پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهایران په یوه اوونۍ کې شاوخوا ۱۵۰۰ افغان کډوال نیولي

ایران په یوه اوونۍ کې شاوخوا ۱۵۰۰ افغان کډوال نیولي

تاند ( دوشنبه ـ د سنبلې ۲۶مه) د ایران د سیستان او بلوچستان د پولیسو قوماندانۍ ویلي چې دوی یو زرو ۴ سوه ۹۴ بې اسناده افغان کډوال نیولي دي.

دا هغه کډوال دي، چې ایراني چارواکي یې «غیر قانوني بهرني اتباع» بولي.

د یادو سیمو امنیه قومندان علي رضا دليري ویلي، چې دغه کډوال په تېره یوه اونۍ کې نیول شوي دي.

د سیستان او بلوچستان د پولیسو قوماندان زیاته کړې، چې  نیول شوي کسان د ګاونډي هېواد (افغانستان) وګړي دي او په خبره یې چې له قانوني اسنادو پرته دغه هېواد (ایران) ته په غیر قانوني توګه داخل شوي.

سرچینې د نیول شویو افغان کډوالو د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

دا افغان کډوال داسې مهال نیول کېږي، چې تېره اوونۍ په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې ایران په دې هېواد کې پر افغان کډوالو د وچې ډوډۍ پلور هم بند کړی دی.

دوی ویلي و، چې په دې هېواد کې د افغان کډوالو شمېر زیات شوی، چې دا دوی ته د زغملو نه دی.

یواځې په تېرو لسو ورځو کې له ایران او پاکستان نه سلګونه افغانې کورنۍ  بېرته خپل هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

ایران او پاکستان په یوه ورځ ۳۵۵ افغان کورنۍ له خپلو هېوادونو وایستلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب