پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد بامیانو د هوایي ډګرد ترمیم چارې پيل شوې

د بامیانو د هوایي ډګرد ترمیم چارې پيل شوې

تاند ( دوشنبه ـ د سنبلې ۲۶مه) بامیانو کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ولایت د هوایي ډګر د ترمیم پروژه نن دوشنبه پيل شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټاکل شوې په دې پروژه کې د یاد هوايي ډګر ۶۰۰ متره ساحه بیا ورغول شي.

د خبرپاڼې په حواله په دې بیارغونه به کابو ۴۰ ملیونه ۸۰۰ زره افغانۍ لګښت راځي، چې لګښت به یې  د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت له انکشافي بودیجې ورکوي.

په خبرپاڼه بامیانو کې د طالبانو د والی عبدالله سرحدي له قوله لیکي، چې  د یاد ولایت د هوایي ډګر ځینې برخې تخریب شوې وې چې د هوایي الوتنو ترمنځ یې ګډوډۍ رامنځته کړې وه.

د نوموړي په وینا د هوایي ډګر ترمیم چارې به په ۸ میاشتو کې پای ته ورسېږي.

بل لورته د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند اشرف حق شناس زیاته وایي د سالنګونو د لوې لارې د جنوبي سالنګ اړوند د پېنځلسمې ګالرۍ د فلتري طبقې کار څه ناڅه بشپړ شوی، چې د CTB طبقې کار به یې په نږدې ورځو کې پیل شي او له ۱۵مې ګالرۍ څخه تر ۱۴مې ګالرۍ پورې د سړک او ویالو د کېندنې کار هم روان دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د سالنګونو لوې لارې اړوند د شمالي او جنوبي سالنګونو په ځینو برخو کې هم د کېندنې او په ځینې نورو برخو کې د CTB طبقې چارې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب