چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبشعرتیاره سالاره! || ع: رشید

تیاره سالاره! || ع: رشید

ډالۍ: زخمي غزني ته ! 

ښکلی غزنی د ړنګاوه هلته دې شور واچاوه

نه شرمیدې چې د محمود ګور ته دې اور واچاوه

دتیارې زویه ولې ولې لیوني غوندې شوې

نه پوهیدې چې یولوی غم دې بیا په مور واچاوه

د سنایي ژړادې ناوریده جاهله یاره

د خدای قرآن ته دې دده په مخ کې اور واچاوه

د شر او شور په مینه مسته  دتیارې خیرنه   

ولي دې داسې لوی ماتم بیا په خپل کور واچاوه

پرغزني غم غورځول غواړې د غلام غلامه

په توره، تُوره  د تورې تیارې زور واچاوه  

کوم سومنات دې فتحه کړی و چې پرې غره وې ؟

تاخو د خپل تاریخ عزت ته لوی پیغور واچاوه  

د خیال تاووس مې د غزني په ګنډوالو کې مړ دی

محموده!  ناورې څه ماتم مې زخمې خور واچاوه  

د خدای له پاره نور له دغه لیونتوبه تیر شه

تاخو د جهل په توپان کې افغان نور واچاوه

ع : رشید

د ۲۰۱۸ کال د اګست ۱۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب