جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرد شفیقې خپلواک یو ازاد نظم او وړه تبصره/ نذیراحمد نذیر

د شفیقې خپلواک یو ازاد نظم او وړه تبصره/ نذیراحمد نذیر

اول به شعر ولولو

”موسيقي”

زما کلکې څڼې
پاسته باد کږې کړې
یو هلک
زما تر بڼو لاندې هوس لټاوه
تاک زرغون اور اخیستی و
له هغې زرې کوترې
چې پښې یې له ابي بنګړو ډکې وې
د جومات په مخ کې
بڼکې وښوېدې
د بازار په کوز سر کې
یو زلمی
د زړو کسټو په دوکان کې
لاس تر زنې ناست و
زړې نڅاګرې
خپله اوږده لمن لنډه کړه
په خپل نري ټیکري یې
لنده ساه وچه کړه
پلار مې غوښتل
په رڼو اوبو د رنجو داغ جوړ کړي
مور مې
پانزېبونه سوالګرې ته ورکړل
کوچني ورور مې
د مېږیانو درې کتاره
تر څپلیو لاندې کړل
اخ
زه له هغه نسله وم چې
له موسیقي یې ويره وه!
”شفیقه خپلواک”

زما کلکې څڼې

پاسته باد کږې کړې

پوست باد او کلکې څڼې

دلته د کلک او پوست ضد دي، کله چې د لرګي په تبر د اوسپنې ټوټه ماتیږي، نو باید چې شمایلې د زلفو ویښته ترې تاو کړي، چې یو دلیل وجود ولري. دلته دلیل د مخالف جنس راوړل دي چې تر بڼو لاندې هوس لټوي. باد، هلک، زلفې او د بڼو لاندې هوس. که څه هم شمال او زلفو خبره زړه ده، خو د بڼو لاندې د هوس لټول نوي دي، موږ ډېر وخت نشو کولی هر څه نوي راوړو، خو څو نویو انځورنو او ترکیبونو سره که زاړه یا هم تکراري راوړل شي، دومره پروا نه کوي. خو دا بیا هم په سپین شعر کې تر ډېره د شعر په راتلونکې پورې تړاو لري چې تکراري موضوع ته له کومه اړخه ګوري.  لکه په دې شعر کې چې هڅه شوې، باد او هلک سره ارتباط ورکړل شي. د پيغلې غرور او د زلفو کلکوالی. چې بیرته هڅه شوې موضوع ته له نوي اړخه وکتل شي.

تاک زرغون اور اخیستی و. اور تر ډېره پورې موږ سور کارو، چې هم د سره رنګ په مانا دی او هم د ګرم والي په مانا، خو زرغون اور نویوالی دی او همدا ډول اور چې تر ډېره پورې اور منفي کارو چې یو شی یې اخلي، خو دلته زرغون چې خپله د ابادۍ، سوکالۍ او خوښۍ سمبول دی، له اور سره ورته شوی چې په تاک لګیدلی دی.

همدا ډول که یوه بل څه ته وکتل شي موږ ډېر وخت فکر کوو، چې زرغون بوټي به خوښ وي چې ژوندي دي، خو کله مو هم فکر نه دی کړی چې ځينې بوټې به هم لکه ځينې انسانان له ژونده ستړي او ژوند به ورته عذاب ښکاري، لکه په په تاک چې زرغون اور لګیدلی، موږ به خوند ترې اخلو خو هغه به خپله سوزي.

د شعر، ناول او د هنر د نورو برخو کمال په دې کې وي چې د لمړي ځل لپاره درته یو څوک یا یو څه ګرانوي، بیا د هغه په اړه کیدونکي واقعه درته بیانوي.

دلته هم که کوتره راوړل شوې، زري ورسره راوړل شوې، ورپسې پښې یې له ابي بنګړو ډکې شوي. لوستونکي ته یو ښایسته انځورو وړاندې کوي او ورپسې دفعتا وايي چې بڼکې ترې وښویدې. لوستونکی متوجه کیږي چې دلته یو بل څه روان دي. یوازې هغه انځورونه نه دي چې د خوند او منظرې لپاره راوړل شوي دي.

