکس د کب په ۲۵ مه ځمکې ته د دوی د بېرته راستنولو ماموریت په ګډه پیل کړ.
ویلمور او ویلیامز د ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې د بوئینګ سټارلاینر کپسول له لارې فضایي تمځي ته سفر کړی و، خو د سټارلاینر په سیسټم کې تخنیکي ستونزو د دوی لومړنی مأموریت اته ورځې وځنډاوه.
ناسا، د دغو ستونزمزلو په بېرته راوستلو کې د لوړ خطر له امله، پرېکړه وکړه چې سټارلاینر خالي، بې له سپرلیو بېرته ځمکې ته راولي، او ویلمور او ویلیامز یې په فضایي تمځي کې پرېښودل.
د ولسمشر ټرمپ مداخله
دا موضوع د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پام هم جلب کړ. هغه، د خپل دوهم ځل ولسمشرۍ په پیل کې (په جنوري)، له ناسا وغوښتل چې دا فضانوردان ژر تر ژره بېرته راولي.
ټرمپ پرته له کوم ثبوت ادعا وکړه چې پخواني ولسمشر جو بایډن د سیاسي دلایلو له مخې، دوی په فضایي تمځي کې “پریښي” دي.
ناسا د ټرمپ غوښتنه ومنله او د دوی د بېرته راستنولو د چټکولو لپاره یې کار پیل کړ.
ټرمپ د فضانوردانو هرکلي ته چمتو
ټرمپ د سې شنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل چې ویلمور او ویلیامز به د طبي معایناتو له پای ته رسېدو وروسته، سپینې ماڼۍ ته راشي او دی به په خپل دفتر اوفل ماڼۍ کې ورسره وویني.
د ایلان ماسک او ناسا اختلافات
د سپېس ایکس اجرائیه رئیس او د ټرمپ نژدې سلاکار یلن مسک، ادعا وکړه چې د بایډن حکومت د سپېس ایکس د ژغورنې د ځانګړي مأموریت وړاندیز رد کړی و.
خو د ناسا چارواکي وايي چې د فضانوردانو پاتې کېدل ضروري و، ترڅو د فضایي تمځي ضروري کارکوونکي هلته پاتې شي. دوی همداراز وايي، ناسا نه کافي بودیجه درلوده، او نه عملیاتي اړتیا چې د ژغورنې بېړنۍ مأموریت ترسره کړي.