تاند ( دوشنبه ـ د سنبلې ۲۶مه) اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د ملګرو ملتونو د یوه چارواکي له قوله ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د واکسین کمپاین ځنډولی دی.
اسوشېټېډ پریس خبري اژانس لیکلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان یو چارواکي چې له موضوع خبر و، نن دوشنبه ویلي، چې د کور پر کور واکسین پر ځای په جوماتونو کې د واکسین د ورکړې سپارښتنه شوې ده.
د پولیو ضد واکسین د کمپاین د ځنډ خبر داسې مهال خپرېږي، چې د ملګروملتونو ادارو په پام کې لرله څو په سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې د پولیو ضد د واکسینو بل کمپاین پیل کړي.
د کور پر کور واکسین د کمپاین د ځنډ دلیل نه دی وړاندې شوی او نه هم د طالبانو د حکومت کوم چارواکي تر اوسه په دې اړده څه ویلي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي سږکال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۸ ته رسېږي، خو په تېر ۲۰۲۳م کال کې دغه شمېر یوازې ۶ تنه و.
په نړۍ کې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې اوس یې هم ماشومان د دغه ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.