جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان وايي، ښايي تر سبا له افغانستان سره خپلې لارې بیا پرانیزي

پاکستان وايي، ښايي تر سبا له افغانستان سره خپلې لارې بیا پرانیزي

تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۸ مه) د پاکستان د بهرنيو چارو لوړپوړي چارواکي د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې اسلام‌ آباد ښايي د افغانستان لپاره د بشري مرستو په هدف خپله «پوله» پرانيزي، څو د ملګرو ملتونو بشري مرستې افغانانو ته ورسېږي.

د پاکستان مرستيال صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار نن (شنبه) په اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته وويل چې د ملګرو ملتونو له لوري ورڅخه غوښتنه شوې چې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد اجازه ورکړي.

 د افغانستان او پاکستان ترمنځ له څه باندې یوه نیمه میاشت راهیسې د تګ راتګ ټولې لارې بندې دي.

پاکستان خپلې لارې پر افغانستان د فشار په هدف وتړلې چې له کبله یې د دواړو خواوو سوداګرو ته د لسګونو میلیون ډالرو زیان اوښتی دی.

وروسته د افغانستان د طالبانو حکومت هم وویل چې تر هغو به له پاکستان سره خپلې لارې خلاصې نه کړي چې پاکستان کلک ضمانت نه وي ورکړی چې د لارو تړل او پرانیستل به له سیاسي او پوځي چارو سره نه تړي او په هر ډول شرایطو کې به تجارتي لارې پرانیستي پرېږدي.

ډار وويل: «ما د پوځ له مشر سره خبرې کړې دي او هغه خپله موافقه څرګنده کړې ده. اوس به له صدراعظم شهباز شريف سره چې بهر دی مشوره وکړم، او هيله ده چې تر سبا پورې به اعلان وکړو.»

حاضردمه پاکستان د تورخم او چمن له لارو یوازې افغان کډوال افغانستان ته ډیپورټ کوي. په دې او نورو لارو تجارتي تګ راتګ لا هم تړلی پاتې دی.

په همدې حال کې ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې پاکستان د طالبانو له حکومت سره تېره اوونۍ د لارو د پرانیستلو خبره شریکه کړې وه خو ویل کېږي چې طالبانو موافقه نه ده کړې ځکه چې د دوی په وینا، اوس چې د افغانستان د مېوو د صادراتو وخت تېر شوی او د پاکستاني مېوو او نورو تجارتي مالونو د صادراتو وخت دی، د لارو پرانیستل د افغانستان لپاره لومړیتوب نه لري.

خو د ښاغلي ډار د تازه څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت تراوسه څه نه دي ویلي او دا هم څرګنده نه ده چې که پاکستان په یو اړخیز ډول د لارو د پرانیستلو اعلان وکړي، د افغانستان غبرګون به څه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب