Homeادبشعرد مینا نظري غزل

د مینا نظري غزل

کلک ایمان ولړزوي دا ځینې مینې
فرشتې هم ژړوي دا ځینې مینې

بدرنګي یې د څېرې ازلي نه ده
د زړه زور اوبه کوي دا ځینې مینې

نه یې یار کړلو رضا نه یې په ښه شو
لکه داو کې چې بایلي دا ځینې مینې

د دوهم واده ناره د قیامتونو
ځینې خلک شرموي دا ځینې مینې

د دوهمې ښځې ذات څومره کچه وي
ودان کور به ورانوي دا ځینې مینې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...