پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهایران کې پر افغان کډوالو د وچې ډوډۍ پلور هم بند شو

ایران کې پر افغان کډوالو د وچې ډوډۍ پلور هم بند شو

تاند ( شنبه ـ د سنبلې ۲۴مه)  ایران کې پر افغان کډوالو د فشارونو ډول ډول بڼې عملي کېږي چې، تازه یې په دې هېواد کې پر افغان کډوالو د وچې ډوډۍ پلور هم بند کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې په ایران کې د یوه داسې قضايي حکم انځورونه نشرېږي،  چې په کې په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو د ډوډۍ نه پلورلو سپارښتنه شوې ده.

دغه حکم پر ټولنیزو رسنیوهم  پراخ غبرګونونه راپارولي.

هم مهاله د ایران بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال رسول موسوي د جمعې په ورځ د کرمان په بردسیر ولسوالۍ کې د یوه ډوډۍ پلورنځي د مخې پر ښيښه د لګول شوي حکم انځور د نیوکې په ډول خپور کړ.

په دې انځور کې لیکل شوي چې «د څارنوالۍ په حکم پر بهرنیو وګړو د ډوډۍ پلورل منع دي».

تر دې وروسته د یادې ولسوالۍ د عمومي څارنوالۍ مشر د دغه انځور په تړاو په وضاحت کې وویل، چې دا بندیز یوازې د ښار په کچه د سبسایډي ډوډۍ پر پلور لګېدلی او په خبره یې نور ډوډۍ پلورنځي په آزاد ډول ډوډۍ پلورلی شي.

دغه چارواکي زیاته کړې چې بهرني اتباع کولی شي د سبسایډي ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره د دغو وګړو د اوسېدو پنډغالي لپاره له درېیو ټاکل شویو ډوډۍ پلورنځیو کار واخلي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني په یوه تلویزیوني پروګرام کې د «بهرنیو اتباعو د سازمان» د پروژې په اړه وویل «ایران دومره زیات افغان کډوال نشي منلی.»

مومني زیاته کړې وه، په دې ډله کې هغو کسانو ته لومړیتوب ورکول کیږي چې په غیر قانوني او له اجازې پرته ایران ته داخل شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې وه چې، د افغانانو په اړه بل هیڅ فکر نه لري، خو په وینا یې د کډوالو دغه اندازه د زغملو نه ده او په پلان کې لري چې د افغان کډوالو موضوع ژر تر ژره تنظیم کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب