پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د غور- دایکنډي د پېښې عاملان به د عدالت منګولو...

طالبان وايي، د غور- دایکنډي د پېښې عاملان به د عدالت منګولو ته وسپاري

تاند (شنبه، د سنبلې ۲۳ مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، جدي هڅې روانې دي چې د دایکنډي او غور ترمنځ د وروستۍ پېښې عاملان د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

د پنجشنبې په ورځ د غور او دایکنډي ترمنځ ۱۴ تنه شیعه ګان هغه مهال د داعش د څلورو ترهګرو له لوري په بې رحمۍ ووژل شول چې حمله کوونکو ځانونه امنیتي ځواکونه وښودل او د موټرو سپرلیو ته یې وویل چې په یوه مشکوک کس پسې ګرځي.

له پېښې څخه د یوه روغ وتلي شاهد په وینا، حمله کوونکي ۴ تنه وو، دوی وړاندیز وکړ چې ډله ییز عکس واخلي، یوه یې عکس اخیست، بل یې ویډیو اخیسته خو دوو نورو په دې منځ کې پر ټولو ډزې پیل کړې.

د طالبانو د حکومت ویندوی د جمعې په ورځ د دې پېښې په اړه پر خپله ایکسپاڼه کښلي:« په ژورې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ په سیمه کې زموږ ١٤ عام هېوادوال د انسانیت د دښمنانو له‌خوا په ډېرې بېرحمۍ وژل شوي او ٦ نور يې ژوبل شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه کړنه په کلکه غندي او ورسره د ولس د ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼي.»

په داسي حال کې چې د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې هڅه کړې چې له دې بې رحمانه برید څخه په سو استفادې هغې ته قومي رنګ ورکړي، مجاهد همداراز ویلي:« په داسې حال کې چې موږ د پېښې له مظلومو قربانیانو سره خپله ژوره خواشیني شریکوو؛ د هغه ترڅنګ د پېښې د ساعي بالفساد عاملینو د لټون او د عدالت منګولو ته د هغوى د راکشولو جدي هڅې کوو. »

داعش پر خپله اعماق ویبپاڼه لیکلي چې د افغانستان په مرکزي برخه کې یې ۱۵ شیعه ګان وژلي او ۶ نور ژوبل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب