د وړانګو اعدام
وړانګې اعدام شولې
او په بڼ کې د مڼو د نګهت پښو ته زولنې ولویدې
د سپینو او وریښمینو لاسونو
سندرې یې سیلېو ته ورکړئ
چې ابدي چوپتیا ته یې وسپارئ
هغه شپې چیري ولاړې؟
چې سپوږمۍ ته د شنه اسمان شراب ورکوي
او د ستورو نقره يي غشو ته لینده جوړوي
مځکه د مستو او یاغي پیلانو ترقدمونو لاندې
ټپی، ټپي شوله زګیروی کوي
د ښار کورونه د بدرنګې چوپتیا کال نمانځي
سږ کال د لوڼو کال دی *
د نشریح * ږغ نشته
په بازارونو کې د خنداګانو تګ راتګ نشته
وختونه وشوه د خندا په ږغ بندیز پروت دی
د ونو ساه بندیږې
د وږمو پلونه سوزي
د ستن په سپم کې د وریښمو د تار
په یبلو پښو کې دې اغزې شنه شوي
د پنجري بدرنګ خوبونه ویني
د تار په ذهن باندې، د تیارو شپې راغلي
د باران تبه، د اوریځو په بستر کې پروت دی
روژه اوږده شوه مځکه تږې ده
غرونه یوازي دي، د زرکو ږغ نشته
په سرو مشوکو کې یې
د کال دانې ختلي
د ونوو څانګې سږکال، د غوړیدو سره
د ابدي مني خوبونه ویني
هغه شیبې چیري دي؟
چې د نجلۍ غوږ کې اذان وکړئ
د ښار د ټولو ښځو، د ښار د ټولو نجونو
نومونه ورک دي
نجلۍ شوه پیغله خو بې نومه ګرزي
په بازارونو کې
د ښځېنه نومونو، خواږه لفظونه
ورک دي
ښکاري زموږ د وطن په ښځېنه نومونو
د حجاب حکم شوئ
او یا، پردیو وطنونو کې د تبعید شپې تیروي
سږکال د لوڼو کال دی
سږکال د لوڼو کال دی
۲۰۲۴ / ۸ / ۱۰
*په ګڼ شمېر کورونو کې چې په یو وخت نجونې وزیږې مېرمنې وايي، د لوڼو کال دی همداسي که هلکان وزیږي بیا وايي د زامنو کال دی.
*نشرح هغه فولکلوریکه بدله چې د هلک د زیږېدو په اوومه ورځ د ختم او خیرات په دوران یا عقیقه کې ویل کیږې.
د پښتو یو متل دی وايي، الم نشرح هغه الم نشرح ده خو خوله د ملاعثمان غواړي
———————————
شاه وزیره یاره!
ستا بیلتون مې د بڼو څوکي ارې کړې
د لیمو ورځې یې ټولې تورې شپې کړې
په جبین مې د تیارو یرغل راغلی
د سپېدو د سپین نیلي پښې یې ور پرې کړې
شاه وزیره یاره، ستا بیلتون ډیر اوږد شو
زما له اوښکو یې ابادې هدیرې کړې
شاه وزیره یاره، خال مې سولېدلی
د ټیک څوکو مې په بکس کې زنګ وهلی
د بخمل د شین کمیس چمن خزان شو
د عمرونو بارانونو یې رنګ وړی
خالي غیږه او ځیګر مې وسوه، وسوه
د ځیګر سره مې ګنډ لمبو خوړلی
شاه وزیره یاره، کلي دي سیالي ده
اخترونه دي برات، واده، ښادي ده
د اتڼ په شاه زلمیانو کې ته نه یې
زما غرور ته لوی پیغور او ناکامي ده
په شیبو کې مې لبمې، لمبې اوسیږي
ستا بیلتون کې مې په سره اور زندګي ده
شاه وزیره یاره، راشه زما جانه؟
د پیزوان په روڼا راشه تر دالانه
شپه اوږده ده په هر لوري تنهایي ده
د چوپتیا ښکالو راغلې تر ګریوانه
سپوږمۍ ځان په تور تلتک کې ونغاړلي
روڼا تللې ده له مځکې تر اسمانه
شاه وزیره یاره، بند پر بند خوږیږم
لکه شمعه تر سهار پوري ننیږم
زموږ په کلي کې ډاکتره، نرسه نشته،
وډاکتر ته مې څوک نه پریږدي تپیږم
د پلار کور ته تللای نشم چې رنځ وروړم
د دښمن په کور واده یمه مړه کیږم
شاه وزیره یاره، خوب مې تښتیدلی
زما د سترګو د حصاره یاغي شوی
د نظر د دوو کوترو پښې مې ماتي
خلګ وايي، خوب مې ستا په لورې تللی
په بیړۍ د اندیښنو کې یمه ناسته
د سرو اوښکو توپانونو مې توان وړی
شاه وزیره یاره، دا بهار هم تیر شو
توتکۍ بیرته ستنې شوې چغار تیر شو
د دیدن امید دي څو، څو واره راغلی
په هر واري لکه تللی سهار تیر شو
خدای زده بیا به کله را شئ، زموږ پر کلي
ستا پر پلونو د سیلېو یلغار تیر شو
شاه وزیره یاره، ږغ دې راغلی کور ته
دروازه کې یم ولاړه، وه سره اور ته
لمر مې ووتی له سر او وجود دواړه
په دې تمه که دې پام شي زما ولور ته
د تهمت پروا مې نشته زما جانانه
نه مې پام د چا پیغور د چا وتور ته