یو زلمی د زړو کسټو، (زلمی) زاړه کسټونه. دلته که د شعر د پورته برخې په توګه هلک راغلی وای کیدای شي دومره منطقي تړاو نه وای ورسره لکه څومره چې د زلمي او زاړه تر منځ شته.
لاس تر زنې ناستی د نا هیلۍ نښه ده، دلته که راوړل شوي وای چې کسټونه نه دي خرڅ شوي، یا دا چې نن یې کار نه دی جوړ یا بل څه دومره به ښایسته نه وای راغلی.
بیرته که د زړو کسټو راوړلو ته که راشو. د زلمي ناهیلي دا نه ده چې کار یې نه دی شوی، دا هم ده چې نوي کسټونه نه دي راوړل شوي. دلته که د کسټو سره زاړه نه وای راوړل شوي کیدای شي دومره زور پکې نه وای او موضوع هغسې نه وای را اخیستل شوې لکه څنګه چې یې شاعر غواړي.

دا تړوا هغه وخت نور هم غښتلی کیږي کله چې د نڅاګرې لپاره هم د زړې صفت راوړل کیږي. ځکه نوې نڅاګره نشته.
خو د اوږده کمیس لنډولو باندې مې سر خلاص نه شو. ځکه معمولا لنډ کمیسونه د هوس او نمایش نښه وي او اوږده کمیسونه د پردې او ځان پټي. کیدای شي دلته بل دلیل وي خو که زه وای، ما به وویل چې لنډه لمن یې اوږده کړه. چې هم عمر اوږديږي او هم لمن اوږدیږي او نه غواړي خلک یې له لنډې لمنې خوند واخلي.

په نري ټکري د لندې ساه وچول. ښکلی او نوي دي. له دې هم د نڅاګرې هنر ښکاري چې زمینه سازي ورته شوې چې په نري ټکري لنده سا وچوي. ځکه هر لانده شی تر ډېره په ډبله ټوټه وچیږي، خو په نرۍ ټکري یا ټوټه بیا هم وچول هنر دی.

پلار مې په رڼو اوبو د رنجو داغ غوښت. کیدای شي ما غوندې ځينې لوستونکي دا ترې واخلي چې پلار مې د رنجو له خال سره مینه درلوده، خو د ټولنیز جبر له امله یې نشوای کولی چې د رنجو خال د چا په مخ وګوري، خو هڅه یې کوله چې په رڼو اوبو یې جوړ کړي. چې نه خلک ورته متوجه وي او هم دی خپل خوند ترې واخلي.
موږ تر ډېره سوالګرو ته هغه څه ورکوو چې خپله یې نه غواړو. لکه مور چې پایزیونه سوالګرې ته ورکوي. مانا پایزیبونه یې نور نه دي په کار.

ورور مې میږیان تر څپلیو لاندې کړل. او په ورستۍ برخه کې خپله خبره کوي چې زه له هغه نسله وم چې له موسیقي یې ویره کوله.

د شعر بریالیتوب هم همدلته دی چې له پیله یې منطقي تړاو سره پيلی دی.
له کوترې بڼکې ښویدل، د کسټونو نه خرڅیدل، د نڅاګرې زړتوب، د مور د پایزبونو خرڅلاو.

زه یوازې په پای کې دوه خبرې کوم هغه دا چې د پلار او ورور یادول. که له یوه اړخه وګورو چې د پلار علاقه یاده شوې چې د رنجو له خال سره مینه لري، خو که هغه هم داسې څه وای چې د موسیقۍ سره یې غښتلی تړاو درلودی لا به ښه وو او ورور میږیان وژني. مانا ژوند ورته بې ارزښته دی.

خو که ما دا شعر لیکلی نو په ورور مې د ښکلو اواز لرونکو مرغیو ښکار کولو. چې هغه یې ویشتلی هم به ورته ژوند بې ارزښته و او هم موسیقي.

د لا بریالیتوب په هیله یې.

نذیراحمد نذیر

1 COMMENT

  1. د ښکلي او له نوښتونو د ډک شعر لوستل یو خوند ، په شعر خبري کول بله مزه او بیا په شعر د نذیر تبصیر … واوووو … دومره په خوند مي دواړه ولوستل چې توبه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب