تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۹) فنلنډ اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به په پاکستان، افغانستان او میانمار کې خپل سفارتونه په «عملیاتي او ستراتیژیکو» علتونو بند کړي. دا خبره د فنلنډ د بهرنيو چارو وزیرې ایلینا والټونن د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وکړه.
نوموړې وویل: «د بهرنيو چارو وزارت په اسلام آباد، کابل او یانګون کې د فنلنډ د سفارتونو د تړلو لپاره چمتووالی پیل کړی دی.»
هغې روښانه کړه: «د سفارتونو د تړلو پرېکړه د هېواد د ولسمشر په فرمان ترسره کېږي.»
د بهرنيو چارو وزیرې وویل چې دا سفارتونه د عملیاتي او ستراتیژیکو اړتیاوو له مخې بندېږي، چې پرې د یادو هېوادونو سیاسي وضعیت او له فنلنډ سره د هغوی د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو کمزوری اغېز لري.
هغې زیاته کړه چې وزارت په منظم ډول د فنلنډ د دیپلوماتیکې شبکې ارزونه کوي، څو وګوري چې دا شبکه د هېواد له اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو سره برابره ده که نه.
هغې وویل: «موږ د فنلنډ د دیپلوماتیکو ماموریتونو شبکه په پرېکنده ډول د راتلونکو ننګونو د پوره کولو لپاره رامنځته کوو. زموږ کاري چاپېریال ډېر په چټکۍ بدلېږي. هغه بدلونونه چې موږ یې رامنځته کوو، د قوي او سیال فنلنډ د جوړولو او د هېواد د بهرنيو اړیکو د سم مدیریت لپاره مرسته کوي.»
د بیان په لومړۍ برخه کې والټونن وویل چې وزارت په امریکا کې — چې د فنلنډ لپاره یو مهم صادراتي بازار دی — خپل شتون پیاوړی کړی او سږکال یې په هیوسټن کې د عمومي قونسلګرۍ دفتر پرانیستی دی. نوموړې زیاته کړه چې وزارت اوس چمتووالی نیسي څو په ۲۰۲۶ کال کې په هغو سیمو کې تجارتي دفترونه پرانیزي چې مخکې په کې د «بزنس فنلنډ» دفترونه موجود وو.