شاه وزیره یاره، تور اوربل مې سپین شو
په بخچه کې زوړ د غاړي لونګین شو
څو اختره څو براته راغله ولاړه
دواړو کسو کې مې کور د باران شین شو
را شه، دلته مزدوري وکړه وطن کې
د ولور غم کې مې زړه او ځیګر خوړین شو
شاه وزیره یاره، بنده په ځنځیر یم
ګیله منه ماڼیجنه له تقدیر یم
ځان به خلاص کړمه له دې تیاره زندانه
خدای شته ټوله ورځ ځنځیر ته په تدبیر یم
د بیلتون له درد مې خیژي پریادونه
وهرچا ته د خپل عذر په تعذیر یم
شاه وزیره یاره، زخم مې ټکور کړه
راشه خلاصه مې د خلګو له پیغور کړه
د اوربل بڼ مې بې وخته خزان شوی
د سبا په وزر راشه، بڼ سمسور کړه
په ګریوان کې مې لونګ درته کرلي
د خپل ساه په وږمو تور نګهت پرې خپور کړه
شاه وزیره یاره، بندې دروازې دي
زنګ وهلي یې ځینځیر پر شرنګ یې شپې دي
زموږ ښوونکې ټولې کښېناستي په کور کې
پر مکتب او پوهنتون مو د غم شپې دي
ورک یوسف به کله؟ راشي دې وطن ته
زلیخاوې ړندې شوي مړې ډیوې دي
شاه وزیره یاره، زړه مې په غم خوړین شو
انتظار مې د لېمو غاړو کې شین شو
پاته شوي د همـــزولو د کتــــــــــاره
ستا بیلتون کې راڅه پاته دنیا دین شو
ته به کله راستنېږې خپل وطن تــــــه
عمر تیر شو، تور اوربل مې ښکاري سپین شو
آغلې خور پروین ملال !
دواړه ښه شعرونه دي ؛ خو دا دوهم (شاه وزیره یاره…) بلرقم خوند وکړ.
په ځانګړي ډول دغه بیتونه:
“شاه وزیره یاره، کلي دي سیالي ده
اخترونه دي برات، واده، ښادي ده
د اتڼ په شاه زلمیانو کې ته نه یې
زما غرور ته لوی پیغور او ناکامي ده
په شیبو کې مې لبمې، لمبې اوسیږي
ستا بیلتون کې مې په سره اور زندګي ده”…
شعر مو روان او قلم مو له رنګه ډک اوسه!!
سلام
محترم او قدرمن داکتر !شعر دې ډیر په خوند او قدر ستایلی ستا میړنی احساس دستاینې وړ دی
ډېر دروند ورور ډاکتر ساپي صاحب ، ماته واقعآ د ډېر ویاړ ځای دي چې ستاسو په شان لوستونکي مې د تاند په رنګینه پاڼه لولي او زما د شعرونو قدر کوي ستاسو په شان لوستونکو هخوونه که نه وای زه به هم نه وای ، د ژوند په هره برخه کې تاسو محترم ته بریالیتوبونه غواړم .
کورمو ودان
ډېر دروند ورور شریف زاده صاحب ، ستا سو نه هم ډیره مننه چې زما شعرونه لولي
درنښت
شاه وزیره یاره، خال مې سولېدلی
د ټیک څوکو مې په بکس کې زنګ وهلی
د بخمل د شین کمیس چمن خزان شو
د عمرونو بارانونو یې رنګ وړی
خالي غیږه او ځیګر مې وسوه، وسوه
د ځیګر سره مې ګنډ لمبو خوړلی
واخ واخ جار دې شم پروين خور په دې شهکار،
قدرمنې او پياوړی شاعرې ته سل سلامه!
دومره درد، ځور او ناهيلي چې تا په خاص ظرافت، نازکخيالي او نوښت په دې شعر پنځولی، زه داسې انګېرم چې تا د افغانو ښځو مکمل تاريخ لوستونکو وړاندې کړی دی.
زه ډېره خوښه يم چې ستا په شان يو څوک لرو چې د دې دوُر حالت د شعر په ښکلې ژبه چې ټول هنري اړخونو غني دي، بيانوي.
ستا راوړی متل به زه تا په مثال کې راوړم: (الم نشرح، هغه الم نشرح ده خو خوله د ملاعثمان غواړي.)
هو، شعرونه ډېر پنځول کيږي اما اکثره داسې وي لکه عادي جملی چې صرف وزن او قافيه لري خو شعريت په کې اصلاً موجود نه وي.
احساس دې د درنښت وړ دی او قلم دې د ستاينې.
رب دې مه خوږوه ګرانې پروين جانې.
ډېرې درنې او ګرانې اسیې جانې ، نېکمرغه یم چې زما شعرونه ستا او دتاند د د رنې پاڼي د نورو درنو لوستونکود لطف څخه په ډک نظر نازول کیږې وائې ، «کم ما کرم شما» په دې څو بیتونو کې زموږ د هیواد د بډای فلکلور روح خوندي دي ځکه پر هرچا ښه لګیږې اوته خو بیا خپله هم شاعره او کمپوزره ئې ځکه دا باریکۍ ژر احساسوي خدای دې مې بې تاسو نه کړي خدای دې په عزت لره .
د ژوند لار دې د ګلونو ډکه او احساس دې هم داسي ښکلی
خدای دې اوږد عمر د خوښېو سره په نصیب لره