تاند – د «ګیزموچاینا» د راپور له مخې، تر ۲۰۲۸ میلادي کال پورې به د غږ یا صوت پر بنسټ ځیرک مصنوعي سیستمونه د اړیکو د ټکنالوژۍ په اصلي وسیلې بدل شي.
اټکل کېږي چې د «الفا نسل» لپاره — یعنې هغو ماشومانو لپاره چې له ۲۰۱۰ کال وروسته زېږېدلي — کېبورډ یا ټایپ به هېڅکله د ورځني ژوند برخه نه وي. پر ځای به یې، هغوی لومړی له خپلو وسایلو سره خبرې کوي او وروسته به هغه سموي.
د «جابرا» د نړیوالو اړیکو مشر، پال سیفټن، وايي:
«په راتلونکي کې به د مصنوعي ځیرکتیا په مجهزو کاري چاپېریالونو کې، د هر کار لومړنۍ مسوده د وینا له لارې جوړه شي، نه د ټایپ کولو له لارې. ټایپ کول به یوازې د سمون یا ایډیټ پړاو وي، نه د خلاقیت یا تولید پړاو.»
په راپور کې راغلی، بدلون د انسان د طبیعي تفکر د څرنګوالي ښکارندویي کوي — یعنې یو چټک، تکراري او محاوروي طرز فکر. دا بدلون د ناڅاپي خلاقیتونو لپاره هم زمینه برابروي.
د غږ له لارې د معلوماتو داخلول، د هغو کسانو لپاره چې څو کارونه یوځای ترسره کوي یا د ماشومانو والدین دي، تولیدي ځواک ښکاره ګټه لري او دا چاره اسانه کوي چې په خوځښت کې د لاس له مداخلې پرته اړیکه ونیول شي.
خو د ټکنالوژۍ ټول کارپوهان له دې نوې څپې سره موافق نه دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې داسې راتلونکی چې په کې وینا د اړیکو اصلي لاره وي، ښایي له نوو ننګونو سره هم مخامخ شي.
د فرانسې د ESSEC سوداګرۍ د پوهنځي استاد، فابریس کاوارټا، وايي:
«که څه هم ممکنه ده چې خبرې د معلوماتو د انتقال اصلي وسیله شي، خو دا به هېڅکله د لیکلې اړیکې ځای و نه نیسي. غږیز پیغامونه د چټک مرور، کلیدي کلمو د لټون او وضاحت وړتیا نه لري. سربېره پر دې، د هغوی زېرمه کول او پروسس کول هم ډېر ستونزمن او وختنیونکی دي.»
د EHL Hospitality سوداګرۍ پوهنځي استاد، برتران ادرین، هم باور لري:
«که غږیز پیغامونه لیکل شوي نه وي، د اعتبار وړ نه ګڼل کېږي.»
نو، سره له دې چې د ډیسک ټاپ یا مېزني کېبورډونو کارول په کمېدو دي، خو دا وسایل به په بشپړ ډول له منځه ولاړ نه شي.