جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدودیوه لار دوه فکره | محمد مصطفی سمون‎

یوه لار دوه فکره | محمد مصطفی سمون‎

موږ که هر څه مطالعه کوو یا یې ترسره کوو؛ نو اړینه ده، چې د ټولنې کلتوري، فردي، ټولنیز، اقتصادي، جغرافیایي، او ژبني جوړښتونه له نظره تېر کړو، ځکه چې څه کوو د همدغو افرادو لپاره یې کوو او لیکل مو هم دوی ته دي؛ نو تر ټول مخکې د چاپېریال پاسني فکتورونه مطالعه کول او وروسته د نورو څیزونو په اړه فکر کول مهم دي. له دې برخو څخه یوه هم ژبه ده، چې موږ یې یوازې د افهام او تفهیم وسیله بولو؛ خو له دې ور هاخوا نورې ګڼې دندې هم تر سره کوي، چې زموږ ورته پام نه دی شوی؛ خو استعمال یې زیات دی.

ژبه تر ټولو لومړی د ارتباط وسیله ده، چې افراد د ژوند په چارو کې سره وصلوي.

په ټوله کې ژبې یو ډول دي؛ خو ژبه بیا بل ډول ده. یعنې د جوړښت له مخې سره توپیر لري.

د ژبې مطالعه او څه د ژبې په اړه لیکل تر ټولو له مخه د وګړو او ذهینتونو ارزول دي، وروسته په کار پیل کول. ځکه چې څومره د نورو ژبو د تیوریو له انحصاره راوځو او د خپلو شته موادو پر بنسټ تیوري جوړه کړو؛ نو هغه وخت به مو د نوښت په وسیله تړلې دروازې خلاصې کړې وي. که ژبې ته له خپلې زاویې وګورو، او خپل ساري پرې تطبیق کړو. نه د بل په شتو شخوند ووهو او په خپل ذهن یې ومنو، چې نه یې په پېژندلو کې راسره مرسته کېدای شي او نه زموږ ذهن ورته جوړېدای شي.

لکه: پاکستان کې یو ډول مېوه وه د (چکو) په نامه ما دلته له ګڼو خلکو پوښتنه وکړه؛ چې دلته ولې نه پیدا کیږي؛ ځینو یو ډول او ځینو بل ډول ځواب راکولو. دا ځکه چې دوی نه لیدلې او نه خوړلې وه. نو ځکه هر یوه ترې جلا_جلا تصور درلوده.

نو په ژبه کې شته موتیفونه د دې لامل دي، چې باید وسپړل شي او له نوو زاویو مطالعه شي. ترڅو په ژبه کې شته فرصتونه په نوو ژبپوهنیزو څېړونو کې وڅېړل او د خپلې ژبې پراګمیټونه پرې تطبیق شي. د نورو له لیده خپله ټولنه، کلتور، جغرافیه مطالعه کول به دومره له اغېزو ډکه نه وي، لکه له خصارې؛ نو هر څه چې په خپل کلتور کې تر بحث لاندې ونیول شي؛ نوو څېړنو ته به لار پرانیزي.

هره ژبه په خپل ټولنیز جوړښت کې د خلکو تر منځ دودول، او هر فرد ته دا تصور ورکول مهم دي، چې د خپلې ژبې له شتو څخه داسې ګټه او وڅیړي، چې خپل شته پرې تطبق کړي، نه د بلې ژبې.

له شته موادو ګټه اخیستل له موږ سره څو ډوله مرسته کوي، یو خو دا چې لوستونکی د هر څه په لوستلو کې راسره د خپلوۍ حس کوي، ځکه چې دلته شته ساري په خپله ژبه شاربل شوي وي؛ نو دا بیا حتا عامه ذهنیت ته هم د پرمختګ څراغ بلوي.

د استاد ښکلي خبره رایاده شوه ویل یې: که موږ ماشومانو ته په مورنۍ ژبه لومړنۍ زده کړې برابرې کړو؛ نو د دوی د زده کړې له بهیر سره به مو ډېره مرسته کړې وي. د ساري په ډول یې ( ونه) وویل که موږ ورته درخت او بیا ونه ووایو؛ نو له یو ډول ټکني حالت سره به مخ شي، په ذهن کې یې شته د ونې انځور دوه ګوني غوندې شي، دا ساری یې د نصاب د تطبیق په اړه ووایه، چې ماشومان باید په مورنۍ ژبه زده کړې وکړي؛ خو دلته هم د ژبې دنده له ټولو مخکې ده، چې د ټولنې له یو اواز څخه نیولې تر پاراګراف پورې دغه عملیه د ژبې په دایره کې د تطبیق وړ ده، چې دا بیا د ژبې له شته فرصتونو ګټه اخیستنې ته لار هواروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب