پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهایران او پاکستان په یوه ورځ ۳۵۵ افغان کورنۍ له خپلو هېوادونو...

ایران او پاکستان په یوه ورځ ۳۵۵ افغان کورنۍ له خپلو هېوادونو وایستلي

تاند ( شنبه ـ د سنبلې ۲۴مه) ایران او پاکستان په یوه ورځ کې څه باندې ۳۵۰ افغان کډوالې وایستلي او افغانستان ته یې لېږلې دي.

باختر خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې ایران او پاکستان تېره ورځ د جمعې په ورځ چې د سنبلې د میاشتې له ۲۳مې سره برابره ده ۳۵۵ کډوالې کورنۍ په جبري او اختیاري ډول له خپلو هېوادونو ایستلې دي.

په راپور کې راغلي چې، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو هېواد ته ستنې شوي.

یواځې د تورخم له لارې “۲۹ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۳۱، د نيمروز د ورېښمو له لارې ۷۵ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۲۲۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

له یاد شمېر کورنیو ۱۷ کورنۍ خپلو اصلي سيمو ته لېږدول شوي او پر سلګونو کورنيو مرستې وېشل شوې دي.

له پاکستانه د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې‌اسناده افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج روان دی، ورسره ایران هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

دا کډوالې کورنۍ داسې مهال له ایران او پاکستان ویستل کېږي چې، څو ورځې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني په یوه تلویزیوني پروګرام کې د «بهرنیو اتباعو د سازمان» د پروژې په اړه وویل «ایران دومره زیات افغان کډوال نشي منلی او زغملی.»

مومني زیاته کړې وه، په دې ډله کې هغو کسانو ته لومړیتوب ورکول کیږي چې په غیر قانوني او له اجازې پرته ایران ته داخل شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې وه چې، د افغانانو په اړه بل هیڅ فکر نه لري، خو په وینا یې د کډوالو دغه اندازه د زغملو نه ده او په پلان کې لري چې د افغان کډوالو موضوع ژر تر ژره تنظیم کړي.

ایران کې پر افغان کډوالو د وچې ډوډۍ پلور هم بند شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب