جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونه‏امریکا کې تر کویډ۱۹ وروسته د ماشومانو مړینه څېړل کېږي

‏امریکا کې تر کویډ۱۹ وروسته د ماشومانو مړینه څېړل کېږي

تاند ( یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۹مه) د امریکا د خوړو او درملو ادارې (FDA) یو لوړپوړي چارواکي ویلي، په هېواد کې يې لږ تر لږه ۱۰ ماشومان ښايي د کووېډ–۱۹ واکسین ترلاسه کولو وروسته د زړه د التهاب له امله مړه شوي وي.

د یاد هېواد طبي چارو مشر وینای پرساد ويلي، چې دا مړینې د واکسیناسیون له بهیر سره تړاو لري.

نوموړی ټینګار کوي چې دوی به د دغو پېښو د دقیق علت په تړاو ژوره څېړنه کوي.

هغه زیاته کړې، چې د واکسین جوړونکو نومونه او د ماشومانو د مړینې دقیق وخت نه دی څرګند شوی.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۰ کال د جنوري تر ۲۰۲۳ کال د جون پورې په امریکا کې د ۵ او ۱۸ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۱۰۷۱ ماشومان د کووېډ–۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د روغتیا وزیر رابرټ ایف کینېډي جونیور د حکومت د کووېډ–۱۹ واکسین تګلاره بدله کړې او واکسین ته لاسرسی یې یوازې هغو کسانو ته محدود کړی چې، عمر یې له ۶۵ کلونو پورته وي او یا جدي طبي ستونزې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب