Homeخبرونهطالبان وایي؛ د دایکندي پېښې د عاملینو د نیولو په هڅه کې...

طالبان وایي؛ د دایکندي پېښې د عاملینو د نیولو په هڅه کې دي

تاند ( شنبه، د سنبلې ۲۴مه) طالبان په دایکندي ولایت کې پر عامو خلکو د داعش وسله وال برید یو وحشیانه عمل بللی او زیاته کړې یې ده چې دوی هم د دې پېښې د عاملینو د نیولو په هڅه کې دي څو د عدالت منګولو ته یې وسپاري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد جمعه ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې طالبان د ملت د ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼي او زیاتوي چې د دې پېښې د عاملینو هڅې راونې دي او ژر به د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

په دایکندي کې پر عامو خلکو د داعش وسله وال برید کې ۱۴ تنه ووژل شول او ۶ تنه نور ټپيان شول. داعش وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

دې برید زیات غبرګونونه راوپارول خو طالبانو یوه شپه او ورځ وروسته دا برید وغنده.

«یوناما» هم د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې دا برید غندلی او د وژل شویو کورنیو ته یې د تسلیت ترڅنګ له طالبانو غوښتي چې د دې پېښې څېړنه وکړي.

امریکا د القاعده د غړي الغامدي د نیولو لپاره جایزه اعلان کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...