ژباړه: ګلثوم محمدي
هوا په سړېدو ده او زکام په ډېرېدو. د زکام د مخنیوي لپاره ویټامین سي ډېر ګټور دي. د ويټامين C د نوم په اورېدو سره ستاسو ذهن سمدلاسه د بدن د ايمني سیستم پياوړتيا راځي. هو دا سمه ده، ويټامين C يوه پياوړی انتي اکسیدان ده، چې د بدن ايمني يا دفاعي سیستم پياوړی کوي. ويټامين C د اسکوربیک اسید او ويټامين ث په نامه هم پېژندل کېږي. دا ويټامين په اوبه حل کېږي او روغتيا ته ډېر اغېز لرلای شي.
کوم کسان د ويټامين C د کمښت سره مخ دي؟
هغه کسان چې لوړ سن لري، نشه يي توکې یا الکول کارول، غذايي رژیم ته پام نه کول يا هم ځانگړی غذايي رژيم درلودل، ځينې ناروغۍ لکه د پښتورگو ناروغی، سرطان او نور…
بدن ته د ويټامين C ګټې
که غواړئ سالم زړه او سالم بدن ولرئ د يټامين C، مېوې او سبزيجات کارول مه هېروئ. څېړنې ښيي، هغه کسان چې په زياته کچه ويټامين C، تازه سبزيجات او مېوې کاروي دوی سره د زړه د ناروغيو د اخته کېدو خطر کمېږي.
د تازه مېوو او سبزيجاتو متوازن مصرف بدن د ځينو سرطانونو لکه د سږو، معدې، سینې او د کولمو سرطان پر وړاندې خوندي کولای شي. د ويټامين C انتي اکسيداني ځانگړنه د دې لامل کېږي، چې سرطاني ماده لکه نیتروزآمین په بدن کې وده ونه کړي. سربېره پر دې، د ويټامين C مصرف د بدن ايمني سیستم پياوری کوي او د دې لامل کېږي، چې سرطاني حجراتو وده ونه کړي.
ويټامين C بدن ته نورې گټې هم لري، چې عبارت دې له: د وينې فشار تنظيم، د اوسپنې جذب، د وينې د کمښت پر وړاندې مبارزه، د مغزي سکتې خطر کمول، د آلرژي کنټرول، د پوستکي او ويښتانو ساتنه، د هډوکو پياوړتيا او…
د ويټامين C بډایه سرچينې عبارت دې له : الو، کيوي، ليمو، نارنج، مالته، الوبالو، املوک، رومي بانجان، مرچ، پالک او نور…
ايا د ويټامين C مصرف د امېندوارۍ پر مهال اړينه ده؟
امېندوارو مېرمنو د خپل بدن د ايمني سیستم د پياوړتيا لپاره بايد ويټامين C وکاروي. دا ويټامين د جنين يا ماشوم د هډوکو په جوړولو کې مرسته کوي، د اوسپنې د جذب لامل کېږي او همدارنگه د امېندوارۍ پر مهال د مور د هډوکو ساتنه کوي.